تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که سکون او پرمختګ دواړه غواړې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 10, 2021
  0


نو دا لاندي کارونه وکړه:


۱. په هر کار کي نوښت وکړه؛ دادي د تشویق سبب کیږي.


۲. ښه خوندور او لوړ لوړ هدفونه وټاکه؛ ملا ورته وتړه، بریا ستا په برخه ده.


۳. که دي خندا د لاسه نه کیږي، هم وخانده، خندا مفته ده او ثواب لري.

 

۴. هم د ځان قدر وکړه او هم د نورو قدر وکړه.


۵. که دباندي کار نه لرې، نو د کورنۍ سره کښېنه، تلاوت وکه؛ مطالعه وکه.


۶. چي هرڅونده درد درغلی وي، بیا هم بخښنه وکه، زه خبر یم، ستا زړه غټ دی.


۶. د نورو سره ځان په ترازو کي مه اچوه؛ که هغه دروند سو، نو طبیعت به دي خراب سي او که ته دروند سوې، نو مغروره به سې.


۸. څونده پیسې، چې ستا د کور د خرڅ او د اولادونو د تعلیم بسیږي، بس، په داغه شکر وکاږه، وږی وږی مه کېږه.


۹. پر هره خبره تندی تروش مه نیسي، د رب شکر ادا کړه، غم دي ورک سي.


۱۰. یو څو داني نامي انډیوالان هم پیدا کړه، ښه دی که په کومه ورځ درد درغلی وو، نو باره به په انډیوالانو کي غورځې.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته