تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د هجرت نهم کال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 9, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۸۰برخه)


اوس چي د هجرت اتم کال پاى ته رسېدلى دى او د هجرت نهم کال شروع او داخل سوى دى، دغه د هجرت و نهم کال ته (عامُ الوُفود) ويل کيږي، يعني: د ډلو کال، وَفد په عربي کي و ډلي ته وايي او وُفُود جمعه د وَفد ده او دغه کال ته ولي عَامُ الوُفُود ويل کيږي؟ هغه په دې سبب: کوم وخت چي مکه مکرمه فتحه سوه او قريش و اسلام او مسلمانانو ته تسليم سوه، هوازن شکست وخوړى، طائف هم فتحه سو، اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو سيطره د جزیرة العرب پر غربي ساحل پوره او ټينګه سوه، هغه بتان چي خلکو يې عبادت کاوه مات او ونړول سوه، د جزيرة العرب پاته ټولو قبيلو ته د اسلام د کاميابۍ خبر ورسېدى، دلته نو د شا وخوا څخه خلک را شروع سوه مدينې منورې ته ورځي او د الله جل جلاله  و دين ته په ډلو ډلو داخليږي، ډله پسله ډلي و مدينې منورې ته ورځي او مسلمانيږي، نو دغه کال د ډلو د کال په نامه سره وبلل سو. 


اوس نو موږ په اختصار سره دا ويلاى سو: د کومه وخته څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته هجرت وکړی موږ وليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ژوند او وخت په پرله پسې غزاوو او په پرله پسې سريو سره تېرېدى، ټول وخت يې د دعوت او جهاد دپاره ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او اسلام د جزيرة العرب پر ډيره حصه تسلط پيدا کړى، او د جزيرة العرب ډير خلک مسلمانان سوه. 
د هجرت په اتم کال کي مکه مکرمه فتحه سوه، هوازن په هغه لوى جنګ کي چي د حنين جنګ ؤ ماته وخوړل، د هوازن هغه کسان چي د حنين په جنګ کي و تښتېدل د مسلمانانو د طرفه تعقيب او په طائف کي محاصره سوه، مګر د الله جل جلاله  د طرفه د طائف د فتحي اجازه نه وه سوې نو طائف نه سو فتحه او مسلمانانو د ذوالحجې په مياشت کي د عُتاب بن اُسيد په مشرتابه حج آداء کړی، د هجرت اتم کال په دغه واقعاتو سره پاى ته ورسېدى او بيا د هجرت نهم کال داخل سو، هغه کال چي د سيرة او تاريخ په کتابوکي عامُ الوُفُود ورته ويل کيږي، هغه چي د مسلمانېدلو دپاره پرله پسې ډلي مدينې منورې ته ورتلې، د هجرت د نهم کال د رجب په مياشت کي د تبوک غزاء پېښه سوه، مګر هغه ډلي چي مدينې منورې ته د اسلام را وړلو دپاره ورتلې ډيري زياتي ډلي ورغلي دي او مؤرخينو د تاريخ په کتابو کي د دغو ډلو دقيق تاريخ يعني: د ورځي او مياشتي معين تاريخ نه دى ذکر کړى، خو يقيني خبره دا ده چي ځيني ډلي د تبوک تر غزاء د مخه ورغلي دي، او ځيني ډلي د تبوک تر غزاء وروسته ورغلي دي او د تبوک غزاء د هجرت د نهم کال په منځ کي وه چي د رجب مياشت وه، نو اول به د تبوک د غزاء بيان درته وکم او بيا به د ډلو بيان وکو، ځکه د ډلو معين تاريخ لکه د مخه چي مو و ويل نه دى معلوم خو د کعب بن زُهير بن سُلمْى د اسلام قصه په يقيني ډول سره د هجرت د نهم کال په شروع کي وه چي هغه قصه داسي ده:


 کعب بن زُهير په خپله شاعر او د عربو د هغه مشهور او لوى شاعر زوى دى خو دئ مشرک ؤ او په اشعارو کي به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ذم او هجوه ويل، خو په عين وخت کي د دغه کعب ورور بُجير رضی الله عنه  مسلمان  ؤ نو دغه مسلمان ورور و هغه مشرک کعب ته داسي ليک او رساله ور ولېږل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو ټولو شاعرانو په وژلو امر کړى دى کوم چي په اشعارو کي يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بد او ذم ويلى وي بېله هغو کسانو څخه چي اسلام ته داخل سي او توبه وکاږي هغو ته عفوه کوي، زما و تا ته دغه  نصيحت دى چي مدينې منورې ته مسلمان او توبه کونکى راسه نو به خلاص سې، که نه نو د خپل ځان د ژوندي پاته کېدلو دپاره بل ځاى وګوره په جزيرة العرب کي ژوند نه سې کولاى. 


کعب يواځي دا نه چي د ورور نصيحت يې نه کړی قبول بلکه په جواب کي يې داسي اشعار ور ولېږل چي په هغو کي يې خپل ورور په مسلمانېدلو سره ملامتاوه چي ته و داسي دين ته ور اوښتى يې چي نه دي پلار او نه دي مور پر هغه دين وه او نه دي ورور پر هغه دين دى، بُجير رضی الله عنه  دغه د مشرک کعب اشعار و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته و ويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قهر سو او د کعب په وژلو سره يې امر وکړی، بُجير رضی الله عنه  دوهم وار بيا و خپل ورور کعب ته ليک ولېږى چي ورته ليکلي يې وه: زما د ليک په رسېدلو سره فوراً بايد مدينې منورې ته مسلمان راسې ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   پسله اسلامه هغه د مخني ګنهونه ټول معافوي که نه نو ځان مړ و بوله، کعب هم مسلمان سو او مخ پر مدينه منوره  رهي سو، کوم وخت چي مدينې منورې ته ورسېدى خپل اوښ يې د مسجد په دروازه کي چوک کړی او دئ مسجد ته ور ننوتى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحاب کرامو سره ناست ؤ، کعب وايي:

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  مي په هغو اوصافو سره وپېژندى کوم چي د ده په باره کي مي اورېدلي وه که نه تر دغه د مخه مي رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه ؤ ليدلى، نو  وايي: د خلکو په منځ کي ور تېر سوم او سلام مي ورته و وايه او ورته و مي ويل: يا رسولَ الله! تا ته مي  پناه را وړې ده امان غواړم آيا وکعب ته چي توبه کونکى او مسلمان راسي امان ورکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: هو! تا ته امان دى، بيا نو کعب هغه خپله مشهوره قصيده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په مدحه او صفت کي ده و ويل چي هغه قصيده د (بَانَت سُعاد) يا (قصيدۀ بُرده) په نامه سره ياديږي د هغې قصيدې اول بيت داسي دى:


بَانَت سُعَادُ فَقَلبِى اليَومَ مَتبُولٌ                                    مُتَيم إثرَهَا لَم يُفـدَ مَکبُـولٌ

 

دغه قصیده د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدحه او صفت کي ډير اعلْى او خوندور بيتونه دي چي د دغي قصېدې په ويلو سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپله اغوستې بُرده چي يو قسم چپني یا پټو ته ويل کيږي و دغه کعب ته په انعام کي ورکړه او بيا په وروسته کي حضرت معاويه رضی الله عنه  دغه بُرده د کعب رضی الله عنه  څخه په لس زره درهمه وغوښتل خو  کعب وويل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لباس مي بېله زما خپل ځانه څخه پر بل چا نه دى پېرزو. 


کوم وخت چي کعب رضی الله عنه  وفات سو دغه بُـرده معاويه رضی الله عنه  د کعب د کورنۍ څخه په شل زره درهمه رانيول او دغه بُرده تر ډيري زمانې پوري د يوه خليفه څخه و بل ته په ميراث پاته کېدل، اوس هم ويل کيږي چي هغه برده د ترکيې په موزيم کي پرته ده. 
څرنګه چي کعب رضی الله عنه  د قصيدې په ويلو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بُرده په انعام  وګټل نو د قصيدې نوم يې هم (قصيدۀ بُرده) سو او د دغي بُردې د جنسيت قېمت دومره نه ؤ چي په لس يا شل زره درهمه ارزېدل بلکه هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تبرک دغه برده و دغي درجې ته ورسول چي د وخت د خليفه سره به ساتل کېده. 


اوس به بيرته هغه خپلي قصې ته چي د تبوک غزاء وه ولاړ سم.


د تبوک غزاء د هجرت د نهم کال د رجب په مياشت کي وه څرنګه چي د مکې مکرمې فتحه د حق او با طل په منځ کي يوه فاصِله او جلا کونکې غزاء وه، پسله دغي فتحي څخه و عربو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په رسالت او نبوت کي هيڅ شک نه سو پاته، نو ځکه د وخت حالاتو په تمامه معنْی سره فرق او تغير وکړی، خلک د الله جل جلاله  و دين ته په ډلو ډلو داخلېدل چي د دغه ډلو بيان به ان شاء الله د وُفُود يا ډلو په فصل کي په تفصيل سره درته بيان کم او دغه و اسلام ته په ډلو ډلو داخلېدل به تا ته د مسلمانانو د هغه شمېر او عدد څخه در معلوم سي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره يې په حجة الوداع کي ګډون او اشتراک کړى ؤ. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته