تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
روژه ولي تر نورو میاشتو سپېڅلې ده ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 1, 2022
  0
ليکوال :قاري مطيع الله ذهين / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
روژه دومره ستره او د برکتونو څخه ډکه میاشت ده، چي رسول الله  صلی الله عليه وسلم خپله ستره او د برکتونو څخه  پرېمانه میاشت نومولې ده.  دومره ستره او د عظمت څخه ډکه ده، چي موږ یې د عظمت او لوړ والي تصور بیخي کولای نسو اونه زموږ ژبه د هغې برکتونه او اسرار بیانولای سي. روژه پر اسلامي امت د الله جل جلاله ستره پېرزوینه ده، چي  د همدې ستري میاشتي د شپو څخه په یوه شپه کي د دعوت و سالار  او د بشري نړۍ و لار ښود ته د رسالت ستر نعمت او د بشریت هدایت قران وسپارل سو هغه کتاب چي ترایمان وروسته د الله جل جلاله  په نعمتونو کي ترټولو ستر نعمت دئ .دا له برکت څخه ډکه میاشت په تاریخي لحاظ سره د مسلمانانو لپاره داسلامي بریاليتوبونو میاشت ده دا ځکه چي د همدې د عظمت څخه د ډکي میاشتي برکت وو ، چي د اسلام د دین رښتینو سپاهیانو د خپل اعلی قاید تر قیادت لاندي د بدر په میدان کي د اسلام د سترو مخالفینو او جاهلانو پزي پر مځکه وروموښلې او د اسلام د سپېڅلي دین اتلانو و کولای سوای چي د دین دښمني جګړه ماري  ډلي د مشر او د جهالت د پلار ابو جهل پر سینه ورکښېناستل. 
 
د اسلامي دعوت لمن ورځ تر بلي پراخېدله  او  وړانګي یې هري خوا ته رسېدلې چي په دې ترڅ کي د رمضان میاشت وه چي د یوه ستر بریالیتوب او فتحي په پایله کي د ویني تویدني پرته د نړۍ د ښارونو څخه د امن ښار او د توحید د ستر امام ابراهیم علیه السلام په مبارکو لاسونو جوړ سوي د الله جل جلاله  د کور او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دعوت د مرکز کیلۍ و مسلمان امت ته ور وسپارل سوې او د کفر او شرک د ماڼۍ په نسکورېدو سره د بیت الله څخه د باطلو خدایانو او چټلو بتانوجنازې د تل لپاره ووتلې او ددې سيمي په افقوکي ،چي کلونه کلونه د شرک او د الله جل جلاله  د توحيد څخه د انکار اوازونه پور ته کېدل پر ځای یې ددې بریالیتوب په پایله کي د وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (سورة بني اسرائل ۸۱)
 
کفر لړ ځونکي اوازونه زمزمه کېدل .ددې ستري او مبارکي میاشتي ستروالی په دې کي دئ چي په هغه غېږکي يې هغه ستره شپه پرته ده چي تر زرو میاشتو ډېري د خیر او برکتونو خزانې پکښي وېشل کیږي، هغه ستره او مبارکه شپه چي زموږ مهربانه پالونکي زموږ د سعادت او نېکمرغۍ لپاره پر موږ باندي تر ټولو ستر رحمت ولوروئ لکه څنګه چي خپله مهربان څښتن تعالی جل جلاله فرمایي: إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ...(سورة دخان ۳۰)
 
 ژباړه : موږ دا کتاب (قران) په یوه برکتي شپه کي راکښته کړئ دئ . الله  جل جلاله په بل ځاى کي لا نور هم د خپل دې ستر  رحمت د نزول کيفيت او وخت روښانه کړئ دئ هلته  فرمايي: إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ. وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ. لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (سورة القدر ايت ١-٣ )
 
ژباړه : موږ دا کتا ب د قدر په شپه کي راکښته کړى دئ او تا ته څه معلومه ده چي د قدر شپه څومره (لوړه) ده؟ د قدر شپه تر زرو مياشتو بهتره ده .په رشتيا سره ددې مياشتي هره ورځ نېکمرغه او په هره شپه کي يې برکتونه پرېمانه دي. تر ټولو وړاندي بايد ځانونه په دې پوه کړو چي په دې مياشت کي عظمت او برکت پروت دئ نو راز يې په کوم څه کي دئ ؟ځکه که يې په راز ځانونه پوه نه کړو نو د برکتونو او رحمتونو څخه يې خپلي لمني نه سوډکولاى. ددې مياشتي عظمت ټول په يوه شي کي نغښتى دئ او هغه د قران نزول دئ، چي ټول قران د لوح محفوظ څخه  د دنيا و اسمان ته راکښته سو او په همدا مياشت کي يې پر محمد  صلی الله عليه وسلم نزول پيل سو، ګواکي په دې ستره مياشت کي د رحمن او رحيم پالونکي  جل جلاله  بې پايانه رحمت وموږ غوندي انسانانو ته د رهنمايې وسيله برابره کړه  د  هغه  جل جلاله  تل پاته رحمتونه زموږ د فکر او عمل لاري روښانه کړې ،د غلطیو ،تغیر او تبدیل څخه پاک د حق او باطل تر منځ د فرق کولو معیارونه راپه برخه کړل سول>
 
دا هغه مهال چي عربي نړۍ بلکي ټوله نړۍ د جهالت تورو تاریکیو نیولې وه ، د هر لوري څخه د نوو، نوو جهالتونو انګازې خپرېدلې د څو محدودو کسانو څخه پرته نورو ټولو په داسي جهالت کي ژوند تېراوه چي ور پکښي د انسانیت او حیوانیت تر منځ تو پیر بېخي نه محسوسېدئ او ددې درانه خوب څخه د راپورته کېدو لپاره هیڅ فکر هم نه کېدئ ،یواځي یو ځوان وو،  چي د خلګو په منځ کي په امین سره مشهور  وو  چي دې بدبخته حالت سخت زورا وه  او دا  ناارامي یې ورځ تر بلي ډېرېدله او له دې سره سره یې د کایناتو د خالق و دربار ته د هدایت رالېږني انتظار هم ډېر سوی وو ګواکي یوه غیبي اواز  او  ځواک  و  رسول اکرم  صلی الله عليه وسلم ته بلنه ورکوله اولار يې ورته ښوله.
 
 په رشتیا سره هم الهي تګلاره همداسي ده چي کله تیاره او جهالت ډېرېږي، زړونه سخت او بدبخته کیږي نو الهي رحمت پر جوش راځي او د انسانیت په جاهل او خزان وهلي ګلبڼ کي د هیلو پسرلی غوړېږي. همدا د روژې مبارکه  میاشت وه چي د حراء په غار کي د الهي کلام لومړني اواز  دحضرت محمد  صلی الله عليه وسلم سينه روښانه کړل ،تر دې ږغ وروسته په بشري نړۍ کي د یوه ستراو اغېزمن انقلاب څپې پیل سوې.
 
نړۍ د توحید په پلوشوسره معطره سوه تر داسي بریده، چي د بشریت د ډېري برخي  څخه جهالت پر کوچېدوسو. دلته یوه خبره د یادولو وړ ده هغه دا چي د  روژې میاشت يوازي په دې خاطر د برکت میاشت نه ده،  چي روژه یې نیول کیږي بلکي دا میاشت د قران د نزول د ستري تاریخي   پیښي له امله درنه او د ستر ارزښت وړ میاشت ده ،دې ستري او تاریخي پیښي (د قران نزول) دا غوښتنه کوله چي ددې میاشتي ورځي دي روژه سي او شپې دې و تلاوت او لمانځه ته ځانګړې سي . قران د الله جل جلاله  په رحمتونو کي یو بې ساري  رحمت اود جوش اود جذبې څرګندېدل  وه نو  ځکه الله جل جلاله  فرمایي: الرَّحْمَنُ.عَلَّمَ الْقُرْآنَ ( سورة رحمن ۱ـ۲)
 
 ژباړه : الله جل جلاله   ډېرمهربانه ذات دئ چي د قران تعلیم یې ورکړئ دئ . الله جل جلاله  پر موږ باندي بې شمېره پېرزویني کړي دي هره لحظه د الله جل جلاله  د نعمتو د زيرمو څخه ګټه اخلو لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمایي: وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهَا (سورةابراهیم ۳۴) 
 
ژباړه:او که تاسي دالله جل جلاله  نعمتونه شمېرل غواړئ نو شمېره یې پوره کولای نسئ. دا نعمتونه تر هغه مهاله پوري زموږ دي چي  په بدن کي مو سا چليږی او څه  وخت، چي مو روح د بدن څخه جلا سي نو د ژوند ټول نعمتونه مو ختمیږي. یو  عالم لیکي: هغه شی چي د ژوند دا فنا کېدونکي شېبې په یوه تل پاته ژوند او  دغه ختمېدونکي نعمتونه په تلپاتو  نعمتو نو بدلوي یواځي او يواځي قران دئ، چي د دنيا تر ټولو خزانو درنه او قېمتي خزانه ده. نعمت چي په هره اندازه قېمتي وي نو په همغه اندازه یې د حق پوره کولو دنده هم ستره وي. دالله جل جلاله  کتاب او دهغه کلام  ترټولو ستر رحمت دئ نو ځکه په خپله لمن کي یوه نړۍ مسؤلیتونه لري او دا سـتر مسئولیتونه په لاندي ډول  دي: 
 
 
۱ـ مؤمن باید خپله د قران پر لاره ولاړ سي، د رڼا څخه یې په ژوند کي استفاده وکړي، او دشفا او درملني اغېزمنه او قوي  نسخه یې  د خپلو باطني او  ظاهري ناروغیود درملني لپاره وکاروي .    
 
۲ـ دا چي قران دټولي بشر‌‌‌‌‎ی نړی لپاره د الله جل جلاله  د لوري څخه هدایت دئ نو یواځي يې باید ځان  په پوهه سره سنگارنه سي بلکي وټولو انسانانوته يې پيغام ورسيږي لکه څنګه  چي الله  جل جلاله  فرمايې: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا (سورة نساء ۵۸)  ژباړه : په تحقيق سره الله جل جلاله  وتاسو ته لارښونه کوي، چي درسپارل سوي امانتونه ترخپل اهل پوري ورسوئ. دروژې څخه هغه وخت په بشپړ ډول ښې ګټي لاس ته راوړلای سو، چي دقرآن لوستل، اورېدل او دقرآن د پوهي او فهم څخه ګټه پورته کړو دا ځکه چي دروژې مياشت خپل ځانګړي عبادتونه دقرآن پر محور څرخوي. ددې مياشتي اصلي لاس ته راوړنه دقرآن اورېدل، لوستل، زده کول او دعملي کولو توان پيدا کول دي.
 
په پوره پابندۍ سره دتراويحوپه اداکي لږترلږه موږ دومره گټه ترلاسه کولای سو، چي يو وار دالله جل جلاله په حضورکي په ولاړه د هغه کلام واورو،  چي روحاني گټي يې خورا دپام وړدي. په دنيا کي دیو کس سره ترټولوستراحسان او خواخوږي په دې کي ده، چي دالهي غضب څخه وژغورل سي او وجنت ته د دا خلېدو زمينه ورته برابره سي دا چي قرآن دروژې ومياشتي ته درناوی اوعزت ور په برخه کړيدئ نو، ځکه دا مياشت تر ټولو د دې وړ ده چي دنورو کسانوسره ورپکښي دقرآن پيغام شريک سي اونړۍ وال دقرآن دلارښو ونو څخه خبر او د قرآن د برنامې په لوري راوبلل سي ترڅو برياليتوب يې په برخه سي. داليکنه به ديوه عالم په وينا سره وپاى ته ورسوم.
 
 چي ليکئ: د قدرشپه ځکه ددرنښت وړشپه ده چي  عظيم الشان قرآن پکښى نازل سوى دئ. داشپه دبرخليک شپه ده دا ځکه چي په دې شپه کي هغه ستر کتاب نازل سوی دئ چي د انسانانو برخليک ورپورى تړلی دئ، دانسانانو اوملتو نو برخليک ددې ستر کتاب له مخي ټاکل کيږي چاچي ورباندي ايمان راوړئ او دژوندانه مشعل اولارښوديې وگرځاوه نو عزت، سعادت او د دنيا اواخرت بريا به تر لاسه کړى او چاچي ورڅخه مخ واړوئ نو دسپکاوي اوذلت سره به مخامخ کېږي لکه څنـــــــــــگه چــــــــــــــــي  پيغمبر  صلی الله عليه وسلم فرمايي:
 
ان الله یرفع بهذالکتاب اقواما ویضع به اخرین.(رواه مسلم) الله جل جلاله  په دې کتاب سره ډېر خلگ پورته کوي اونور بيا کښته (ذليله) کوي.  ددې څخه معلومه سوه چي دقرآن سره يوه لحظه تېرول تر هغو کلونو کلونو غوره کاردئ، چي په بل څه او دبل شي لپاره تيريږي او دقرآن سره د مشغول تيا قدر اوارزښت په الهي معيارونو کي څومره لوړ دئ؟
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۴ ګڼه 
 
www.taleemulislam.net
 
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته