تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه ګناهونه چي د قبر د عذاب سبب کرځي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2021
  0

هغه ګناهونه چي د قبر د عذاب سبب کرځي


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱: کفر او شرک .


۲: چُغلگري .


۳: غيبت .


۴: له خپلو بولو څخه ځان نه ساتل .


۵:  درواغ چي په خلگو کي مشهور شي .


۶: له قرآن کريم څخه د شپې وېدېدل او د ورځي عمل نه ورباندي کول .


۷: زنا .


۸: سود .


۹: د مېلمه له حقه انکارکول .  


۱۰: په غنيمت اوبيتُ المال کي خيانت کول .


۱۱: بې اودسه لمونځ کول .


۱۲: د مظلوم سره مرسته نه کول .


۱۳: نارينه چي د ښايست داسي سامان استعمالوي چي د هغه استعمال د نارينه لپاره روا نه وي .


۱۴: هغه ښځي چي د ښايست داسي شيان  استعمالوي  چي د زنانه لپاره د هغه استعمال جائز نه وي .


۱۵: لواطت کول .


۱۶: حرام خوړل . 


۱۷: د يتيمانو مال خوړل .


۱۸: د لمانځه پرېښودل. 


۱۹: د زکات نه اداکول .


۲۰: هغه خاوند چي خپله ښځه پرېږدي چي د بل چاسره  بد کاري وکړي اوهغه ښځه چي خپل خاوند ته اجازه ورکړي چي بد کاري وکړي .


۲۱: هغه خطيبان چي خلگو ته تقريرونه د دې لپاره کوي چي خلگ له صحيح دين څخه واړوي .


۲۲: د خلگو په عزتونو کي لوېدل .


۲۳: صحابي ته بد نسبت کول . 


۲۴: بې عمله خبري .


۲۵: روژه ترخپل وخت مخکي ماتول .


۲۶: هغه ښځه چي له خپل اولاد څخه بې موجبه شېدې بندي کړي .


۲۷: شراب څښل.په دې کي نور نشيې توکي استعمالول هم داخل دي . يعني که څوک نوري نشې کوي ، د هغوی لپاره به هم د قبرعذاب وي .


۲۸: غلا .


۲۹غلطه عقيده .


۳۰: د مسلمان ناحقه وژل .


 دا گناوي په هغو روايتونو کي ذکرشوې دي چي علامه سيوطي رحمه الله په شرح الصدورص (۶۶ ـ ۷۶) کي ذکرکړي دي .


 الله پاک دي توفيق راکړي چي له دغو کارو څخه ځان وساتو ، چي د الله پاک د عذاب مستحق نه شو . آمين


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته