د رسول الله صلي الله عليه وسلم سره محبت:
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ أَنَسٍ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ.[صحيح البخاري 15]
ژباړه: د حضرت انس رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم و فرمايل: هيڅوک ستاسو تر هغه وخته پوري مسلمان کيدلای نسي تر څو چي زه ورته تر پلار، زوی او ټولو خلګو ګران نه وسم.
توضيح: يعني معيار د ايماندارۍ د مسلمان، محبت د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم سره دی، داسي محبت چي نسبت و بل هر چاته دده سره يې محبت ډير وي، او محبت د مسلمان د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم سره هغه وخت پابتيږي چي مسلمان دده په سنت طريقه باندي عمل وکړي او د هغه سنت پر خپل ځان او ژوند باندي تطبيق کړي.
ماخذ : اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net