تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بریالي زده کوونکي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 8, 2021
  0

بریالي زده کوونکي

لیکنه : محمد عیسی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


زده کړه د ژوند د اړینو اهدافو څخه یو هدف دی، یو انسان طبعا زده کړي ته جوړ دی. هغه هر وخت په دا کوښښ کي وي چي نوي څه زده کړي. 


دا خبره معلومه او واضحه ده چي زده کړه کوم خاص عمر نه لري چي د ژوند د یوه ټاکلي عمر څخه بیا تر ټاکلي عمر پوري انسان زده کړه کولای سي او  بیا یې نه سي کولای.


خو د اوائلو څخه دا یو معمول جوړ سوی دی چي انسانانو د زده کړي لپاره خاص الخاص د کوچنیوالي عمر ټاکلي دی؟ د کوچنیوالي عمر د اروا پوهني د نظره هم د زده کړي د پاره غوره دی، ځکه د انسان حافظه قوي وي، فهم یئ تېز وي او عصاب یئ ژر یو شی قبلولای سي، خو دا د دې په معنی نه دي چي د کوچنیوالي د عمره پرته نور ټوله عمر د زده کړي د پاره نه دی، یا هم بیا په دې عمر کي زده کړه نه سي کېدای.
په زده کړه کي بریالی هغه څوک دی چي د خپلو زده کړو شیانو یا هم په بله اصطلاح د خپل علم څخه یې ګټه اخیسې وي، او د هغه په واسطه خبل هدف ته رسېدلي وي. هر څوک دا کوښښ کوي چي بریالی زده کوونکي سي او ځیني په داغه کوښښ کي کامیابه هم سي/سوي دي.


څنګه بریالی زده کوونکي سم؟؟


دا پوښتنه به شاید ستاسو په زړو کي هم وي، ځیني نکات سته چي د هغو د لاري موږ کولای سو د ځانه بریالی زده کوونکي جوړ کړو. 
د ښوونکي ادب: ښوونکي هغه څوک دی چي زده کوونکي ته خپل علم ور انتقالوي، ښوونکي هغه څوک دی چي زده کوونکی د جهل د تار یکیو څخه راباسي د رڼا بر ډګر یې دروي. زموږ و ستاسو ستر پېغمبر (صلی الله عليه وسلم) خپل د ځان په اړه وایي: انما بعثت معلما.

(رواه ابن ماجه ۲۲۹)


ژباړه: زه معلم مبعوث کړل سوی یم.


د ښوونکي ادب د علم د حاصلولو د پاره داسي مهم دي لکه د انسان د ژوند د پاره هوا او اوبه. که غواړي چي یو غوره زده کوونکي سي نو د ښوونکي ادب به دومره کوي چي حد یې نسته.


اما رهبر به دي ادب وي زما تر ځایه  پوري
که ادب نه وي نه به مومي زما مسکن ؤ کوټه


(شهید مولانا عبدالغفار بریالی)


تاسي وګورئ په انساني تاریخ کي هر څوک چي یو علمي مقام لري، هغه به خامخا د خپل استاذ ادب کړي وي. تاسو د حضرت علی کرم الله وجهه دا خبره اورېدلې ده: چا چي ما ته یو توري را وښودي زه د هغه غلام یم. تاسو د غلام په معنی پوهېږي؟ معنی زه د هغه د پښو خاوري یم، هغه چي په ما هر امر کوي زه به یی منم....


د کتاب عزت: مفتی اعظم الهند مولانا کفایت الله دهلوی رحمه الله د خپلو شاګردانو څخه پوښتنه وکړه چي: مولانا محمد انور شاه کشمیری رحمه الله ولي دومره لوړه مرتبه عالم دی؟ په شاګردانو کي چي چا د حدیثو ذوق درلودي هغو جواب ورکړي چي هغه رحمه الله تکړه محدث ؤ، چا چي د تفسیر ذوق درلودي هغو ورته وویل چي هغه رحمه الله تکړه مفسر ؤ، چا چي د فقهي ذوق درلودي هغو ورته وویل چي هغه رحمه الله تکړه فقیه ؤ.... مفتي صاحب ورته وویل چي تاسو سم وایاست خو د هغه څخه چي دومره په لوړه کچه عالم سو چي په هر فن کي امام ؤ د هغه سبب یواځي د هغه ادب ؤ چي هغه کتاب ته درلودي، هغه رحمه الله هیڅ کله کتاب د ځان طابع کړی نه دي(چي څنګ ئې وهلي وي اوکتاب مطالعه کوي)، بلکي خپله به د کتاب طابع ؤ، هیڅکله یې هم دیني کتاب بې اودسه  نه دي مطالعه کړي.


د کتاب ادب دومره مهم دی چي حد یې نه  کیږي، ځکه د استاذ څخه وروسته بله وسیله کتاب دی چي موږ ته علم را کوي، ژوند را  زده کوي او یو بریالی زده کوونکي را څخه  جوړوي. نو ایا موږ به دکتاب ادب نه وو؟


د دې په ضمن کي به ووایم چي د هغه ټولو شیانو عزت کول مهم دی چي د تعلم او تعلیم ذریعه ده لکه قلم.....


تقوا: علم نور دی او نور او ظلمات یا هم تاریکي هیڅکله هم  جمعه کېدای نه سي دا محاله ده.. که تاسو غواړي چي بریالي زده کوونکي سي نو تقوا باید د ژوند یو مهم جز وګرځوي. ګناه د  علم په مخنیوي کي دېوال دی، ګناه کول سړی د علم څخه محرومه  کوي. که غواړي چي علم وکړي نو د تقوا لمن به نه پرېږدی. 


امام شافعی رحمه الله وایي چي: خپل استاذ ته مي د خپلی ضعیفي حافظې شکایت وکړي، هغه راته وویل چي ګناه پرېږده خپله به دي حافظه قوي سي. تاسو خبر یاست چي حافظه په علم حاصلولو کي څومره مهم رول لوبوی، چي قوی حافظه نه لري هغه د ډېرو مشکلاتو سره مخ کیږي، خو د هغې د ضعیف کېدو یوه وجه ده چي لوړ ذکر سوه.


په قرآن کریم راځي: انما یخشی الله من عباده العلماء. (فاطر۲۸)


ژباړه: بېشکه د الله په بندګانو کي علماء د الله عزوجل څخه بېریږي.


دلته چي هم الله عزوجل د علماؤ یادونه کړې ده د هغو صفت یې په دې سره کړی دي چي هغوی د الله عزوجل څخه بېریږي. محدث انورشاه کشمیري رحمه الله وایي: ما چي خل د زده کړي په وخت کي څومره  د تقوا اهتمام کوي وس مي هغومره نه دي  کړي، تاسو (شاګردان) باید د تقوا اهتمام وکړئ. (نقش دوام)


زیار او خواري: د لوړ ذکر سو نکاتو څخه وروسته نو بیا زیار او خواري دي چي د بریالی زده کوونکي راز په کښي نغښتي دي. خپل ټول وخت ورکول، خپل ټول قوت پر مصرفول، ټول ورته متوجې کېدل او تر هر څه ارزښت ورکول دي، بیا ستا څخه  یو بریالی زده کوونکي جوړوي. هغه وايي چي: علم وايي زه خپل ځان لږ هم نه درکوم تر څو تا ما ته خپل ټول ځان نه یي را کړي.

 
خواري کشه زده کوونکي منظم تقسیم اوقات لري، هر کار پر خپل وخت کوي،خپل قیمتي وخت هیڅکله هم نه ضایعه کوي، د هر کار د پاره یې خاص اوقات ټاکلي يي، د یوه کار وخت په بل کار نه مصرفوی، تل منظم وي.

 

ماخذ : تعلیم الاسلام مجله (۲۷ګڼه)

www.taleemulislam.net

 

سرته