تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرض اداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 1, 2021
  0

د قرض اداب


رالیږونکی : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پانه


۱ . قرض اخیستل که څه هم روا او جائز کار دئ خو غوره داده چی نه یی واخلئ او د امکان تربریده ځان ورڅخه وژغورئ (کتاب الاداب).


۲ . قرض اخیستل دهرچاڅخه صحي او روا دي که مسلمان وی او که کافر(کتاب الاداب).


۳ . غوره داده چی قرض له څه زیادت سره ادا کړئ ، خو داهغه وخت چی دا زیاتون له وړاندی څخه نه وي شرط سوی (کتاب الاداب).


۴ . ترڅو چی ممکن او شونې وي قرض باید ژر ادا کړئ (کتاب الاداب).


۵ . له توان سره سره بیا هم قرض نه ادا کول ظلم او زیاتی ګڼل کیږی (کتاب الاداب).


۶ . له خپل قرض څخه ګټه ترلاسه کول سود ګڼل کیږي باید ځان ورڅخه وژغورئ (کتاب الاداب).


۷ . قرض دار ته د قرض څه برخه معاف کول ډیرغوره او ښه کار دی (کتاب الاداب).


۸ . که قرضدار درڅخه د قرض نیټه اوږدول وغواړي نو باید ورته مهلت او وخت ورکړئ ځکه دا کار الله (ج) ته ډیر خوښ دئ (کتاب الادااب).


۹ . د څارویو او نورو حیوانانو قرض مه اخلئ (کتاب الاداب).


۱۰ . څومره شی چي مو په قرض اخیستی وي هغه باید په پوره ډول بیرته ورکړئ ، ځکه په قرض کی د مال د څښتن له خوښي پرته کمی کول یو ناروا عمل دئ (کتاب الاداب).


۱۱ . څه ډول شی چی مو په قرض کي ورکړی وي له هغه څخه ښه او غوره شی مه غواړئ (کتاب الاداب).


۱۲ . که پر چاقرض باندي وي نو هغه دي دا دعا ډیره وایي: اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِواكَ(کتاب الاداب)


۱۳ . کله چي څوک درڅخه قرض وغواړي نو د خپل توان سره سم ورته قرض ورکړئ ، ځکه له مسلمان ورور سره مرسته کول ډیر ثواب لري(سنت حبیب).


۱۴ . څوک چي قرض واخلي او د ادا کولو ټینګه اراده او تکل وکړي نو الله (جل جلاله) به یې ادا کول پراسانه کړی(کتاب الاداب).


۱۵ . څوک چی قرض واخلي او د اداکولو یې اراده نه وي هغه غل ګڼل کیږی(کتاب الاداب).


۱۶ . له حج ادا کولو څخه مخکي لومړی باید قرضونه ادا کړي (کتاب الاداب).


۱۷ . که مو توان وي له بل چا سره په قرض ادا کولو کي مرسته وکړئ ځکه دا ډیرغوره کار دئ او د لوی ثواب لامل ګرځي (سنت حبیب).


۱۸ . کله چی د چا قرض ادا کړی نو دا دعا وکړئ: (بَارَكَ اللَّهُ لَكَ فِي أَهْلِكَ وَمَالِكَ، إِنَّمَا جَزَاءُ السَّلَفِ الْحَمْدُ وَالأَدَاءُ) (سنت حبیب).

 

ماخذ : په اسلام کي ټولنیز اداب


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته