تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بجلكى په پايڅو پټول لويه ګناه ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 16, 2021
  0


بجلكى په پايڅو پټول لويه ګناه ده


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


الله (جل جلاله) فرمايى :


 وَلَا تَمْشِ فِي الْأَرْضِ مَرَحًا إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴿لقمان: ١٨﴾


ژباړه :  په مځكه كې په ناز او نخرو سره تګ مه كوه بيشكه الله (جل جلاله) هر فخركونكى لويى كونكى نه خوښوى. 


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايى : كوم لنګ (پاي جامه – پايڅې ) چې تربجلكو كښته وي په دوزخ كې وي .


 يعنى : كومى پايڅې چې تر بجلكو يې رسولى وى بېشكه په دوزخ كې دى . 


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايى : چا كه خپلى جامى دخيال دپاره اوږدى كړى الله (جل جلاله) به دقيامت په ورځ درحمت په نظر نه ورته ګورى . 


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايى :  كه چا لنګ  ( پاى جامه ) قميص او لنګوټه دخيال لپاره اوږد كړه الله (جل جلاله) دقيامت په ورځ  درحمت په نظر نه ورته وګورى  .


ماخذ : کبیره کناهونه صفحه ۱۱۰

www.taleemulislam.net

سرته