تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عامُ الرَماده، یا د ایرو کال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 17, 2021
  0

عامُ الرَماده، یا د ایرو کال


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د اسلام په تاريخ کي د هجرت په اتلسم کال ډيري لويي واقعې پيښي سوي دي، چي د هغو واقعو د جملې څخه یوه ډيره شديده لوږه او کاختي وه چي پر مدينه منوره او پر ټوله جزيرة العرب راغله، چي دغه کال د عامُ الرَماده یا دایرو کال په نامه سره ياديږي (په عربي کي (ایرو) ته رَماد ویل کیږي، او دغه کال ته په دغه سبب عام الرّماده و ویل سوه چي د مځکي خاوره او رنګ د باران د نه کېدلو په سبب داسي سو لکه ایري)  


عامُ الرَماده هغه وخت راغلى چي څلور کاله پرله پسې باران و نه سو، په اول کال خلکو صبر وکى، په دوهم کال خلکو صبر وکى، په درېيم کال يې هم صبر وکى، مګر په څلرم کال کي نور نو د صبر کاسه ډکه سوه، هرڅه پاى ته ورسېده، خوراکي مواد ټول خلاص سوه، حيوانات مړه سوه، په ټوله جزيرة العرب کي عامه لوږه وه، ټول خلک د مدينې منورې پر طرف رهي سوه، چي ښايي عُمر فاروق(رضي الله عنه)  د دغه مشکل د حلولو دپاره يوه لار را پيدا کي. 


نو له هره طرفه خلک راتله او تر مدينې منورې دباندي يې خېمې درولې، قبيلې او قافلې راتلې دلته يې اړول، ډوډۍ او خواړه غواړي، د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  څخه د دغه مشکل حل غواړي، هره قبيله چي به راغله عُمر(رضي الله عنه)  ته به يې د خپلو مشکلاتو، لوږي، او نېستۍ حال بياناوه، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  به ورته ويل: تاسي هلته د مدينې منورې تر ښار دباندي واړوى ډوډۍ او خواړه زه درکوم، دا خبر نشر سو چي عُمر(رضي الله عنه)  خلک قبلوي او خواړه ورکوي، نو له هره طرفه په زرهاوو زرهاوو نفر مدينې منورې ته راتله او عُمر(رضي الله عنه)  بيا د مصر، شام او نورو ځايو څخه کومک را وغوښتى، د هغو ځايو څخه د کومکو را لېږل هم شروع سوه.


 حضرت عُمر(رضي الله عنه)  دلته په مدينه منوره کي هره ورځ و خلکو ته خواړه ورکوي، د اصحاب کرامو څخه يو نفر چي نوم يې اسلم دى او د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د نوکرانو څخه ؤ وايي: عُمر(رضي الله عنه)  به فرشونه يا سترخوانونه اوار کړه، خلکو ته به يې ډوډۍ او خواړه ورکول، يوه شپه يې و ویل: تاسي يې و شمېرى چي پر دغه سترخان څو نفرو خواړه و خوړل؟ پسله حسابه ورته و ویل سوه چي اوو زرو نفرو خواړه و خوړل، ويل اوس نو هغه نفر چي په خېمو کي دي او دلته نه دي راغلي، هغه چي هلته په خېمو کي ډوډۍ ورکول کيږي،

 

لکه کوچنيان، ښځي، مريضان، او ضعيفه خلک هغه هم و شمېرى، هغه هم و شمارل سوه څلوېښت زره نفره وه، دا د هغو کسانو شمېر او عدد ؤ چي د لوږي په سبب مدينې منورې ته راغلي وه، څلوېښت، پنځوس زره نفر او عُمر(رضي الله عنه)  هره ورځ خواړه ورکول، څو ورځي وروسته بيا عُمر(رضي الله عنه)  و ویل: نن شپه دغه کسان چي پر دغه سترخان خواړه خوري و شمېرى، پسله حسابه دا معلومه سوه چي لسو زرو نفرو پر دغه سترخان خواړه وخوړل او په خېمو کي پاته نفر پنځوس زره نفره وه، دلته نو عُمر(رضي الله عنه)  پوه سو چي خلک نور هم زياتيږي او هغه خواړه چي د ده سره سته هغه هم پر تمامېدو دي، نو يې فوراً عَمرو بن العاص(رضي الله عنه)  ته چي د مصر والي ؤ ليک او حال ولېږى چي ورته ليکلي يې وه:


يا عَمرو! يا عَمرو! ته او د مصر خلک په نعمتو کي ياست او زما سره خلک د لوږي مري، مرګ او مرګ را رهي دى، تلوار کوه تلوار کوه. 
عَمرو بن العاص(رضي الله عنه)  ور ته وليکل: أبشِر أبشِر يا اميرَالمؤمنين! (اَبشر په عربي کي داسي معنْی لري لکه موږ چي په پښتو کي وايو: پر دواړو سترګو) نو يې ليکلي وه:

 

أبشِر أبشِر يا اميرَ المؤمنين! په والله دغه زما ليک به نه در ورسيږي مګر اوښانو به حرکت در کړى وي، دومره اوښان چي سر به يې هلته په مدينه منوره کي ستا سره وي او آخر به يې دلته زما سره وي، يعني: د غذايي موادو ډيره لويه قافله به در ولېږم او واقعاً هم د مصره څخه داسي لوى کومک ورته راغلى چي خلک يې د هغه لوږي، تشويش او پرېشانۍ څخه خلاص کړه.


حضرت عُمر(رضي الله عنه)  دغه د وچ کالۍ په کال هره ورځ د نورو مسلمانانو په ملګرتيا د استسقاء د لمانځه دپاره دښت او صحراء ته وتى، د الله(ج)  څخه يې د باران غوښتنه کول.


د استسقاء د لمانځه امامت په خپله حضرت عُمر(رضي الله عنه)  کاوه، او بيا به يې دعاء کول، خو يوه ورځ يې و هغه خپلي طريقې او دعاء ته تغير ورکړى، او ويل: ښايي په دغه تغير سره باران وسي، نو يې داسي دعاء وکړه: الْهي! په هغه وخت کي چي ستا نبي په موږ کي موجود او حيات ؤ، ستا په نبي مو د باران غوښتنه در څخه کول او الْهي نن ورځ ستا د نبي په اکا د باران غوښتنه در څخه کوو او په لمانځه کي يې د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) اکا حضرت عباس(رضي الله عنه)  د مخه کړى، هغه(رضي الله عنه)  د دوى د لمانځه امامت وکى، وايي:

 

په والله په آسمان کي هيڅ اوريځ نه وه، په دغه څلور کاله مو باراني اوريځ نه وه ليدلې، دوى لا د هغه لمانځه څخه نه وه فارغه سوي چي د آسمان په منځ کي اوريځ وليدل سوه او باران شروع سو، اصحاب کرام پر عباس(رضي الله عنه)  راټول سوه په غاړه کي يې لاسونه ور اچول او مچاوه يې.


هلته د مصره څخه هغه لوى کومک هم را ورسېدى، او دلته په جزيرة العرب کي بارانونه شروع سوه، نو لوږه پاى ته ورسېده او خلک د هغه سختيو او مشکلاتو څخه خلاص سوه. 


حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)  د دولت إداره په دغه ډول سره کول، که د عُمر(رضي الله عنه)  حکيمه إداره نه واى دغه حالات هلاک او تباهي وه چي مسلمانانو ته ور پېښ وه، خو بيا هم واقعي مسبب الأسباب الله(ج)  دى.


يوه عجبه واقعه چي په دغه لوږه او کاختي پوري تعلق لري هغه بيان دى چي مؤرخين یا د سیرت لیکونکي يې د عُمر بن الخطاب(رضي الله عنه)  د چهرې یا د پوست د رنګ په وصف کي بيانوي. 


که يو څوک د تاريخ په کتابو کي د عُمر بن الخطاب(رضي الله عنه)  د چهرې اوصاف وګوري، ځيني مؤرخين وايي: حضرت عُمر(رضي الله عنه)   په رنګ سپين پوستى ؤ او ځيني مؤرخين وايي: عُمر(رضي الله عنه)  غنم رنګه او تور بخُن ؤ.


 اوس نو ويونکى حيرانيږي چي حضرت عُمر(رضي الله عنه)  سپين پوستى ؤ که غنم رنګه او د تاريخ د پوهانو څخه څنګه دغه خطاء پېښه سوې ده؟ چي د دغسي مشهوره انسان د رنګ په ښوولو کي اختلاف لري؟ 


ابن سعد وايي: عُمر(رضي الله عنه)  سپين پوستى او سور والي ته مائل ؤ او بيا په وروسته کي دغه ابن سعد وايي: عُمر(رضي الله عنه)  تور او غنم رنګه ؤ، خلک په تعجب کي سوه چي عُمر(رضي الله عنه)  سپين ؤ که تور؟ مګر هغه کسان چي دغه موضوع يې څېړلې او تحقيق يې پکښي کړى دى هغه وايي: عُمر(رضي الله عنه)  د مخه تر دغه لوږي او کاختۍ سپين ؤ، او پسله دغه کاختۍ څخه د هغه ډيري او شديدي لوږي په سبب او د هغه ډيري ستړيا په سبب چي په دغه کاختي کي و ده (رضي الله عنه)  ته پېښه سوه تور سو، دکاختۍ په څلورو کلوکي يې نه غوړي خوړل او نه غوښي، فقط وچه ډوډۍ او تېل د ده خورک ؤ، په الله يې قسم کړى ؤ چي تر څو خلک د دغه لوږي او کاختۍ څخه خلاص نه سي زه به نه غوښي و خورم نه غوړي، دا هيڅکله نه سي کېدلاى چي زه به يې خورم او خلک به وږي وي. 


انس بن مالک(رضي الله عنه)  وايي: په عامُ الرَماده کي يعني: دغه د کاختۍ په کال موږ د عُمر(رضي الله عنه)  سره ناست ؤ چي د ډيري لوږي په سبب يې په نس کي ګوړهارى سو (نس خالي ؤ هوا پکښي ګرځېده) او ده پر خپل ځان غوښي او غوړي حرام کړي وه، نو عُمر(رضي الله عنه)  خپل نس په تېرو په ګوته و واهه او ويل: کوه يې ګوړهارى کوه، زما سره بېله تيلو بل شئ نسته. 


دا د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ژوند ؤ، دا څومره زُهد او تقوْی، د ملت او رعيتو سره همدردي او غمخوردني وه، عُمر(رضي الله عنه)  خپل رعيت او ملت تر ځان د مخه کول، د هغو دپاره يې ښه ژوند غوښتى که څه هم دئ (رضي الله عنه)  په تکليف کي ؤ.   


په دغه عامُ الرماده يا د کاختۍ په کال چي سخته او وژونکې لوږه پېښه وه، يوه ورځ عُمر(رضي الله عنه)  امر وکى چي اوښان حلال کړى او غوښي يې د مدينې منورې پر خلکو و وېشى، هغو کسانو چي په دغه کار امر کړه سوي وه د اميرالمؤمنين د پاره ښې غوښي جلا کړې او غرمې ته يې ور پخې کړې، کوم وخت چي غرمه سوه او سترخان آوار سو عُمر(رضي الله عنه)  و خپل مخ ته يوه مجمه ولېده چي د اوښانو بوکونه او اينې پکښي پراته وه، عُمر(رضي الله عنه)  پوښتنه وکړه چي دا د کومه سوه؟ خلکو ويل:

 

دا د هغو اوښانو څخه دي چي نن حلال کړل سوه، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  په داسي حال کي چي هغه مجمه يې د خپله مخه څخه پوري وهل و ویل: بَخٍ بَخٍ زه به ډير بد حاکم يم چي زه يې هغه ښه شئ و خورم، او خلکو ته يې هډوکي ور پرېږدم او بيا يې هغه خپل نوکر اسلم ته ور ږغ کړه: يا اسلم! دغه مجمه ايسته که ما ته تېل او ډوډۍ راوړه.


تاسي په دغه جمله کي فکر وکى چي حضرت عُمر(رضي الله عنه)  وايي: زه به ډير بد حاکم يم چي زه يې هغه ښه شئ و خورم، په دغه جمله کي موږ ته هغه مسئوليت په واضحه او ښکاره ډول را معلوميږي چي دغه بې مثله حاکم په خپلو تصرفاتو کي پر ځان لازم کړى ؤ، عُمر(رضي الله عنه)  خپل ځان د خلکو څخه يو نفر باله، ځان ته يې د دغه آمريت په سبب خاص امتياز نه ورکاوه، که څه هم عُمر(رضي الله عنه)  امير المؤمنين ؤ ځان يې ډير ستړى کاوه، ډير کارونه او مسئوليتونه د ده پر غاړه پراته وه، ده کولاى سواى چي خپل ځان ته په ښو خوړو سره د دې دپاره امتياز ورکي چي د خلکو د خدمت دپاره يې صحت سالم او بدن يې قوي پاته سي، البته دغه زموږ منطق دي، او زموږ په فکر دغه منطق پر ځاى هم دي، مګر حضرت عُمر(رضي الله عنه) !

 

هغه د داسي منطقو خاوند ؤ چي زموږ تر قياس لوړ دي، هغه دا حسول چي د ده مسئوليت د ده څخه دا غواړي چي د خلکو د معيشت ضروريات ور پوره کي، که يې هغه په وسه نه سوه پوره نو دئ بايد اول هغه څوک وي چي په دغه لوږه او مشکلاتو کي د خپلو رعیتو سره حصه واخلي.


عِکرمه بن خالد(رضي الله عنه)  او نور روایت کوي : چي امّ المؤمنین حفصه(رضي الله عنه) چي د حضرت عُمر(رضي الله عنه)  لور وه او عبدالله بن عُمر او د عُمر(رضي الله عنه)  نورو اولادو په ټولو و حضرت عُمر(رضي الله عنه)  ته و ویل: که ته ښه خواړه و خورې دا به ستا دپاره قوت وي، ته به د حق او د خپلي وظیفې د آداء کولو دپاره قوي سې، ده (رضي الله عنه)  ورته و ویل: ستاسي ټولو دغه رأیه او نظر دی؟ دوی ویل هو، حضرت عُمر(رضي الله عنه)  و ویل: ما ستاسي نصیحت واورېدی مګر زما دوه ملګري پر یوه لار تللي دي (چي مقصد یې رسول الله(صلی الله عليه وسلم) او ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)  وه) که زه د هغو لار پرېږدم او پر بله لار ولاړ سم په منزل کي نه سم ور سره یو ځای کېدلای. 
يو وخت د حضرت عمر(رضي الله عنه)  په مجلس کي ځيني اصحاب کرام او ځيني تابعين ناست وه، تابعينو و عُمر(رضي الله عنه)  ته و ویل:

 

يا امير المؤمنين! والله موږ داسي سړئ نه دى ليدلى چي تر تا دي يې په عدل سره قضاء کړې وي، يا دي تر تا پر حق ثابت او قائم وي، يا دي تر تا پر منافقانو شديد وي، يا امير المؤمنين! پسله رسول الله(صلی الله عليه وسلم) ته تر ټولو خلکو ښه او افضل يې، د اصحاب کرامو څخه يو نفر چي عون بن مالک(رضي الله عنه)  نومېدى په دغه مجلس کي ناست ؤ هغه و ویل: په والله خلاف مو و ویل، ما پسله رسول الله(صلی الله عليه وسلم) څخه تر عُمر ښه او افضل ليدلى دى چي هغه ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)  دى، تابعين خو ناست وه د دغو ښو کارو او لوړو اعمالو په سبب يې د عُمر(رضي الله عنه)  تعريف وکړى، مګر هغه صحابي دغه د دوى خبره ور رد کړه او ويل:

 

ابوبکر تر عُمر بهتر دى:  حضرت عُمر(رضي الله عنه)  و ویل: عون رشتيا و ویل او تاسي خلاف و ویل، ابوبکر د مشکو تر بوى خوشبويه ؤ او زه د خپلي کورنۍ تر اوښ ګمراه وم، د عُمر(رضي الله عنه)  د دغه خبري څخه څه مقصد ؤ؟ هغه دا چي د اسلام په اولو کلو کي عُمر(رضي الله عنه)  په اسلام نه ؤ مشرفه سوى، مګر ابوبکر الصّدِّیق(رضي الله عنه)  مسلمان ؤ، نو د حضرت عمر(رضي الله عنه)  د خبرو مقصد دا ؤ چي په دغه وخت کي ابوبکر د مشکو تر بوى خوشبويه ؤ او زه د خپلي کورنۍ تر اوښ ګمراه وم، دا د عُمر(رضي الله عنه)  ډيره تقوْی وه حتّْی دا يې نه غوښته چي په يوه جمله يا خبره کي هم خطاء ځني پېښه سي.


د حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)  په فضيلت او درجه کي ډير احاديث ډيري قصې او ډيري واقعې سته خو دا چي حضرت عُمر(رضي الله عنه)  د مسلمانانو د ساتني او د هغو د ښه ژوند کولو دپاره څومره کوښښ کاوه، خاصتاً د اصحاب کرامو، د امهاتُ المؤمنين يا ازواجو مطهراتو او د رسول الله(صلی الله عليه وسلم) د اهل بيت چي د هغو يې بیا خاص زیات عزت او ډیر احترام کاوه.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

 

سرته