تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 17, 2021
  0

د مور په شیدو کي ۸۰ ګټې


محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دوهمه  برخه

 

۲۱: پوډري شیدې په ماشومانو کې حاساسیت (  ( Allergiesزیاتوي .


۲۲: د مور شیدې په ماشومانو کې نفس تنګې ( (Asthmaکموي او یايي مخنیوی کوي . 


۲۳: پوډري شیدې په ماشومانو کې ناڅاپی مرګ ډیروي . 


۲۴: د مور شیدې د ماشوم د نس ناستي په کنټرولو کې پوره ونډه لري .


۲۵: د مور شیدې ماشوم ددماغ له ټولو ستونځوڅخه ژغورئ .


۲۶: د مور شیدې ماشوم د التهاب څخه زغورئ .


۲۷: پوډري شدې په ماشومانو کې لمفاوي تکلیفونه پیداکوي .


۲۸: د مور شیدې ماشوم د ( Crohn*s Diseases ( د نارغیو څخه ژغورئ ، دا هغه ناروغې ده چې پر کولمو باندي بدي اغیزې کوي کله اوږد مهاله شي چې درملنه ئې هم ناشونې شي .


۲۹: د مور شیدې ماشوم په ځوانۍ کې د روماتیزم او د مفاصلو ( بندونو ) دالتهاب څخه ژغورئ .


۳۰: د مور شیدې په ماشومانو کې د (  ( Hodgkins Diseasesکموي ، دا هغه ناروغیانې دي چې دینې ناروغۍ ، د طحال ( توری ) ناروغۍ او د لمفاوي غدو الهتاب پکښې شامل دی .


۳۱: د مور شیدې ماشوم له ړوندوالي او ددید د کمزورتیا څخه ژغورئ .


۳۲: د مور شیدې انسان په زاړه عمر کې د هډوکو له کمزورتیا څخه ژغورئ .


۳۳: د مور شيړې د ماشوم کولمې سموي ، نرموي او اراموي ئې .


۳۴: بر عکس دغوا پوډري شیدې د ماشوم پر کولمو باندي بدې اغیزې لري .


۳۵: پوډري شیدې ماشوم له خپلې اندازې څخه زیات چاغوي .


۳۶: هغه ماشومان چې تی روي په هغو کې دزړه او سږو تکلیفونه ډیر لږ دي .


۳۷: د مور شیدې عموما ماشومان له دردونو څخه ژغورئ . 


۳۸: د مور شیدې ماشوم ( ( Hemophilus.b وایروس څخه ژغورئ .


۳۹: هغه ماشومان چې تی روي دبدن پوستکی ئې سالم او له ناروغیو خلاص وي .


نور ان شاءالله بيا 


ماخذ : اسلام اونوې ساینسي څیړنې


www.taleemulislam.net

سرته