تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اوسپنې ویلي کول مو له چا زده کړل؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 6, 2021
  0

د اوسپنې ویلي کول مو له چا زده کړل؟

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


داوود (عليه السلام) د اوسپنې د ویلي کولو معجزه لرله او الله (جل جلاله) د داوود (عليه السلام) دا معجزه نورو وګړو ته بېلګه ګرځولې ده.
که پخوا وختونو ته ځير شو اوسپنه، مس، پطرول او نور توکي د ځمکې لاندې موجود وو؛ خوانسانانو یی د کارونی وړتیا نه لرله.
الله (جل جلاله) خپل پیغمبران د نورو بندګانو د لارښوونې لپاره را استولي دي، چې د خپلو معجزو په رڼا کې نورو ته لارښوونه وکړي او وګړي هم همدا معجزې ځانته بېلګې وګرځوي او په اړه يې فکر وکړي، لکه، چې نوح (عليه السلام) بیړۍ جوړول، ادریس (عليه السلام) کالي جوړول، آدم (عليه السلام) د ټولوشیانو نومونه اېښودل، سلیمان (عليه السلام) ته يې له مس څخه د ګټې اخیستلو ډولونه ور وښوول. په قرآن کریم کې راغلي دي، چې سلیمان (عليه السلام) ته د ذوب شويو مسو سیند ورکړل شوای دی،اوس په زرګونو کلونو وروسته فکر کوو، اوسپنه وه، مس و؛ خو ویلي کول او بڼه ورکول يې نه وو زده، له دې امله يې د سفالي لوښو څخه ګټه اخیستله.
هغه وخت داوود (عليه السلام) راځي خپلو مبار کو لاسونو کې يې اوسپنه د اوړو په څېر کړه او يوه بله بڼه يې ور کړه، په اصل کې د داود (عليه السلام) په وسیله د اوسپنې ویلي کول يوه معجزه وه؛ خو نورو خلکو ته يوه نمونه هم وه، داوود (عليه السلام) یو عادل واکمن و او خپل عملونه به يې داسې تر څارنې لاندې نیول، چې څېره هم بدلوله او د خلکو په منځ کي تګ راتګ کاوه، د هغوی څوک به چې د ده له ادارې څخه ناخوښول، له هغوی څخه به يې ځان خبر اوه او هغوی قناعت ورکاوه.
په اصل کې دا يوه ملایکه وه او د الله (جل جلاله) په امر د انسانانو په لباس کې راغلې وه؛ خو الله (جل جلاله) داوود(عليه السلام) ته د دې په اړه هېڅ نه و ویلي، داود (عليه السلام) په ملایکې باندې د يو ښاري ګومان وکړ او له هغه څخه يې وپوښتل:
داوود څنګه انسان دی؟
ملایکې ځواب ورکړ: ښه انسان دی؛ خو يو خراب عادت هم لري.
داوود (عليه السلام) په اندېښنه کې سو او ویې پوښتل:
هغه کوم عادت دی؟
ملایکې ځواب ورکړ:
د خپلو اولادونو او کورنۍ لګښت د دولت له خزانې څخه اخلي، د دې پر ځای يې که چېرې يي ځان ته او یا هغوی ته یو کسب ور زده کړی وای، دا به يې ډېر لوی کار کړی وای.
داوود (عليه السلام) چې څنګه کور ته راورسېد، خپل لاسونه يې دعا ته لپه کړل او له الله (جل جلاله) څخه یې د حلالی روزی ګټولو غوښتنه وکړه او ویې ویل:
ای لويه خدايه! له ماسره مرسته وکړه.
الله (جل جلاله) خپل رسول ته پښګري (اهنگري) وروښووله او هغه ته يې يوه معجزه ورکړه، چې بېله کومې وسیلې په خپلو لاسونو اوسپنه نرمه کړي.
بالاخره داوود (عليه السلام) به اوسپنه نرموله او هغې ته به يې بله بڼه ورکوله او خرڅوله به يې او له همدې لارې خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کولې.
له مسو څخه د ګټې اخیستلو ډول سلیمان (عليه السلام) ته ورښوول شوی و او دا ټول شیان په قرآن کریم کې راغلي دي، له دې څخه اصلي موخه يوازې د نورو انسانانو لارښوونه کول وو او دوی ته يې دا ښوول، چې که دوی وکولای سي په دې برخه کې ، نور نوي وسايل جوړ کړي او په تخنيک کې ورڅخه ګټه واخلي.
اوس باید موږ د اوسپنې او مسو د ذوب او ویلي کولو په قدر او ارزښت پوه سو، که چېرې دا نه وی سوای؛ نو نن ني انسانان به اوسني پرمختللي تمدن ته نه وو رسېدلي. نن نی صنایع به نه وای؛
ځکه چې په ډېرو سامانونو کې اوسپنه او مس کارېدلي دي او کارېږي.
دغو عالمانو هم د داود (عليه السلام) د دغې معجزې په رڼا کې موندنې کړي، له مسو او اوسپنې څخه يې بېلابېل شیان جوړ کړي دي، هغه وسایل، چې اصل یې فلز دی، په حرکت یې راوستل، وایې الوځول او په لويو لويو دريابونو کې يې هم په حرکت راوستل.
نننی تخنيک د الله (جل جلاله) د هغو بېلګو په پایله کې منځ ته راغلی دی ،چې موږ ته یې د خپلو پیغمبرانو له لارې ښوولي دي او خام توکي يې په پنځ (طبیعت) کې پیدا کړي دي؛ یعنې زېرمې يې په پنځ کې ځای پر ځای کړي دي، که موږ لږ فکر وکړو، کېدای شي له ننني پرمختګ څخه نور هم پرمخ لاړ شو.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته