راټولونه: فیض الله فیضان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د خوراک او څښاک اداب
۱. تر ډوډۍخوړلو مخکي لاسونه پریمنځل سنت طریقه ده (ترمذي -دوهم ټوک، هندیه)
۲. په ډوډۍ خوړلو کي دانیت وکړئ، چي زه ډوډۍ د دې لپاره خورم چي دالله جل جلاله دامر او حکم پرځای کولو لپاره توان اوقوت حاصل کړم. (علیکم بسنتي)
۳. خوراک، څښاک، چاته ډوډۍ یا او به ورکول او یا د بل چا څخه ډوډۍ یا بل څه اخیستل ټول باید په ښي لاس ترسره سي. (موطاء امام محمد ص علیکم بسنتي)
۴. د ډوډۍ خوړلو لپاره بایدپه داسي ډول کښېنئ چي چپه پښه وغوړوئ او پرهغه کښېنئ او ښي (راسته) زنګون ودروئ یاپه دواړو پښو ورته کښېنئ (علیکم بسنتي)
۵. د ډوډوۍ خوړلو لپاره باید بوټ اوڅپلۍ وکاًّږئ. (علیکم بسنتي)
۶. غوره داده، چي مشر ترټولو وروسته ډوډۍ بس کي، ترڅودا نور خلګ په ښه اطمینان سره ځان موړکي (تکمله فتح الملهم)
۷. په درو ګوتو خوراک کول سنت طریقه ده، خوکه نوروګوتوته اړتیا پیداسي نو استعمالولای یې سئ. ) تکمله فتح الملهم، علیکم بسنتي)
۸. خوراک او څښاک باید د بسم الله په ویلو سره پیل سي. ( ترمذی - دوهم ټوک)
۹.غوره داده چي بسم الله په څه لوړ آواز سره ووایاست، ترڅو نورو خلګو ته هم وریاده سي. (فتاوی هندیه)
۱۰. د ډوډۍخوړلو په مجلس کي چي څوک مشروي هغه دي لومړی د ډوډۍ خوړل پیل کړي. (علیکم بسنتي بحواله مسلم)
۱۱. د ضرورت او اړتیا څخه پرته د خوراک په وخت کي تکیه مه وهئ. (تکمله فتح الملهم)
۱۲. د ډوډۍ خوړلو پیل او ختم باید د مالګي په خوراک سره وسي. ځکه دا یو غوره او مستحب کار دئ.(امداد الفتاوی)
۱۳. د لاس پرېوولو (منځلو) ښه طریقه دا ده، چي لومړی یې مشران او وروسته یې کشران پرېولي. (تکمله فتح الملهم)
۱۴. په کوم لوښي کي چي خوراک وسي، بیا په هغه لوښي کي لاس پرېولل مناسب کارنه دئ. (اپ کي مسائل اوران کاحل)
۱۵. دلاس پریوللو په وخت کي متوجه اوسئ، چي پر فرش، د چاپر جامو او یا بل شي مو د اوبو څاڅکي ونه لګېږي او په ښه اطمینان سره لاس پرېولئ. (احیاء العلوم)
۱۶. د ضرورت څخه پرته د خوړلو لپاره یوازي یولاس پرېولل دسنت طریقې خلاف عمل دئ، باید د واړه لاسونه پرېولئ. (نفع السائل والمفتي)
۱۷. ترڅو مو خوراک ته ښه اشتها نه وي مه یې خورئ. (ادب الصالحین)
۱۸. ډېرګرم خواړه مه خورئ. (نفع السائل والمفتي)
۱۹. کوم خواړه چي بدبویه سوي وي هغه مه خورئ. (نفع السائل والمفتي)
۲۰. په بازارکي د خوراک کولو څخه ځان وساتئ او په لاره کي هم خوراک کول ښه کار نه دئ باید ډډه ځني وکړئ. (ادب الصالحین)
۲۱.په خوراک کي چي څونده لاسونه سره يوځای او جمع سي هم دومره برکت پکښي زیا تیږي. (مشکوة)
۲۲. ډوډۍ او خوراکي شیان چي هرڅنګه او هر څومره وي پر هغو باید قناعت وکړل سي او د الله جل جلاله فضل او احسان وګڼل سي. (علیکم بسنتي)
۲۳. د خوراک په پیل کي که مو بسم الله هېره سي او په منځ کي درته یاده سي نودا ډول یې ووایاست: بسم الله اوله وآخره)
۲۴. ډوډۍباید دخپل طرف یامخ څخه وخورۍ دلوښي دمنځ یا دبل چا له مخ څخه یې مه خورئ. (ابوداود، ترمذي)
۲۵. د ډوډۍ خوړلو وروسته لاس پرېولل اوپه خوله اوبه رغړول سنت طریقه ده. (علیکم بسنتي بحواله ابن ماجه)
۲۶. ترڅومو توان کيږي د ظالمو خلګو خواړه مه خورئ، که څه هم خوراک یې درته حلال وي، خوتاسي دزجر او بد ګڼلو له کبله ځان ځني وژغورئ. (بحرائق، سراجیه)
۲۷. دډوډۍ خوړلوورسته خپلي ګوتي اولوښۍ په ښه طریقه سره پاک کړئ، مثلا خپلي ګوتي په خوله پاکي کړئ همدارنګه لوښی هم په لاس سره. (علیکم بسنتي)
۲۸. کله چي ګوتي څټی لومړی د منځ ګوته ورپسي د شهادت او بیا بټه یالویه ګوته. (علیکم بسنتي)
۲۹. دسترخوان باید پر مځکه وغوړول سي. (علیکم بسنتي)
۳۰. تر ډوډۍ خوړلو وروسته مسنونه دعا ووایاست چي هغه داده: الحمدلله الذي اطعمنا وسقانا وجعلنا مسلمین. (ترمذي)
۳۱. او که مودبل چا پردسترخوان ډوډۍ وخوړله دهغه لپاره دا دعا ووایاست: اللهم بارک فیما رزقتهم وارزقهم خیراًمنه. اویا دادعا: اللهم أطعِمْ من أطعَمَنا ، واسْقِ مَن سقانا (مسلم- دوهم ټوک)
۳۲. ترڅو چي حاضر کسان د خوراک څخه فارغ سوي نه وي، ترهغه وخته پوري دا پورتنۍ دعا (الحمدلله ...) په لوړآوازمه وایاست. (هندیه)
۳۳. اوبه باید په ښي لاس وڅښئ. (علیکم بسنتي، النووي)
۳۴. اوبه باید په دری ساه سره وڅښئ او د ساه کښلو په وخت کي بایدلوښی د خولې څخه لري کړئ. (ابوداود)
۳۵. د اوبو څښلو څخه مخکي بسم الله او په آخرکي الحمدلله ویل سنت طریقه ده. (بخاري)
۳۶. د اوبو، شربتو یا بل څه د څښلو وروسته چي څه پاته سي یا تاسو قصداً بل څوک پکښي شریکول غواړئ نو لومړی یې هغه چاته ورکړئ چي ستاسو ښي څنګ ته ناست وي. (موطاء امام مالک (ح)
۳۷. او که ټول درته مخامخ ناست وي، لومړی یې مشرته ورکړئ.
۳۸. اوبه ورکونکی باید ترټولو اخیر اوبه وڅښي. (ترمذي)
۳۹. دشیدو څښلو وروسته دا دعا ووایاست : اللهم بارک لنا فیه وزدلنا منه. (شمائل ترمذي، ابوداود)
۴۰. اوبه باید په ناسته وڅښل سي، خو د ضرورت په وخت کي په ولاړي څښل هم صحي دي. (التعلیق المنجد علی موطاء امام محمد(ح)
نور بیا...
www.taleemulislam.net