تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مصیبت علاج صبردي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 14, 2021
  0

د مصیبت علاج صبردي 


رالیږونکي : بصیریوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


امام ابن الجوزي رحمته الله علیه فرمایي، که یو څوک په یوه مصیبت کې ښکېل شوی وي او ځان ترې خلاصول غواړي؛ نو ور ته پکار ده، چې دغه مصیبت په خپل ذهن کې دومره لوی وانګېري، چې راتلونکی ټول مصيبتونه ورته واړه ښکاره شي او همداشان دې د دغه مصیبت په بدل کې ترلاسه کېدونكي ثواب ته سوچ  وکړي، چې دا هسې نه دي، بلکې پر دې مصیبت د صبر په پایله کې دومره لوی اجر هم راکړ ل کېږي، بل باید پردې وپوهېږي، چې تر دې هم بدتر شته؛ نو هله به ورته پېښ شوی مصیبت عنیمت ښکاره شي.


همدا شان که مصیبتونه نه وای، نو چا به د راحت د راتلو تمه نه کولای بل باید له ستونزو سره لاس او ګرېوان کس پر دې پوه اوسي، چې دا ستونزمن حالت به د ده په کور کې هومره پاتې وي، لکه یو نا اشنا مېلمه چې څومره له چا کره تم کېږي، ځکه داسې کس په خپل کار، یا په خپل هدف ګرځي، له چا کره شپې ورځې نه تېروي او چې کله بېرته خپل کور و کلي ته ستون شي؛ نو د خپل کوربه ستاینه او غندنه کوي، که ښه مېلمستیا يې ورکړې وي؛ نو په خپلو بنډارونو کې ستایي او ښه چلن يې ورسره نه وي کړی؛ نو غندي يې، لکه چې خلک د يوه مېلمه په اړه داسې سوچ کوي،


هسې نه چې سبا راپسې خبرې وکړي، له دې يې ښه قدر کوي؛ نومؤمن ته پکار دي، چې د ستونزو او مصيبتونو همداسې مېلمستیا وکړي، خپل ټول بدني غړي په واک کې ولري، په دې فکر هسې نه، چې له ژبې يې کومه تېره پاتي خبره ووځي او (د مصیبت مېلمه) ترې خپه لاړ شي.


ماخذ : لاتحزن/ مه خپه کیږه 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته