تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا په ۲۵ دقیقو کي تراویح صحت لري؟
 
  July 28, 2012
  0

پوښتنه : په دا ځینو مسجدو کي چي تراويح کيږي ډېري چابکي کيږي يعني ټوله نهه ويشت رکعته لمونځ په پنځويشو يا په څليرويشتو د قيقو کي کوي دغه لمونځ صحت لري او که يا ؟


 د سوال کوونکي نوم: بهاءالدين 

جواب: داسي کسان چي هغوی تراويح په څلیرويشو او پنځويشتو دقيقو کي کوي ډېر د زړه سوي دي او د هغوی حالت ډېر د افسوس حالت دئ ځکه لمونځ د ایمان وروسته تر ټولو مهم عبادت دئ په لمانځه کي د الله جل جلاله  د لوري رالیږل سوی قران تلاوتیږي بنده د الله  جل جلاله  د تعظیم د پاره په رکوع کي ملا ټیټوي او په سجده کي د خپل رب د تعظیم لپاره مخ پر مځکه ږدي او د الله جل جلاله  تقدس او پاکي بیانوي. ښکاره خبره ده کوم کسان چي تراویح په دا ډول لږ وخت کي ادا کوي نو هغوئ به رکوع او سجده دا ډول کوي لکه مرغه چي د مځکی کي څخه دانه په مشوکه په تلوار پورته کوي په دا ډول رکوع او سجده به کله بنده د خپل عظیم رب چي دا ټول کائنات يې پیدا کړي تعظیم وکړای شي.
 
او همدا راز په چټکو تراویحو کي د الله جل جلاله  کلام به په دا ډول ګړمګړ او تلوار سره لولي چي که څوک په دا ډول چټکتیا د یو انسان لخوا څخه ورته رالیږل سوی لیک ولولي نو هغه به هرومرو ورته وایي چي تا زما په لیک ملنډي ووهلې او دا دي زما سپکاوی وکړئ و دغه ډول تراویحو ته زما په اند تراویح نشي ویل کېدلای بلکي دا د الله جل جلاله  په عبادت رشخن وهل دي.  ( اعاذنا الله منه) 

قران د الله کلام دی باید هم په لمانځه کي او هم د لمانځه د باندي په ترتیل سره ولوستل سي ځکه الله فرمایي : وَرَتِّلِ الْقُرْآَنَ تَرْتِيلًا ( ۴ المزمل ) او قران په ترتیل سره لوله . ترتیل دې ته وايي چي قران په ورو  ورو او په واضح ډول ولوستل سي په دې ډول چي اوریدونکي يې توري او کلیمې ښه وفهمولای سي .هغه لمونځ چي څوک يې رکوع او سجده په ډیر تلوار کوي او د رکوع وروسته ولاړه او د سجدو تر منځ ناسته  کي ښه ارام نه کوي دا لمونځ رسول الله  صلی الله علیه وسلم  پر لمانځه نه دی شمېرلی او کوم لمونځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  لمونځ نه بولي ښکاره خبره ده پر هغه لمانځه ثواب هم نسته .

أَبِو هُرَيْرَةَ وایي :أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ  صلی الله علیه وسلم  دَخَلَ الْمَسْجِدَ فَدَخَلَ رَجُلٌ فَصَلَّى فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ  صلی الله علیه وسلم فَرَدَّ وَقَالَ ارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ فَرَجَعَ يُصَلِّي كَمَا صَلَّى ثُمَّ جَاءَ فَسَلَّمَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ ارْجِعْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ ثَلَاثًا فَقَالَ وَالَّذِي بَعَثَكَ بِالْحَقِّ مَا أُحْسِنُ غَيْرَهُ فَعَلِّمْنِي فَقَالَ إِذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلَاةِ فَكَبِّرْ ثُمَّ اقْرَأْ مَا تَيَسَّرَ مَعَكَ مِنْ الْقُرْآنِ ثُمَّ ارْكَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ رَاكِعًا ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَعْدِلَ قَائِمًا ثُمَّ اسْجُدْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ سَاجِدًا ثُمَّ ارْفَعْ حَتَّى تَطْمَئِنَّ جَالِسًا وَافْعَلْ ذَلِكَ فِي صَلَاتِكَ كُلِّهَا (عن ابي هریرة متفق علیه و اللفظ للبخاري )

رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسجد ته ننوت ورپسې یو سړی مسجد ته ورغی دې سړي لمونځ وکړی او بیا يې رسول الله ته سلام واچاوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې سلام ته جواب ور کړى او ورته وويې ویل : ولاړ شه لمونځ دي وکړه ځکه تا لمونځ نه دی کړی ، سړی ولاړی په مخکني ډول د تلوارۍ لمونځ يې وکړ بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلی سلام يې واچاوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وویل : ولاړ شه لمونځ دي وکړه تا لمونځ و نه کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم  درې ځلي پدې سړي لمونځ را وګرځاوه وروسته دې سړي وویل : زما دي په هغه ذات قسم وي چي ته يې په حقه رسول رالېږلی يې تر دغه مي ښه لمونځ نه دی زده ته يې راته وښوه چي په څه ډول لمونځ وکړم. 

رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ورته وویل : چي لمانځه ته ولاړ شې نوالله اکبر ووایه بیا چي څه قرآن دي یاد وي او ویل يې درته اسان وي هغه تلاوت کړه بیا رکوع وکړه څو په رکوع کي ښه آرام ونیسې بیا د رکوع څخه را پورته سه څو ښه په ولاړي ودرېږی بیا سجده وکړه څو په سجده کي ښه ارام ونیسې بیا د سجدې څخه راپورته شه څو ښه په اطمنان کښينې ټوله رکعتونه همدا ډول په اطمنان او ارامي سره وکړه .د پنځو ویشتو دقیقو ترایح د همدې کوچي د لمانځه په شان دي باید راوګرځول شي . په هدایه کي وایي : وَأَمَّا الِاسْتِوَاءُ قَائِمًا فَلَيْسَ بِفَرْضٍ ، وَكَذَا الْجِلْسَةُ بَيْنَ السَّجْدَتَيْنِ وَالطُّمَأْنِينَةُ فِي الرُّكُوعِ وَالسُّجُودِ ، وَهَذَا عِنْدَ أَبِي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَحِمَهُمَا اللَّهُ  قَالَ أَبُو يُوسُفَ رَحِمَهُ اللَّهُ : يُفْتَرَضُ ذَلِكَ كُلُّهُ وَهُوَ قَوْلُ الشَّافِعِيِّ رَحِمَهُ اللَّهُ لِقَوْلِهِ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ { قُمْ فَصَلِّ فَإِنَّكَ لَمْ تُصَلِّ } قَالَهُ لِأَعْرَابِيٍّ حِينَ أَخَفَّ الصَّلَاةَ .

د ابوحنیفه او محمد رحمة الله علیه په آند د رکوع وروسته سیخ درېدل او دا ډول د دوو سجدو تر منځ ناسته او هم په رکوع او سجده کی اطمنان نیول فرض نه دي خو د ابویوسف او امام شافعي رحمة الله عليهما  په اند دا ټول فرض دي ځکه کوم کوچي، چي لمونځ په چټکتیا وکړ هغه ته رسول الله صلی الله علیه وسلم  وویل : ولاړ سه لمونځ دي وکړه تا لمونځ و نه کړ .ثُمَّ الْقَوْمَةُ وَالْجِلْسَةُ سُنَّةٌ عِنْدَهُمَا ، وَكَذَا الطُّمَأْنِينَةُ فِي تَخْرِيجِ الْجُرْجَانِيِّ .وَفِي تَخْرِيجِ الْكَرْخِيِّ وَاجِبَةٌ حَتَّى تَجِبَ سَجْدَتَا السَّهْوِ بِتَرْكِهَا سَاهِيًا عِنْدَهُ. ( الهدایة )
 
امام جرجاني، د ابوحنیفة، او محمد رحمة الله عليهما  د ویناوو څخه داسي فهموي چي د دوی دوو په آند د رکوع وروسته ولاړه او د دوو سجدو تر منځ ناسته او په رکوع او سجده کی ارام نیول سنت دي خو امام کرخي رحمة الله علیه  د دوی دوو د ویناوو څخه داسي فهموي چي دا ټول د دوی په آند واجب دي تر داسي اندازې که د چا څخه په سهوه کي پاته سي د سهوي سجده به کوي. د هدایې په شرح  فتح القدیر کي ابن الهمام اول د کرخی او بیا د جرجاني د وینا اړوند د څرګندونو وروسته ووایي :
 
 وَالْأَوَّلُ أَوْلَى لِأَنَّ الْمَجَازَ فِي قَوْلِهِ لَمْ تُصَلِّ يَكُونُ أَقْرَبَ إلَى الْحَقِيقَةِ ، وَلِأَنَّ الْمُوَاظَبَةَ دَلِيلُ الْوُجُوبِ .وَقَدْ سُئِلَ مُحَمَّدٌ عَنْ تَرْكِهَا فَقَالَ : إنِّي أَخَافُ أَنْ لَا تَجُوزَ الصَّلَاةُ .وَعَنْ السَّرَخْسِيِّ : مَنْ تَرَكَ الِاعْتِدَالَ تَلْزَمُهُ الْإِعَادَةُ.

 د کرخي وینا غوره ده ځکه په هغه کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ددې وینا چي ارجع فصل مجازی معنا و حقیقي معنا ته نژدې ده او د وجوب بل دلیل دادئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رکوع وروسته ولاړه او د سجدو تر منځ ناسته کله هم نه ده پرې ایښې او نه يې کله قومه او جلسه، رکوع او سجده په تلوار کړې ده.
 
او د امام محمد څخه پوښتنه وسوه چي که څوک په رکوع او سجده کي آرام نه نیسي لمونځ يې څنګه دی هغه ورته وویل : ما ته بیره ده چي ددې سړي لمونځ به جواز و نه لري .او د امام سرخسي رحمة الله علیه  څخه حکایت کیږي چي که څوک په لمانځه کي تعدیل و نه کړي یعني رکوع او سجده په اطمنان سره و نه کړي پر هغه باندي د لمانځه راګرځول واجب دي .همدا د پنځه ویشتو او دېرشو دقیقو د تراویحو حکم دی. په صحيح ډول د لنډو سورتونوتراويح اداء کول  لا هم تر پنځه څلو ېښتو د قيقوڅخه په لږ وخت کي کول ناشونى کار دى.  و الله یهدی من یشاء الی صراط مستقیم 

مولوي محمد عمر خطابي
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله- ۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته