تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام مسلم رحمة الله عليه ژوند
 
  August 9, 2015
  0
د ادارې له خوا 
 
د صحيح مسلم د مؤلف کنيت ابو الحسين دئ نوم او نسب يې مسلم بن الحجاج بن مسلم بن ورد بن كوشاذ دئ. 

امام مسلم ته د نسب له کبله القشيري او د وطن لکبله النيسابوري ويل کيږي . قشير د قاف په پېښ او د سين په زور د عربو مشهوره قبيلة ده او نيساپور د خراسان د ښارونو څخه يو ښار دئ. امام مسلم د حديثو د علم په ډګر کي د ډېر لوړ شان او مقام څښتن و و د خپل عصر پر خلکو باندي يې په علمي مهارتونو کي وړانديتوب ټولو ته منل سوئ و و آن تردې چي د مسلم رحمة الله عليه  د زمانې دوو سترو امامانو او د حديثو حافظانو ابو الزرعة او ابو حاتم د مسلم پر ستر علمي مقام شاهدي ورکړې او دى يې د خپل عصر تر ټولو ستر عالم بللى دئ .  

امام مسلم رحمة الله عليه په ٢٠٢ هجري کال کي زېږېدلى دئ ځيني وايي چي په ٢٠٤ هجري قمري کال کي  او ځيني بيا وايي په ٢٠٦ هجري قمري سنه کي زېږېدلى دئ .
 
امام مسلم رحمة الله عليه   د ٥٥ کلونو په عمر د نيساپور څخه بهر په نصرآباد کي د يکشنبې په ورځ پر ٢٥ د رجب په ٢٦١ هجري سنه کي وفات سوئ دئ .
 
امام مسلم د يحيى بن يحيى النيسابوري ، أحمد بن حنبل ، إسحاق بن راهويه ، عبدالله بن مسلمة القعنبي  رحمة الله عليهه او نورو سترو مشايخو څخه احاديث اورېدلي دي .

د امام مسلم رحمة الله عليه  څخه د خپلي زمانې غټو امامانو او د احاديثو حافظانو روايات کړي دي چي د هغو د ډلي څخه ابو حاتم الرازي ، موسى بن هارون ، احمد بن سلمة ، ابو عيسى الترمذي ، ابو بكر بن خزيمة ، يحيى بن صاعد ، ابو عوانة الاسفرائيني  رحمة الله عليه هم دي . امام مسلم رحمة الله عليه  ډېر ستر او گټور کتابونه تاليف کړي دي لکه جامع الكبير على الأبواب ، مسند الكبير على أسماء الرجال ، الأسماء والكنى ، كتاب العلل ، كتاب الوحدان ، كتاب التمييز ، كتاب حديث عمرو بن شعيب ، كتاب مشايخ مالك ، كتاب مشايخ الثوري ، كتاب أوهام المحدثين ، كتاب من ليس له إلا راو واحد ، كتاب طبقات التابعين ، كتاب المخضرمين او داسي نور خو د امام مسلم تر ټولو ستر او مقبول کتاب صحيح مسلم دئ او دا کتاب د الله  جل جلاله  لخوا پر دې مسلمان امت باندي يوه لويه پيرزوينه او احسان دئ .
 

صحيح مسلم د امام مسلم رحمة الله عليه  پر اخلاص او علمي مهارتونو يو ستر شاهد دئ ، ځکه صحيح مسلم د حديثو د فن د عجائبو يوه لويه خزانه ده په ځانگړي ډول د احاديثو سندونه او متونه يې په داسي ښکلي ډول وډلي او بيان کړي دي چي د احاديثو په کتابونو کي يې هيڅ سارى نه ليدل کيږي آن تر دې چي د سند او متن د وډني او بيان له مخي صحيح مسلم پر صحيح البخاري لا هم فوقيت او لوړتيا لري . که څه هم صحيح البخاري د راويانو د وثوق او اعتماد او نورو وجوهاتو لکبله د صحيح مسلم څخه مخته او لوړ دئ او د ټول امت په اتفاق د قرآنکريم څخه وروسته صحيح البخاري اصح د کتابونو دئ .

امام مسلم رحمة الله عليه  د نبوي احاديثو سره دونه زياته علاقه لرل چي وايي يوه ورځ د حديثو د مذاکرې په مجلس کي چا د يو حديث يادونه ورته وکړه خو د لره په ذهن کي هغه حديث نه ورياد ېدئ د همدې حديث د تلاښ د پاره کور ته ننوتئ د خرما ټوکرۍ ورته را وړل سوه ، امام مسلم د حديث په فکر کي ووتر سهاره يې د حديث تلاښ کاوه او يوه يوه خرما به يې وخولې ته اچول او خوړل به يې.  سهار يې حديث پيدا کړئ خو د حديث د تلاښ په فکر کي خوراک ته متوجه نه وو د ټوکرۍ ټوله خرما يې خوړلې وه او د همدې ډېر خوراک لکبله وفات سو .

وايي : أبو حاتم الرازي امام مسلم رحمة الله عليه په خوب کي وليدئ او پوښتنه يې ځني وکړه چي څه حال دي دئ ؟ هغه ورته وويل : الله تبارک و تعالي زما سره دونه احسان وکړئ چي د جنت په هر ځاى کي يې د اوسېدو او تلو راتلو اجازه را ته کړې ده . 
 
ماخذ: د فضيلت پګړۍ
 
مؤلف: شيخ الحديث مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته