تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرانکريم د تکليف پرته پر غوره مال بهتر دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 7, 2021
  0

قرانکريم د تکليف پرته پر غوره مال بهتر دئ


لیکنه : : مولانا محمدزکريا نور الله  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


عن عقبة بن عامر(رضي الله عنه)قال: خرج رسول الله(صلی الله عليه وسلم)ونحن فى الصفة فقال ايکم يحب ان يغدو کل يوم الى بطحان او العقيق فياتى بناقتين کوماوين فى غير اثم ولا قطيعة رحم؟ فقلنا يارسول الله (صلی الله عليه وسلم)! کلنا نحب ذالک. قال افلا يغدو احدکم الى المسجد فيعلم او يقراء آيتين من کتاب  الله خير من ناقتين وثلث خير من ثلث و اربع خيرله من اربع ومن اعداد هن من الابل. (۵)رواه مسلم و ابوداود.


ژباړه: د عقبة بن عامر (رضي الله عنه)څخه روايت دي، چي فرمايي: موږ په صفة کي وو چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)راووتى او  راته وې فرمايل: په تاسو کي کوم يو خوښوي چي هره ورځ د عقيق يا بطحان بازار ته ولاړ سي او دوې غوره اوښي د ګناه او قطع رحمۍ پرته نيولي راولي؟

 

 اصحابو کرامو وويل: موږ ټوله يې خوښوو. رسول الله (صلی الله عليه وسلم)وفرمايل: مسجد ته تلل دوه آياتونه لوستل يا نورو ته ښودل تر دوو اوښانو  غوره دي. درې آياتونه تر درو او ښانو او څلور آياتونه تر څلورو اوښانو غوره دي په دغه ډول د اوښانو تر شمېر بهتر دي.


صفة د يو خاص سايوان نوم و، چي په نبوي مسجد کي د مهاجرو غريبانو د ناستي ځاى و. د اصحاب صفة شمېر د بېلابېلو روايتونو پر بنسټ کم او زيات ښودل سوى دئ، علامه سيوطى (رضي الله عنه) څه دپاسه سل نومونه د دغه مبارکانو شمېرلي دي او د دوى په اړه يې عليحده رساله ليکلې ده. بطحان او عقيق په مدينه منوره کي د دوو ځايو نومونه دي چي د اوښانو د خرڅلاو لپاره بازار پکښې جوړېدى، د عربو اوښان ډېر خوښ وه په ځانګړي ډول يې هغه اوښان ډېر خوښېدل چي بوک به يې چاغ وو.

 

(بى له څه ګناه) مطلب يي ځیني دا دئ چي د تکليف پرته يې لاسته راوړي يعني دا چي نه يې د چا څخه په زور واخلى او نه يې د خپلو خپلوانو پر ميراث باندي قبضه کړې وي، نه يې د چا څخه غلا کړي وي  په همدې وجه نبي (عليه السلام)د ټولو څخه انکار وکړ، چي د ګناه پرته يعني ! د هيڅ تکليف پرته په لاس ورسي دا به ډېره ښه وي خو تر دې ډېر ښه دا دئ چي په مسجد کي څو آياتونه تلاوت کړي. دا يقينى خبره ده چي دوه اوښان لا څه کوي که چيرى د ټولي دنيا پاچهي سړي ته ورسېږي نو څه شي ده؟  ځکه که نن نه وي سبا خو خامخا مرګ راځي او د دغي شتمنۍ څخه به په زوره جلا کېږي مګر د آيتونو ثوابونه د تل لپاره پاته کېږي په دنيا کي وګورئ که چيري يو څوک و بل چاته يوه روپي ورکړي اخيستونکى ډېر خوشحالېږي او که زر روپۍ ورکړي او بيا ورته ووايي چي دا زر روپۍ درسره کښېږده زه بيرته راځم درڅخه اخلم يې په دغه صورت کښي اخيستونکي ته يوازى د امانت بار پر اوږو دئ نوره هيڅ فايده نه حاصلېږى.


په حقيقت کي په دغه حديث کي د فاني او باقي تر منځ د مقابلې کولو خبردارى مقصود دي، چي بنده دي پخپل ژوند کي فکر وکړي، چي ايا زه خپل ژوند په فاني شيانو مصرفوم  او که يې په تل پاته کېدونکو شيانو باندي مصرفوم افسوس پر هغه چا باندي چي د باقى پاته کېدونکو شيانو باندى ژوند مصرفول تاوان ګڼي. د حديث وروستۍ جمله چي د آياتونو شمېر د اوښانو تر شمېر بهتر ګڼل سوى دئ درې مطلبه کيداى سى.

 

لومړى: دا چي تر څلورو پورى د اوښانو شمېر په تفصيل سره بيان سوى دئ وروسته بيا اختصار سوى دئ، چي د آيتونوهر څومره شمېر وي په هغه اندازه تر هغه بهتر دئ په دغه صورت کي د دغو خبرو څخه مقصد دا دئ چي د اوښانو جنس مراد دئ، يوازى نه نر اوښان مراد دي او نه ښځي اوښاني بلکي دواړه مراد دي او تر څلورو زياتوب  هم مقصد دئ ځکه چي تر څلورو پوري په وضاحت سره ذکر سوي دي.

 
دوهم: د نبى (عليه السلام)د پورتنيو خبرو څخه مطلب دا کېداى سي د هر چابېله  خوښه ده څوک نر اوښان خوښوي او څوک ښځي اوښاني خوښوي له همدې وجي نبي (عليه السلام)په آخر کي فرمايي: چي هر يو آيات تر يوې اوښي بهتر دئ او که څوک د اوښ سره محبت لري نو يو ايات تر يوه اوښ بهتر دئ.


دريم: کيداى سي چي مطلب دا وي چي هغه شمېر مطلب دئ کوم چي بيان سوى دئ زيات مقصد نه دئ. په دوهم مطلب کي چي يوه اوښه يو اوښ بيان سوي دي، يو مقصد نه دئ بلکي اوښه او اوښ جوړه مراد دي يعني يو آيات تر يوې جوړې اوښانو بهتر دئ. ز ما د پلار پر قبر دي الله (جل جلاله) انوار واور وي هغه هم دا مطلب خوښ کړى دئ ځکه چي په دې کي ډېر بهتر والى دئ که څه هم دا مقصد نه دئ چي جوړه اوښان يا يو اوښ د يو آيات د تلاوت مقابله کولاى سي بلکي دا صرف د مثال په ډول خبردارى دئ، مامخکى وويل چي د يوآيت ثواب تل پاته کېږى او د ټولي دنيا پاچهي پنا کېږى نو تل پاته کېدونکى شى تر نه پاته کېدونکى شي بهتر دئ. ملا علي قارى (رضي الله عنه) ليکي:

 

چي يوه بزرګ ته ځينو تاجرانو خواست وکړى چي د طيارې څخه د کښته کېدو پر مهال په جده کي يوڅه وخت واوسېږي چي ستاسو له برکته به زموږ په مالونو کي زياته ګټه حاصله سي، مطلب يې دا و چي د تجارت په ګټه کي به د دغه بزرګ و خادمانو ته يو څه فايده ورسېږي لومړى خو دغه بزرګ عذر وکړ، خو هغو په ټينګار سره دا خبره تکراروله بيا هغه بزرګ د دوى څخه وپوښتل چي ستاسو د ګټي د زياتوب اندازه څومره ده؟ هغوى ورته وويل چي فرق پکښې سته خو تر ټولو زياته ګټه يې دا ده چي ګټه دوه چنده سي بزرګ ورته وويل چي تاسو د دومره کوچنۍ خبري لپاره دومره ډېر تکليفونه پورته کوئ. د همدې خبرى لپاره زه د حرم شريف لمونځ څنګه پرېږدم چي هلته د يوه لمانځه په بدله کي ماته د سلو زرو  لمونځونو ثواب لاس ته راځي. په حقيقت کي دا د مسلمانانو لپاره د فکر ځاى دئ چي دوى د يوې کوچنۍ دنيايي ګټى لپاره څومره دينى ګټه د لاسه ورکوي.


ماخذ : دقرآن فضايل 


www.taleemulislam.net

سرته