تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شراب ولي حرام دي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 16, 2021
  0

شراب ولي حرام دي؟

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

شراب د ټولو پلیتو او ناوړو کړونوموراو ریښه ده  ( ام الخبائث )،ټولو بدمرغیواونقصانونومورده، چي ضررا وتاوان ئي وروح او بدن دواړوته رسیږي ، د شرابوتراغیزولاندي مال ، دولت او شتمني او اولاد دواړه راځي، ښه او بدني تراغیزولاندي راځي؛ د اځکه چي دشرابوپه څيښلوسره عقل د فکر، تدبیراوحکمت څخه خالي کیږي، چي په دغه وخت کي عقل د پروړو ارزښت نه لري ،


برعکس عقل وليونتوب، بغاوت اوبغض ولورته لمن وهي چي دا د ټولو بدبختيومورګرځي؛ کله دا ناورین د دوو وړونو ترمنځ، كله د پلاراو زوی ترمنځ، کله ددوستانو ترمنځ او کله هم د خوږو ملګرو ترمنځ صورت نیسي، چي دا د رحمت پرځاي يولعنت دي. 


دا د شرابوټولنيز اړخ دي ، بل په دې شراب حرام دي چې شراب انسان د خدای د ذکرڅخه ګوښه کوي أو غافله کوي يي، دلمانځه څخه يي لیري کوي، حال داچي لمونځ د اسلام ستن هم ده، بل تاوان د شرابو دادي چي زړه د الله جلا جل الله د ذکر، نور او حکمت څخه خالی کوي داځکه چي شراب د شیطان يوعمل دي، چي د انسان شتمني او بدن توله فاسد وي او شرابي د تل لپاره په دي هڅه ، کي وي چي څوک ووژني ، د چا شئ غلا کي ، زنا وکړي او داسی نور ... حكمة التشريع وفلسفه الجزء الاول مخ، ۲۶۹


لیکوال: فضيلة الأستاذ الشيخ علي احمد الجرجاوي رئيس جامعة الازهر العالميه


داسلام د مبارک دین څخه مخکي په عربو کي شراب څیښل ډیرارزښت مند شی ؤ، په هرکورکي او په هرځاي کي غريبو ، مسکینانو ، نرو، ښځو ، سردارانو او غلامانو ټولوڅښل تردې اندازې پوري چې کله به يوسړی مړکېدی نوواولاد ته به ئې داوصیت کوي چې هره ورځ زما پرقبرباندی یو منګی شراب تویوی ، خو کله چې الله جل جلاله حرام کړل نوپه مکمل ډول سره د ټولو ورڅخه داسي نفرت وشو چې بيا ئي هغه توي کړل، په قرآن کریم کي د اشراب په درو مرحلو کې بند کړل شول، په احادیثوکي هم د دي د حرمت ډیره بیان شوی دي، د بېلګې په ډول سره . 


ولايشرب الخمر حين يشربها وهو مؤمن (بخاری).


کله چي شراب خوره شراب څښئ نو دی مومن نشي پاته کېدای یعني په دې حديث شريف کي دا جوته شوه چې ایمان او شراب نشي سره یوځای کیدای ، که مومن و نوشراب نه څښئ او که ئې شراب څیښل نو مومن نشي کېدلای ، چي لب لباب ئې دا دئ چي شراب دایمان سرمایه له منځه وړی او هغه ختموي او د ایمان د ښکلې وني ریښي له منځه وړي و بل لورته د شرابو لپاره سزاهم ټاکل شوي ده په حدیث شریف کي راځي.


اذا شربوا الخمر فاجلدوام ثم شربوا فاجلدوهم ثم ان شربوا فاجلدوهم ثم أن شربوا فاقتلواهم. (ابوداؤد).


که چیري خلګ شراب څښئ په دوروباندی يي وواهی ، که ئي بیا وڅیښل بیائي وواهي ، که ئي بیا وڅیښل بيائي وواهی او که ئي بیا وڅیښل نو وئي وژنی دشرابود حرمت په لومړیو وختوکي نبی کریم صلی الله عليه و سلم ډېر ټینګار کوي ، تردې چي که ئي شراب نه پرېښودل نو د هغه سزا د قتل وه ، چي وروسته بیا دا د شرابو سزا (قتل) منسوخه شوه او اوس ئې سزا (۸۰) دورې دي .


دشرابوڅخه ځکه نفرت په کار دئ چې دا تاوانونه پکښي نغښتي دي.

 

۱: کله چي یو انسان شراب وڅښئ نو وروسته د نشي په حالت کي دئ ، چې په دغه وخت کي د انسان د حقائقو څخه لیری وي او د هر څه څخه په واټن کي شی، ودې نشيي انسان ته هرڅوک په صفر کي معلومیږی دا ځکه چې هرڅوک ورته هیڅ ښکاری له همدې کبله و دې نشيي ته خلک احمق وایی اوله ده څخه نفرت کوي ؛ له همدي کبله دي د دښمنۍ او بغض اصلی محوراو ټکي ګرځي.


۲: لکه څرنګه چې الله جل جلاله و انسان ته ترټولو نعمتونوغوره نعمت عقل ورکړي دي ، او دا عقل دي چې انسان ئي د لوړواخلاقو څښتن ګرځولي دي او بل لورته ئي عقل همدا انسان د ټولو رذیلو اخلاقو څخه پر څنډه کړي دي او حال دا چي د نشي په حالت کي د اښکلي نعمت (عقل) خپله جنازه پورته کوي او انسان د عزت څخه و ذلت ته ځي او د جنت او ښو کړونوڅخه و ناوړو افعالو او د جهنم و کندې ته ځان لاهو کوي ؛ داځکه چي کله د اشرابې عقل دلاسه ورکړی نودي ظلم کوی، ګناه کوي، تیری کوي، غلاکوي، زنا کوی.


او داسی نور نو همدا وجه وه چې د جاهليت په دوره کې عقلمند و خلکو شراب نه څیښل لکه د عباس بن مرداس کیسه .


۳: و انسان ته د شرابو بل لوي نقصان اوزیان دا دئ چي شراب د انسان و اخلاقو ، عزت او وقارته زیان رسوی، پر عزت يي تور داغ ایږدي ، د انسان د شرافت کمیس ورڅیری کوي ؛ دا ځکه چي موږ شرابیان وینو چي په کوڅو کې لالهانده ګرځي او یا کوم چې معززه دي وهغو ټولوته خلک د لاندو سپو په سترګه هم نه ګورئ ، له دوی څخه نفرت او کرکه خپل طبعي عکس العمل بولي ، اوبل لورته دوی داسی کارونه کوي چې هغه په ټولنه کې کرغیړن دي یو وړوکې بیلګه يي دا ده لکه خپل ځان ځړول او یا هم بل څوک وژل چې د انو(خسر الدنيا والاخرة ) یعني دنیا او آخرت ئې دواړه خراب شول .


۴: د طب له نګاه څخه د شرابو ناروغیانې او تکليفونه له شماره وتلی دي لکه سرطان ، اعصابي کړاوونه ، بدهضمي ، د معدې التهاب ، لېونتوب ، فلج ګوزڼ ، استرخاء ، صرع ، دحافظې کمزوری ، د حافظې زوال ، د سترګود دید زوال ، اوږد مهاله نزله ، اوداسی نورې لاعلاجه ناروغیانې د دې ټولو بد بختیو په درلودلو سره الله جل جلاالله شراب حرام کړل اسلامي حدود اوران کافلسفه(شراب نوشی).


مرتبه سید محمد متین هاشمی سابق ډایریکټر د پال سنګه ترست لائبریری لاهور .


ماخذ : اسلام او نوې ساینسي څېړنې


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته