تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سوسياليزم (اشتراکیت )
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2021
  0


 سوسياليزم (اشتراکیت )

 

رالیږ ونکي : بصیر يوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


لکه څنګه چې جمهوریت د ملوکیت او پاپائیت د عکس العمل په نتیجه کې منځ ته راغلی دی نو په همدی ډول سوسیالیزم د غربی پانګه وال جمهوریت د عکس العمل په نتیجه کې منځته راغلی دي چي لا تر اوسه په بین المللی سطحه کې مخ په وړاندی روان دي، سوسیالیزم يوه انګلیسي کلمه ده چې د سوسائټی څخه را اخستل شوي، ماخذيي سوسیال دي چي معنائی ټولنيز ده د سیاست او اقتصاد په اصطلاح د سوسیالیزم تعریف دا ډول کیږی : په هغه نظام کې چي د مملکت تولي تولیدی منابع دیو وګړي یا څو وګړو په ځاي د ټولنی ټولو افرادو په ملکيت کې وي او مقصد ئي د ټولنی او شخص دواړوګټه اوښه والی وي. اویووګړي ته په کي د ژوندانه د بنسټیزو ضرورتونو د فکر څخه خلاصون ورکړل شي. 


ددغی نظريي یوڅه خبري دیونان د افلاطون او د ایران د مزدک په مسلکونو کې هم لیدل کیږی بلکه د سوسیالیزم فکر په هر وخت کي په یو شکل نه یو شکل موجود وه، خو په دي وروستيو وختوکي د کارل مارکس په واسطه د یوی سیاسی او ټولنیزی فلسفي او نظام په شکل راوړاندی شو، له همدي کبله مارکس د علمي سوسیالیزم یا سائنټفک سوسیالیزم د پلار په نوم یادوی نو له دی امله سوسیالیزم ته  مارکسیزم هم وایی .


کارل مارکس په 1818عیسوی کال په جرمني کي په یو یهودی کورنۍ کي سترګي پرانستلی ، په1847عیسوی کال يي کمونسټ لیک ] جوړ کړ او بیايي د انګليس په مرسته کمونسټ مانیفسټ [ کمونستی مرام ] ترتیب کړ د جرمنی ، فرانسی او بلجيم څخه د شړلو  وروسته په 1849عیسوی کال کې يي د پلازمني انګلستان لندن کي استوګنه غوره کړه او د1883عیسوی کال د مارچ په14 نيټه په داسي حال کي چي په چوکې ناست وه د دي نړۍ څخه ولاړه چي همدا اوس يي  قبر په لندن کي دي که څه هم مارکس په خپل ژوند کي د سوسیالستي انقلاب په راوړلو بریالی نه شو، خو د هغه وروسته د لینن په مشری 1917عیسوی کال د اکتوبر په میاشت کي د روسی په خاوره کي سوسیالستی انقلاب راغي چي نن د امریکي په مقابل کي یو لوی قوت دي .


سوسياليزم او د هغه بنسټيزاصول :


1] د ژوندانه مادی نظریه :


د مادیت دا نظر د داروین د ارتقا او تکامل په فلسفه ولاړ دي لنډیز يي په دي ډول دي چي بشر د مادی مکروبونو يو تکاملي شکل دي او ټول حیوانات ، نباتات او جمادات د مادی مختلف شکلونه دي یعني :  د خدای پالنی او روحانیت په ځاي ماده پالنه د سوسياليزم بنسټ دي - لینن وایي : د مارکس فلسفه د ماده پرستي فلسفه ده.

 

2] د پاك ذات الله جل جلاله د وجود څخه انکار یا دهريت : په اصولي توګه هر سوسیالیست دهري دي ، د الله د موجودیت په هکله مونږ وایو چې مونږ په الله جل جلاله يقين نه لرو او مونږ ته دا په ډاګه ده چي دیني او مذهبي مشران د ځمکي څښتنانواو د پانګي خاوندانو د خدای تصور منځ ته راوړي دي چي هغوی هم د لوټ مارانو په شان د خپلو ګټو ساتنه وکړي . 


لینن په بل ځای کي وایي چي د خدای تصور یو د شرم نه ډک خپریدونکې مرض دي .


3] دین څخه انکار :


د مارکس دا وینا د هرچا په خوله کي ده . پر ویلي یي دي چي دین یو تریاک دي - لینن وایي " مارکسیزم ماده پرستي ده او د همدی په اساس هغه د دین سخت مخالف دي" مونږ باید د دین په خلاف وجنګیږو، د دین جرړي وباسو" تل دي وي د هریت ". اوس دروسانو په قانون کي د دین په هکله د خبرو کولو اجازه نشته خو د دین په خلاف پروپاګند کول د ټولو اوسیدونکوحق دي.


4] د کورنی نظام څخه انکار :


مارکس کورنۍ نظام د بورژوازي نښه ګڼي، د کمونست ګوند په اساسنامه کي مارکس لیکلي دي چي مونږ د کورنۍ له منځه وړل غواړو.
لینن په خپله یوه وینا کي داسي ویلي وو چي " مونږ د حلالی او حرامی اولاد ترمنځ توپیر د منځه يووړ" شریکي ښځي نیول د مارکسیزم اصول دي.


5] د شخصي ملكيت څخه انکارکول :

مارکس فردی ملکیت د پانګوالی ډلیيیوه استثماري حربه ګڼي او دیوي کمونستی ټولني د جوړولو له پاره ددی ملکیت له منځه وړل یو ضروری امرګني،لینن وایي : کمونست يوه لاطینی کلمه ده ځکه چي د شریک لاطیني معني کمیونس ده ، نو کمونستي ټولنه هغه ټولنه وي چي په هغه کي هر څه شریک او ګډ وي یعني ځمکي او فابریکې ګډ او شریک ملکیت وي په هغه کي خلک په ګډه کار وکړي او له هغه څه شریکه ګټه واخلي . 


سوسیالیزم په حقیقت کي یو بدترین سرمایه داری او د زحمت کشانو په نوم د خلکو د استثمار ولو یو ظالمانه نظام دي ځکه په ملکیت کي شاه په ټول دولت قبضه نه شي کولای او همدا راز په پانګه والو نظامونوکي هم په میلیونونو انسانوکي یو محدود شمیر  پانګه وال اوسي خو په سوسیالستی ټولنه کي یوازی یو سرمایه دار وي او هغه هم د حکومت مشر.


6] جدلي فلسفه او طبقاتی کشمکش :


مارکسیزم جدلي فلسفه او طبقاتي هلي ځلي یو حتمي امر ګڼي، مارکس وایي چي : په مادي عواملو او ټولنیزو قوتونو کي ټکر واقع کیږي ، تصورونه ، خیالونه او نظريي د همدي مادي حالاتو او ټولنیزو قوتونو د ټکر په نتيجه کي پیدا کیږي، طبقاتي کشمکشونه په هره زمانه کي موجود وي، په لومړی وختوکي د غلام او بادار تر منځ، د هغه وروسته د دهقان او د ځمکي د خاوند ترمنځ او اوس دا لاس اچونه د بورژوا [پانګه والو او پرولتاری [ مزدورانو د طبقو ترمنځ روانه ده چي دا آخرنی جنګ دي چي پرولتاریا به په کي بري ترلاسه کوي د سوسیالیزم د سیاست نظریه دا ده چي نړۍ په دوه طبقو وویشل شي اوبیایوه طبقه دمنځه لاړه شي او بله طبقه غالبه شی، سوسیالیزم زیارایستونکوته غږ کوي، او هغوی جنګوی د د ظلم د له منځه وړلو په ځاي دیوي ډلي د له منځه وړل اود بلي ډلي راپورته کول د دوي اساسي قانون دي په دي طبقاتي جنګ کي یوازی دا نه چي ځمکه لرونکې او پانګه وال مړه کیږي بلکه زیارکښان او مزدوران هم په ټولنیز ډول وژل کیږي کله چي په 1917عیسوی کال کي په روسيه کي کمونستي انقلاب منځ ته راغي، نوهغه خلک چي په لومړیو کلونوکي ووژل شوه د هغوي شمیریومليون دری سوه شپږ اويا زره شپږسوه شپږ شپیته کسان وه چي په دي جمله کي یوملیون او شپږ اتیا زره مزدوران اوزحمت کشان شامل وه او دوه سوه نوی زره کسان د مختلفو کسبونو خاوندان پکې په قتل ورسیدل خو یوازی پنځه شپیته زره اته سوه پنځه شپیته کسه پانګه وال پکې وژل شوی وه دا هغه تحفه وه چي مزدورانو او زیاركنانو ته سوسیالیزم ورکړی وه کارل مارکس وايي چي په عبوری دوره کې د پرولتاریا دیکتاتوری  یا د کارګرانو آمرانه حکومت جوړول ضروري دي .

 

ترڅو د پانګه والو د پاتي شوو نښو او پټو اثراتو څخه ټولنه پاکه شي د کارګرانو د آمریت شکل د تیر شوو آمریتونوڅخه پرته بل څه ندي ځکه چي د مارکس په نظر هر ډول حکومتونه د نوعیت له پلوه آمرانه دي د سوسیالیزم مشران وایي : د کارګرانو د حکومت د جوړیدو له پاره ضروری شرط په ډیری چالاكي، او آزادی سره پانګه والو او د ځمکي د خاوندانواو د هغه ددوستانود تدافعي قوت د ختمولوله پاره د زورنه کار اخیستل دي او هر هغه څوک چي په دې خبره نه پوهیږي هغه انقلابي نه دي نو هغه باید د کارګرانو د مشري یا مسئولیت څخه لری شي . 
لینن وایي : انقلابي حکومت ته آمرانه کړنه په کارده .


8] أله ایزه دیکتاتوری :


که څه هم د روسيی د اساسي قانون له مخي هر18 کلن وګړي کولای شي خپله رایه استعمال کړي او هر 23 کلن اوسیدونکې په انتخاباتو کې د د کانديد په توګه ودریدای شی نو په همدی ترتیب د اساسی قانون له نظره آسپریم سویت چي د ریاست ټولونه لویه جوړونکي اداره ده او د کاغذ پر مخ د دی اداری د اختیاراتو يو اوږ د فهرست هم لیکل شوي .


سوویت اف يونين د شوروي جماهیری اتحاد او سوی اف نیشلیتیرا پر دوو ادارو باندی مشتمله ده دا اداره د څلورو کالو له پاره دعامو انتخاباتو په واسطه منځ ته راځي، سوسیالستی مشران دا ادعا کوي چي روسي حکومت په صحيح ډول جمهوری حکومت دي .


خو دا ټول چي ظاهرۍ بڼه لري اصلا د اقتدار واګي د کمونست ګوند په لاس کي دي د کمونسټ ګوند نه پرته بل کوم سیاسی ګوند وجود نه لري څوک چي د دي ګوند رکن نه وي نو هغه په انتخاباتو کي د کاندید په توګه نه شي ودریدلای او دکاندید انتخاب هم کمونست ګوند په خپله کوي د ګوند د کاندیدانو پرته بل هیڅ څوک مقابلی ته نه شي راوتلای نو همدا علت دي چي له انتخاباتو وروسته نړیوالو ته دا اعلان کوي چي ګویا زمونږ ټول کاندیدان پرته له مقابلي څخه کامیاب شول د نومونو په ګوته کولو ته انتخابات او د ګوند آمریت ته جمهوریت وایي چي په حقیقت کي نه انتخابات شته او نه جمهوریت بلکه ګوندي دیکتاتوری ده .


ټولی پریکړي ګوند کوي، د اسپريم سوویت یوازی په نوم قانون جوړوونکې اداره په کال کي دوه ځله د اته یا لس ورځو له پاره راغوښتل کیږي ، ترڅو پریکړوته رسمي شکل ورکړي، دا اداره د غور و فکریا بحث او څیړنې له پاره نه ده جوړه شوي، بلکه د ګوند د فیصلود توثيق له پاره جوړه شوی ده. د وزیرانو د شورَی ټاکل که څه هم د اساسی قانون له مخی باید د انتخاباتو له لاري وشي خو دا کارهم ګوند کوی .
9] د مشرانو د يکتاتوری :


د ګوند آمریت اود هغي اختیارات هم يوه ظاهری بڼه لري خو اصل اختیارات او اقتدار په دی نظام کي د ګوند د مشرانو په لاس کي وي ، ستالین وايي: " مونږ لیبرال آزادی خوښوونکې نه یو، د، مونږ ته درسمی جمهوریت څخه د ګوند ګټی ډیری مهمي دي" په کمونستي هیوادونو کي مشر د قدرت نه لري کول تقریبا د امکان نه لري  ، ستالين او ماوزتونگ د ژوند ترآخرۍ سلګۍ پوری د خپلو خپلو هیواد و مشران وه که څه هم له مړینی وروسته دی دواړو ته کنځل کیږي خو د هغوي په ژوند کي په هغوي تنقید کول مرګ ته د بلني سره برابر وه .


په کمونستی نظامونو کي مشرانو سره د اختلاف کولونتیجه هماغه وي لکه چي تراتسکې ورسره مخامخ شوي وه حقیقت دا دي چي سوسیالستی په اصل کي د ليډرانو شخصي آمریت او د يوه وګړی د ظالمانه پادشاهی بل نوم دي. 


دا هغه لس اساسات وه چي د سوسياليزم سیاسی نظام پری ولاړ دي د سوسیالیزم د اقتصادی نظام څیړنه د دی کتاب موضوع نه ده زمونږ مقصد یوازی ددی نظام د سیاسي اړخ پیژندنه ده


ماخذ :  نيو ليك


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته