تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دمؤمن صفات- د شبهاتو څخه پرهېز
 
  January 31, 2012
  0

رالېږونکی: عزت الله قرآن مل

دهغو مهمو اخلاقي صفاتو چي انسان د خپلو اخلاقو د اسلامي کولو لپاره پرې مکلف کيږي کولاى سولاندي صفات يې وشمېرو: 
 
د شبها تو څخه پرهيزکول
دا چي انسان د حرامو شيانو څخه پرهېز وکړي او د شبهاتو په باب له احتياط څخه کار واخلي، تر څوتوانيدلئ وي، چي د رسول الله صلي الله عليه وسلم په دغه فرمان عمل وکړي هلته چي فرمايي: حلال ښکاره او واضح دي اوحرام هم ښکاره او واضع دی او د دې دواړو په منځ کي داسي چاري هم شته چي مشتهبات ورته ويل کيږي چي ډېر پرې نه پوهيږي، څوک چي له شبهاتو څخه ځان وژغوري نو په يقيني توګه يي د خپل دين او ابرو لپاره سپيڅلتيا په برخه کړه او څوک چي شبهاتو مرتکب سي د حرامو هم مرتکب کېږي.
 
 د هغه شپون به د خپلي ميږي د چا د کروندې په شاوخوا کي پيايي په دي صورت هره شيبه ددي احتمال سته چي ميږي او پسونه کروندې ته ننوزي. خبر دار شئ! هر پاچا ځانته ځانګړې ځمکه لري، چي د نورو خلکو د څارويو ننوتل هلته ممنوع وي چي (حمي) يي بولي خبردارسئ! چي (حمي) هغه شيان دي چي الله جل جلاله حرام ګرځولي دي خبردار سئ! چي په بدن کي د غوښي يو ټوټه داسي ده چي که چيري اصلاح سي ټول بدن ورسره اصلاح کيږي او که چيري فاسده سي ټوله بدن ورسره فاسدېږي خبردار، چي هغه زړه دئ.
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته