تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قبر عذاب څه شي دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  February 9, 2021
  0

د قبر عذاب څه شي دئ؟


ژباړن: حافظ کفايت الله "عزيزي"/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


ځيني مغروره او احمق کسان وايي که چيري د قبر عذاب دا وي نو موږ د دې څخه بالکل بېغمه يو، ځکه چي موږ د دنيا سره هيڅ علاقه نه لرو پر موږ باندي د دې اوسېدل او نه اوسېدل يو شى دئ، موږ وايو چي د ده دا دعوه د ده د عقل خلاف ده تر څو چي دى امتحان نه کړ ل سي د تصديق وړ نه ده. 


د مثال په ډول:  که چيري د دوي څخه د دوي دولت يو څوک غلا کړي او د دوي مرتبه او عزت و بل چا ته ورکول سي او د دوي مريدان د دوي څخه وگرځي او د دوي بدي بيان کړي او بيا که چيري د دوي پر زړه باندي هيڅ اثر و نه کړي او دى يې داسي وگڼي چي دا دولت زما نه د بل چا غلا سوى دئ او رتبه هم د بل چا کښته سوې ده او و ده ته اصلاً هيڅ غم نه وي نو د ده دا دعوه به هغه وخت صحيح وي او د ده عذر به قابل د اورېدو وي ترڅو چي داسي و نه کړي قابل د اورېدو نه دئ.

 

ده ته پکار دئ چي دولت د خپل ځانه څخه جلاکړي او د خپلي رتبې  او مرتبې څخه دي وتښتېږي اوخپل ځان دي امتحان کړي نو ور باندي باور وکړي ځکه  چي ډېر کسان دا گومان کوي چي موږ د ښځي او مينځي سره هيڅ کار نه لرو کله چي دوي طلاق ورکوي يا يوه مينځه را نه سي نو د ميني اور کوم چي د ده په زړه کي پټ دئ پورته کېږي او ليوني ځني جوړکړي، نوکوم څوک چي غواړي چي د قبر د عذاب څخه خلاص سي نو ده ته پکار ده چي د هيڅ شي سره علاقه و نه ساتي مگر د ضرورت په اندازه لکه و تشناب ته چي بېله ضروري حاجت هيڅوک هم هلته تلل نه خوښه وي دغه غواړي چي ژر د دې ځاى څخه ووزي نو پکار ده چي څنگه د تشناب  څخه يوازي د ضرورت په اندازه کار اخلو دغه رکم د ډوډۍ لا لچ هم فقط د نس د مړېدو په نيت وخوري چي دا دواړه کارونه ضروري دئ او ټول کارونه بايدداسي وي،

 

نو که چيري زړه د دې د تعلق څخه څوک نه سي خالي کولاى نو پکار ده چي د عبادت او د الله (جل جلاله) د ذکر او د محبت په لوري مخه کړي او د الله تعالى ياد په خپل زړه کي داسي وغځوي چي دا دوستۍ او ذکر الهي د دنيا پر دوستۍ باندي غالب سي او په خپل زړه کي  حجت او دليل د دې غلبې پر خپلو خواهشاتو باندي د شريعت تابعداري او د احکام الهي د پرځاى کولو سره وويني. که چيري د ده نفس دا قبوله کړي نو پوه دي سي چي د قبر د عذاب څخه خلاص سو کنې نو دى به خپل بدن د قبر په عذاب کي کښېږدي، مگر الله غفور الرحيم دئ که وغواړي عذاب هم ور کولاى سي اوبخښنه هم ورته کولاى سي .


ماخذ :د قبر د عذاب حقيقت 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته