تعليم الاسلام دارالافتاء
نوم: عبدالله
د اوسېدو ځاى:(غزني افغانستان)
سوال : زه یوه دخور لور ده زما سره ئې د ۷ کالو رهیسي د زړه مینه لري او دا غواړي چي زما سره واده وکړي مور او پلار ئې هم رضا دي او زما پلار او مور هم رضا دي خو ډېر کسان اوملایان بیا ماته وايي چي دا نه ده رواه چي ته واده ورسره وکړی اوس که چیري دا و هر چاته ورکړي نو زه به ځان مړ کړم او دا بیا وايي زه به هیڅ واده ونه کړم بې له تا څخه یعني نور ټوله خلګ پر ما وروڼه دي اوس خبره تر مرګه رسېدلی ده هیله ده چی تاسو زما سره په دې هکله همکاري وکړي او د دغه لوي مشکل څخه مي خلاص کړي او یوه د حل لاره د اسلام په چوکاټ کي راته وښیاست، چي زه د خور و لور ته قناعت ورکړمه او نور مو زړه صبر سي هېله ده چي موږ به دمرګ څخه خلاصوي ځکه هغه ځان وژنه کوي او زه هم ستاسو د جواب په هېله یم.
جواب : حامداً و مصلياً
د خورځې سره نکاح کول په قرآني ایات حرامه ده که څوک حلاله ورته ووايي د اسلام د دایرې څخه وزي کافر کیږي.
دغه مسئله او دغه دعا چي لاندي ذکر کیږي ستا و خورځې ته ئې هم ورسوه.
هغه دعا داده: اللَّهُمَّ إِنِّي عَبْدُكَ ، ابْنُ عَبْدِكَ ، ابْنُ أَمَتِكَ ، نَاصِيَتِي بِيَدِكَ ، مَاضٍ فِيَّ حُكْمِكَ ، نَافِذٌ فِيَّ قَضَاؤُكَ ، أَسْأَلُكَ بِكُلِّ اسْمٍ سَمَّيْتَ بِهِ نَفْسَكَ ، أَوْ أَنْزَلْتَهُ فِي كِتَابِكَ ، أَوْ عَلِمْتَهُ أَحَدًا مِنْ خَلْقِكَ ، أَوِ اسْتَأْثَرْتَ بِهِ فِي عِلْمِ الْغَيْبِ عِنْدَكَ ، أَنْ تَجْعَلَ الْقُرْآنَ رَبِيعَ قَلْبِي ، وَنُورَ صَدْرِي ، وَجِلاَءَ حُزْنِي ، وَذَهَابَ غَمِّي
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالاَتُكُمْ وَبَنَاتُ الأَخِ وَبَنَاتُ الأُخْتِ. الایة.
(۲):ولا ببنات أخته ولا ببنات أخيه ولا بعمته ولا بخالته لأن حرمتهن منصوص عليها في هذه الآية. الهدایة: ج۳.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------
www.taleemulislam.net