لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة القمر لنډه پېژندنه
سورة القمر د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۴ سورة دئ، چي د هجرت څخه تر مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ.
سورة القمر ۵۵ آية دئ او ۳ رکوع لري.
د دې سورة نوم د اول آية څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ.
ژباړه: هغه ساعت (او ګړی) را نژدې سو او سپوږمۍ شق (يعني سره پرې) سوه.
قمر - سپوږمۍ ته وايي.
په سورة القمر کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- هغه ساعت (او ګړی) را نږدې دئ (يعني د قيامت ورځ ډېره نږدې ده) او سپوږمۍ دوه ځايه سوه (چي دا معجزه الله تعالی و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورکړه).
۲- نوح (علیه السلام) ته د ده قوم د درواغجن خطاب وکئ، نو ده مبارک دعا وکړه، او الله تعالی د ده قوم په اوبو سره غرق کئ او هلاک سول.
۳- الله تعالی قرآن کريم د مذاکرې له پاره آسانه کړی دئ.
۴- د عاد قوم خپل د نبي تکذيب وکئ او الله تعالی دوی په باد سره تباه کړل.
۵- د ثمود قوم خپل د نبي تکذيب وکئ او الله (رب العزة) دوی په يوه چغه او ناره سره هلاک کړل.
۶- د لوط (عليه السلام) قوم خپل نبي ته د درواغجن ويلو خطاب وکئ؛ نو الله تعالی پر دوی ډبري واورولې، او ټوله ئې تباه کړه، بغير د لوط (علیه السلام) او د ده د کورنۍ څخه. او شکر ادا کونکي لره الله تعالی همدغسي بدله ورکوي.
۷- فرعون او د ده و قوم ته د الله تعالی له طرفه خبرداری رالی، خو دوی هغه درواغ وګڼل، نو د الله (عزوجل) له لوري دوی ټوله غرق سوه او هلاک سوه.
۸- کفارو هر وخت د حق مخالفت کړی دئ او د خپل نبي کارنامو ته ئې سحر او جادو ويلی دئ، او خپل د خواهشاتو پيروي ئې کړي ده.
۹- ټول کافر قومونه چي وختي تېر سوي دي، الله (عزوجل) هغوی خپل د کفر له وجي هلاک کړل، (يعني د الله تعالی په نزد تر هر څه مقدم عقيده او ايمان دئ).
۱۰- په ورځ د آخرت به همدغه کفار په عذاب اخته وي او متقيانو ته به جنتونه وي.
www.taleemulislam.net