تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که په تول ترازوکي کمي وکړو!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 14, 2021
  0

که په تول ترازو کي کمي وکړو!

رالیږونکي : الیاس / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

په تول ترازو کی کمی کول سخته کبیره ګناه ده.


"ويل للمطففين" آیتونه ددې ګناه سختي او وعید بیانوي.


حديث : حضرت عبدالله بن عمر(رضي الله عنه) وايي:


یوه ورځ حضرت رسول خدا (صلی الله عليه وسلم)و موږ ته تشریف راوړ او ویې فرمایل: پنځه خصلتونه داسي دي، کله چي تاسي په هغوی کي بوخت شي (نودهغوی ناوړي نتيجي به په لاندي صورتونو کي ومومي،) او  هغه دادي :


۱- کله چي په یو قوم کي فحاشي او بي حيايي خوره شي نوددي له امله پرهغوي باندي لعنت او غضب کیږي چې، په نتيجه کي په هغوی کي، طاعون اوداسي ناروغۍ خپري شي چي، دهغوی مشرانو نه اوریدلي وي او نه يي هم لیدلي وي.


۲- کله چي يو قوم په تول ترازو کي کمی وکړي. نو په هغوي باندي د وچکالي او ګراني عذاب راځي، باران وي او که نه وي. همدا ډول د خلګو غوښتني ، پور او نور ... ډیریږي واکداران به یي ظلم ورباندي کوي.


 ٣- کله چي يو قوم په زکوة ورکولو کي کوتاهي کوي ، نو بارانونه پروخت باندي نه کیږي. که څاروي نه وای نو هيڅکله به باران ورباندي نه وای شوی.


۴ -گله چي يوقوم دالله تعالی او درسول الله(صلی الله عليه وسلم) وعدي ماتوي نو الله تعالی به دنورو قومونو څخه دښمنان ورباندي مسلطه کوي چي، دهغوی مالونه به په ناجایزه طریقه سره ورڅخه اخلي.


۵-کله چي مسلمان حاکمان او واکدران، قرآني حکمونه او قوانین نه نافذ وي ، نو دمسلمانانو په خپل مینځ کي اختلاف او جنګ پیل کیږي.
(ابن ماجه والبزار والبيهقي والحاكم وقال صحيح على شرط مسلم - زواجر ،۱-۱۹۹ ټوک).


یادونه:د حديث الفاظ ته په غور او ځیر سره وګوري نو به د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) دپېشبيني رښتينوالي په سترګو وويني.


نن زمان په مسلمانانو کښی عموما دا پنځه واړه خصلتونه عام او خواره شوي دي نو ددې ناوړي نتيجي کومي چي په حديث کي ذکر شوي، هغه هم خپري شوي دي او داهغه غمونه دي چي پر مسلمانانو باندي ځمکه تنګه شوي ده. خو افسوس دی چي د حدیث په داسي روښانه ارشاداتو باندي زموږ سترګي ولي نه رو ڼیږي او داوسني غمونو دلیري کولو لپاره دزماني عقلاء ډول، ډول تدبیرونه کوي خو ، ددي اصلي اسباب او علتونه په حدیث کی بیان شوي دي دهغه ختمېدوته څوک توجه نه کوي. "ولا ملجا من الله الااليه."


دهغو خصلتونه څخه یو هغه هم دي چي، د مضمون عنوان مو ګرځولی دی. یعني په تول ترازوکي کمی کول.


په دي کي دانه دي بیان شوي چې کوم خاص اندازه د ځان لپاره راوګرځول شي. بلکه مقصد لږ توپيرګرام، لس ګرامه، یادګز شپاړسمه برخه وي ددي هم دغه حکم دی. 


له دي وجهي په قرآن کریم کي دغه شان عمل کوونکو ته مطففین ویل شوي او شمیرل شوي دي.


 "شيء طفيف " يعني د لږ شي لپاره خیانت کوونکی ولي چي په تول ترازو کي ټوله ورځ کوم تاجرکمی نو کیدلای شي چې په ټوله ورځ کي نیم سیر، پاؤ ، نیم ګز، یا څه کم راوګرځوي، دا په هره سوداکي په يوه سخته کبيره ګناه کي بوخت شو. دګناهونو دیو غټ بار په بدل کي یي پاؤ ، سیر ، یایوکز ، دوه ګزه ټوکر دځان لپاره خوندي کړ.


 داڅومره د خست، کمینګي تاوان اود حیرانتیا خبره ده. له دي امله د بعضي مخکنیو علماءکرامو دداسي کسانو په باب ارشاد دي چي د بربادي سره بربادي ده، د هغو خلګو لپاره چي دیوي داني په بدل کي دجنت نعمتونه قربان کړي او ددوزخ هغه دردناکه عذاب واخلي چي دهغه نه غرونه ویلي کیږي.


حضرت عبد الله بن عمر (رضي الله عنه)چي به کله بازارته تشریف یووړ، نوبه دکاندارانو ته ودریدی او ویل به یي چي، په تول ترازو کي دالله څخه وویریږي ، ولي چي د قیامت په ورځ مطففین (یعني په تول ترازو کی کمی کوونکي) داسي درول کیږي چي، دسختي له امله به د خلګو خولي د دریاب په شان بهيږي اودابه د غوږونوترنيمايي برخي پوري ورسیږي.


يوله سلفو(مخکني علماؤ څخه بیان کړی چي: زه د یو ناروغ پوښتني ته ورغلم، هغه ته مي د شهادت دکلمي تلقين وکړ ، هغه څه لوستل غوښتل خو ژبي يي حرکت نه کوي. 


څه وخت وروسته په هوښ کي راغی نومي ځني وپوښتل چي، کله مادکلمي تلقین درته کوی تاولي نه لوستله؟


هغه وویل: "وروره ادترازو دلاس ستن زما پر ژبه پرته وه د هغي له کبله ماكلمه نشوای لوستلای " پرته وه د هغي له کبله ماكلمه نشوای لوستلای ما ورته وویل: یا الله خير !آیا تاپه ترازو کی کمی کول؟ 


هغه وویل: قسم په الله !هیڅکله نه. هو دا ډیره پښېدله چي ماتر ډیره وخته پوري خپل ترازونه برابروي، په دي کي به څه توپیر کیدی.
الله جل جلاله دي ومسلمانانوته، ددي غټي بلاء څخه خلاصون ورنصیب کړي.

 

ماخذ : بي خونده گناوي


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته