تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
حياء (لومړی برخه)
 
  April 22, 2012
  0

 رالېږونکی: عبيد الله تنوير


لومړی برخه

الحمدالله وکفی والصلوة والسلام علی سيِدِّنا محمدِ نِ المصطفی وعلی اله واصحابه النجوم الا هتداء من اولِ الدنيا الی يوم الجزاء.
 
وبعد! زموږ د بحث موضوع د ایمان يوه ستره څانګه حياء ده.
حياء: چی په حديث شريف کي داسي ستايل شوي: الحیاء شعبة من الايمان. (۱)
ژباړه: حياء يعنی شرم يوه څانګه د ايمان ده.

لکه چی ټولو مسلمانانو وړوڼو او خویندو ته معلومه ده چي ايمان د يوې ونې او يا درختي مثال لري چی د اويا ( ۷۰ ) څخه زیاتي څانګي ورلره شته. (۲) له هغې ډلي څخه يوه څانګه حیاء ده.
د اسلام د سپېڅلي دين قدرمنو علماو او بزرګانو حياء په څو ډوله ويشلي ده.
 
۱: حياء د خپل څښتن تعالی جل جلاله او د خپل ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه واله و صحبه وسلم څخه.
۲: حياء له خپل ايمان او وجدان څخه.
۳: حياء له خپل انساني مقام او منزلت څخه.
۴: حياء د خداي تعالی له مخلوق څخه... او داسي نورو 

مګر په ډېر تاسف سره ويلای شو چي نن زموږ په اسلامي، افغاني او غيرتمنه ټولنه کي داسي ناکاره چاري منځته راغلي چي هغه زموږ د اسلامي ټولني لپاره دعار ( شرم ) او پېغور وړ چاري دي.
له هغې جملې څخه يوه ډېره رسوا او رډه بده بې حيائي زموږ په ښارونو کمي د سپورټي کلبونو شته والی دی، چي زموږ مسلمان ولس ته يې لوڅ او بربنډ بورډونه د ښار په واټونو، سړکونو او کوڅو کي درولي او په ډېره سرلوړي سره پرې د خپل نا مشروع او له شرمه ډک د کفري نړۍ څخه راغلي ويروس اعلانوي.
 
څرګنده ده چي دغه هر ورور چي دا کلبونه چلوي يو مسلمان، د مسلمان زوی، د مسلمان لمسی او د خپلي اسلامي ټولني کارنده غړئ دئ، مګر نه پوهېږم چي آیا دوئ د خپل ناجائز کاروبار کومه فتوی او محجويز ( جواز ) پيدا کړئ چي عريانيت ( لوڅوالی ) او بربنډوالی په خپله ټولنه کي شايع کوي که څنګه؟
حال دا چي د هر مسلمان نارينه او ښځينه لپاره دعورت غليظه پټول فرض عين دي. که هغه په لمانځه کي وي او يا د لمانځه څخه دباندي وي.
 

۱: ايا دغه کسان د ځان سره فکرنه کوي؟
۲: ايا دغه کسان د ديني عالمانو سره اړيکي نه لري؟
۳: ايا دغه کسان خپله خور، مور، کورنۍ او نور څه نه لري چي د نورو خويندو ميندو ته لوڅ عکسونه په ښار کي ځوړندوي؟
۴: ايا دغه کسان د نفقې دلاسته راړولو لپاره کومه بله حلاله او روا لاره  نه ويني چي هيڅ ډول شرمندګي اورسوايي پکښي نه وي؟
۵: ايا دوئ نه پوهيږي چي لوڅوالی او بربنډتوب د اسلام په مقدس دين کی په کلکه منع شوي؟
۶: او په قصدي ډول سره ځان لوڅوونکی او په قصد سره ورته کتونکی دواړه د حديث له مخي د لعنت وړ ګڼل شوي.
۷: ايا دغه کسان پخپل پلارني وطن افغانستان کي اوسيږي او که په پاريس، لندن، واشنګټن او يا نورو کي؟
۸: ايا هغه اخبار چلوونکي په دې اړه هيڅ مسئوليت نه لري چي دغه بربنډ عکسونه او اشتهارونه نشر کوي؟

دا خولا پرېږده چي ورځپاڼو او جريدو والا په خپلو فوق العاده مخونو کی د هندي بې دينه بت پرستو فلمونو د اداکارانو تصويرونه په خورا افتخار سره چاپ او نشر کوي. موږ نه پوهيږو چي دغه اصيل مسلمانان وروڼه څه بد بختۍ پر مخه اخيستي دي چی خپل اصيل هويت، شرافت او غيرت ته په هيڅ ارزښت نه ګوري. پخوا به لا يوه يوه ديني موضوع هم چا پيدا کوله کرار کرار هغه هم پر مخ پاتي شوه يوازي اشتهارات سپورتي، تجارتي او نور شيان خپل اوج ته رسيدلي. ايا دغه مسلمانان وروڼه عامو مسلمانانو او حتی يوې مسلماني بي بي خور ته ځواب لري چي زما مسلمانه وروره!

۱ ولي زما پوړنئ په کفري رنګونو رانګوې؟
۲ ولي مي په اسلامي حجاب او پرده مسخرې وهې؟
۳ ايا زما پر بې پته کېدلو ته خو ښېږې چي تاته يو څو پيسې پلاس درشي؟
۴ ایا دغه پیسې تر هر څه ډېر ارزښت لري؟
۵ ایا دغه وروڼه چي خپل بدنونه جوړوي دوئ به د مرګ له فرښتو سره څه وکړي؟
۶ ایا دوئ د ګور چنجیو ته ځانونه چاغوي؟
دا حقایق دي هيڅوک له پامه نه غورځوي.

ان شاءالله نور بيا...
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته