تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سياست د اسلام په رڼا کي
  تعلیم الاسلام
  October 12, 2014
  0
ليکوال: عبدالودود هجران
 
د عربي ژبي د سياست کلمه د انګليسي د (پوليټیکسکلمې د معنا سره ورته والی نه لري 
بلکي د عربي ژبي د سياست کلمه هر اړخيزه مفهوم لري لکه د نفس اصلاح کول ، کورنی سياست ، تعزيري سياست ، او ټول اصلاحي کارونه د همدې کلمې په مفهوم کي شامل دي  خو د انګليسي ژبې د (پوليټیکس) کلمه یوازي د ملکي، ملي او حکومتي سیاست لپاره کارو کيږي، چي په عربي ژبه کي يې مرادفه کلمه السياسة المدينة ده. 
 
(پوليټیکس) یوه يوناني کلمه ده، چي د پوليس څخه اخيستل سوېده او معنا يې ښاري حکومت دی.
 
 
 
د سياست لغوي معنا : سياست د امارت په وزن د ساس يسوس څخه د قال يقول په وزن د مصدر صيغه ده، د نوموړي فعل مصدر د سوس قول په وزن هم راتللای سي اسلامي پوهان د سياست د پېژندني په هکله په دې نظر دي : علامه ابن خلدون رحمة الله علیه د سياست په باره کي داسي وايي :
 
(فالسياسة والملک هی کفالة للخلق و خلافة  الله فی العباد لتنفيذ احکامه فيهم ) سياست او حکومت د بندګانو د ساتني او د هغوى د ګټو د ساتني او کفالت او په بشري ټولنه کي د الله جل جلاله د احکامو د پلي کولو د پاره د الله جل جلاله نيابت او استازيتوب دئ. شاه ولی الله محدث دهلوی رحمة الله علیه دا ډول فرمايلي دي چي:
 
 (وهی الحکمة الباحثة عن کيفية ربط الواقع بين اهل المدينة ) سياست او حکومت د هغه فن نوم دئ چي د يوه هيواد د وګړو تر منځ د ټولنيزو اړيکو د کيفيت څخه بحث کوي. او يو بل عالم او د اسلامي چارو کارپوه راغب اصفهاني رحمة الله علیه د سياست په پېژندنه کي درې شيان  راښيي :
عمارة الارض ( د ځمکي آبادول او د هغې پرمختګ او جوړول ) ، تنفيذ احکام الله ( د الله جل جلاله د حکمونو جاري کول ) ، مکارم الشريعة ( د ښو اخلاقو خوښول).
 
 د فقهاؤ له نظره د سياست روښانه مفهوم د اصلاحي تدبيرونوخوښول او کسبول ، د حکومت نظم او غوره چاري پر مخ بېول دي. ابن عابدين وايې :وهذا تعريف للسياسة العامة الصادقة علی جميع ما شرعه الله تعالی لعباده من الاحکام الشریعة. ژباړه: د سياست دغه تعريف پرهغو ټولو چارو او تدبرونو باندي صادقيږي چي الله د خپلو بندګانو د اصلاح لپاره مشروع کړي دي. ابن نجيم رحمة الله علیه هم د سياست په اړه په همدې نظر دی،خو د فقهي په کتابونو کي د سياست کلمه په عمومي ډول د ( تعزيري سزاګانو ) د پاره کارول سوې ده ، هغه چي د قرآن او سنت د ښکاره نصوصو څخه په ډاګه سوي نه وي ، خو د شرعي قواعدو مطابق وي او مقصد يې د ټوليز مصلحت مراعت او د فساد له منځه وړل وي.
 
سياست هغو تدبيرونو ته ويل کيږي چي د هغو په واسطه د ټولنيزو ګټو او مصالحو ساتنه وسي ، او د جرايمو د سزا څخه موخه هم  د مجرمينو اصلاح او د خلکو د مال ، ځان ،عزت ،او  ابرو ساتنه ده ، همدا لامل دئ چي د سياست د لغوي معنا مفهوم پر دغو سزاګانو باندي تحقق پيداکوي. 
 
 
حدود څه شي دي؟ حدود هغو سزاګانو ته ويل کيږي چي د قرآنکريم د ښکاره آياتونو او يا هم د صحابه رضی الله عنهم د اجماع څخه ثابت او ټاکل سوي وي لکه : د زنا ، غلا ، قطع الطریق ، شرابو چیښلو قذف حد ....دلته زموږ موضوع د سياست اړخونه دي نو ځکه مو پورته توکي وليکل، چي په سياست پوري اړه لري. پورتني تعريفونه  په نظري سياست او علمي سياست پوري اړه لري خو د عملي سياست بنسټ پر سياسي تجربو ايښودل سوی دئ ، د سياسي مفکر او سياسي قائد ترمنځ توپير همدومره دئ لکه د علم او عمل تر منځ او يا هم د فکر او تجربې تر منځ ځکه: چي يوازي د سياست د فلسفې په زده کړي يو شخص سياسي مشر نه ګرځي. يو څوک د انجنيرۍ د فاکولتې د پای ته رسولو او يا د انجنيرۍ د کتابونو په لوستلو سره پوره انجنیر نه سي جوړېدلای تر څو:
 
چي  د پراکتيک دوره تر سره نه کړي او يا هم د نورو ماهرو انجنیرانو لخوا په عملي ډول ونه روزل سي. نو په دې اساس د انساني ټولني د پرمخ بېولو فلسفه او د حکومت دارۍ په اصولو او قواعدو پوهېدلو باندي شخص سياست پوه او فروفيسور خو جوړيږي ، مګر سياسي لارښود او د  نظام بشپړ چلوونکی نه سي کېدلای تر هغه وخته چي په عملي توګه سياسي تجربه تر لاسه نه کړي او د سياست په ميدان کي رول ونه لوبوي.
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۲ ګڼه
------------------
ماخذونه :
۱- المنجد ۳۶۲ مخ د سوس ماده.
۲- د اسلامي حکومت نظام ۲۰۰ مخ د مولانا حامد الانصاری  ليکنه ۱۹۵۶ عيسوي کال د هندوستان ډهلي چاپ 
۳- مجموعه  شامي ۳ ټوک ۲۰۴ مخ – بحر الرايق ۵ ټوک ۱۱ مخ
 ۴- مدخل الی علم السياسة د ډاکټر جمال الاتاسي ۷ مخ ددمشق چاپ
 ۵- اسلامي سياست  د مولانا ګوهر رحمن ۱۴
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته