تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مولانا بجلیګر رحمه الله ژوند ليک
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 28, 2021
  0

د مولانا بجلیګر رحمه الله ژوند ليک


( مبلغ الإسلام، خطیب بې مثال، بطل حریت، نمونه اسلاف فخر علماء دیوبند )

 

ليکوال: مفتي عزت الله «درويش»


هغه خلک چې تل يي ګټوره او اثرناکه وینا کړې وي ، یا یې ټولنې ته ګټور کتابونه لیکلي وي، مړه نه بلکې ژوندي بلل کیږي، له دغو سترو شخصیتونو څخه یو هم عالم رباني حضرت مولانا محمد امیر بجليګر رحمه الله دی.

 

نوم يي:


د نوموړي اصلي نوم محمد امیر و، خو د مولانا بجلیګر په نوم ډير مشهور شو، ځکه چې د پيښور په بجليګر مسجد کې امام او خطيب و، آن تردې چې اوس يي هم ډير خلک په همدې نوم پيژني او اصلي نوم يي کمو خلکو ته معلوم دی.


نوموړی بې ویرې او خوش طبعیته شخصيت و، او د پښتون قوم يو ډير تند غبرګونيزه، حق ویوونکی، ايمانداره او نه ډاريدونکی خطیب و، تل یې سپینې، پخې، ټولنیزې، د قران او احادیثو پر بنیاد خبرې کړي دي، ډېر حاضر ځوابی هم و، ځکه یي په غږیزو رسنیو کې تقریرونه هم نه نشریدل، نوموړی پرته له خدایه له بل هیچا نه ویریده. 


هره خبره او ټوکه به یي چې کوله له پند او حکمته خالي نه وه ، په وینا کې به یي ددې لپاره ټوکې نه کولې چې خلک وخندوي بلکې دا دده د وینا ځانګړی اسلوب او طريقه وه، تر څو خلک خوشال وساتي او په دې هنر او طريقې سره اصلي خبره هم ورباندې واوري . 

 

د مولانا بجليګر زيږيدنه:


مولانا رحمه الله په ۱۹۲۷ميلادي په دره ادم خيل ضلع کوهاټ د اخوروال، کوز کلي د خان مير صاحب په کاله کې دې نړۍ ته سترګې غړولي دي.


د مولانا صاحب کورنۍ په خپله علاقه کې مشهوره او ښه اثر او رسوخ يي درلود، خو له بده مرغه د يوې بلې کورنۍ سره يي دښمني وه، چې د همدې له امله يې پيښور ته کډه وکړه او په بالاماڼۍ کې يي اوسيدل غوره کړل، سره ددې چې د دوي کورنۍ به په سيمه کې د مختلفو قومونو ترمنځ دروغې جوړې کوششونه کول، خو څه خلکو ددوي دا عزت نه شو زغملی، ددوي مخالفت به يي کاوه او دوښمني به يي ورسره کوله.

 

زده کړې يي :


هر کله چې د بجليګر مولانا صاحب کورنۍ پيښور ته راغله نو دغه وخت يي مشرانو مولانا بجليګر رحمه الله د حاجي صاحب ترنګزو په جوړ شوي ښوونځي کې داخل کړ، تر څلورم ټولګي پورې يي هم دلته سبقونه وويل، خو د پلار يي ډير رغبت ديني زده کړو ته و، ځکه يي نو په نيژدې مدرسه کې داخل کړ .


(په ارباب لنډۍ کې زما مقتدي حاجي راحت الله وايي: چې مولانا صاحب په ناظره قرآن کريم د قاضيانو د کورونو د يوې زنانه سره ويلی و، او ده به دغه وخت د قاضيانو په کور کې کار کاوه، درويش)


خو په دې هکله نور چا دقيق معلومات را نه کړل، البته فيروز خان صادق د مولانا رحمه الله په ژوند ليک کې ددې خبرې وضاحت کړی چې مولانا صاحب ابتدايي او لازمي سبقونه په همدې نيژدې مدرسه کې وويل، چې په کې (هداية، شرح جامي او نور مشهور کتابونه شامل وو.


بيا يي په رفيع الإسلام بالا ماڼۍ پيښور کې داخله وکړه، په همدې دوران کې يي د محدث العصر حضرت مولانا محمد يوسف بنوري رحمه الله، مولانا ايوب جان رحمه الله، مولانا محمد ايوب رحمه الله او داسې نورو جيدو او معتبرو علماوو څخه مختلف کتابونه وويل.

 

د درس نظامي نه پس بيا يي د نورو علومو لپاره د نړۍ مشهورې مدرسې ( دارالعلوم دیوبند، هندوستان) ته د تللو اراده وکړه، خو له بده مرغه په دغه وخت کې د هند او پاکستان د ویش مرحله شروع شوه، چې له امله يي د هند له سفر پاتې شو، بیا يي په دارالعلوم سرحد کې داخله واخيسته، دلته يي د مولانا ايوب جان بنوري رحمه الله ، مفتي عبدالطيف رحمه الله، مولانا پائنده محمد رحمه الله، مولانا معاذالحق او داسې نورو مشايخو څخه زده کړې وکړې.


وروسته یي په کال ۱۹۵۲ کې د خپل مهربانه استاذ مولانا ايوب جان بنوري رحمه الله په غوښتنه او اصرار په همدې مدرسه کې د تدریس دنده اجرا کړه، په دې دوران کې ترې د لر او بر پښتونخوا پښتنو او غير پښتنو طلباوو زده کړې وکړې او په زرګونو شاګردان يي وروزل.


نوموړي ته په فقه ، ریاضي، تصوف ، فلسفه ، منطق ، قرآن ، احادیثو ، تفسیر ، تجوید ، روانشناسي او نورو ټولنیزو علومو باندې عبور حاصل و.

 

سياسي تحرکات:


مولانا بجليګر رحمه الله د پاکستان د جمعیت علماء اسلام يو مهم غړی او په ولایتي سطحه د امیر مرستیال هم وټاکل شو، خو د ١٩٧٠ لسیزې وروسته، هغه د ګوند په کار کې ډیر رول ونه درلود، بجلیګر د مفتي محمود رحمه الله د نږدې دوستانو څخه شمیرل کیږي، ځکه په ذاتي توګه دده د ژوند او کردار څخه متاثر و، خو ددې سره د باچا خان هم ډير قدردان و .

 

مولانا رحمه الله خپل ټول ژوند د اسلام د سرلوړۍ او په ملک کې د اسلامي نظام دعملي کولو لپاره وقف کړی و، له همدې امله يي ډیرې سختې ستونزې او کړاونه ګاللي، خو د اسلامي نظام د نفاذ د مبارزې څخه په هیڅ حال کې وروسته شوی نه دی .


 هم د دوې په قربانيو په ملک کې د اسلام د مبين دين بعضې برخې په قانون کې داخل شوې او مکمل اسلامي نظام د نفاذ لپاره لاهم دده د لارویانو مبارزه شروع ده.


لنډه دا چې د مولانا بجليګر ژوند او مبارزه د اسلامي نظام د نفاذ څخه عبارت وه، چې تل به يي ستاينه کيږي.

 

په بيان کې جرائت او انداز:


مولانا تل جابر قوتونو ته په پوره جرئت ګوت څنډنه کړې ده، استعماري، افکار او قوانين يي غندلي او مؤمن اولس ته يي د اسلامي نظام د نفاذ توصیه کړې ده.

 

مولانا د جنرال ايوب خان په وخت کې د اټک په عسکري قلعه کې شپږ مياشتې د فارسي د دې شعر په وجه بندي شوى چې ويلي يې و:
" گربه مير و سگ وزير و موش دربانى کند اين همه ارکان خانه ويرانى کند " .


مولانا صاحب پوره شپږ مياشتې د دغه شعر په وجه د زندان په تورو خونو کې تېرې کړې. 


مولانا صاحب په دې کې ځانګړی شهرت لري چې دى د خپل وخت يو نه ډاريدونکى با جراته مستغني شخصيت و، مولانا صاحب ته د وخت حکومتونو وزارتونه پيشنهاد کړي و، خو مولانا صاحب دا پيشنهادونه جملة و تفصيلاً مسترد کړي دي.

 

او دا ځکه چې مولانا د يوه بشپړ اسلامي او شرعي نظام د راتللو ارمانجن و، او دا کار هله ممکن و چې د ملک ټول نظام شرعي او اسلامي شوی وی، مولانا بجليګر له هغه فصيحو بليغو علماء کرامو څخه و، چې د ټولو خلکو دسويې، او ذوق سره يې سم خطاب کړى او په خپلو ويناوو او خطابو کې يې تل د عربي، فارسي، پښتو، اردو، پنجابي، هندي ژبو اشعار زمزمه کړي چې په دې بابله مولانا بجليګر يو فريد انداز او ځانګړي طريقه درلودله، چې ډېرو نورو علماء کرامو يي هم تقليد کړی. 


مولانا صاحب لا شل کلن نه و چې په خطابت يي شروع کړې او پوره شپيته کاله يي پښتنو او مسلمانانو ته په حکمت دعوت، نصيحتونه او روښان فکرۍ خدمت کړى .


په هر صورت مولانا بجليګر په اخير وخت کي ډېر سپين ږيری او کمزورى شوى و، خو فکري، عصبي، روحي، معنوي قواوې يي هماغسې په خپل حال وي. 


نوموړي ډېر زندانونه هم تېر کړي دي خو بیا یې هم په سپینه وینا کې کوم تغیر نه دی راغلی. او په چا کې یئ چې لږه غلطي هم لیدلې ده نو د ممبر له سره یې مخامخ ورته ویلي دي .

 

په خلکو کې يي د محبوبيت راز :


مولانا بجليګر که څه هم د یوې لهجه ییزې (افریدیو) سیمې اوسیدونکی و، خو وینا به یي په پېښورۍ پښتو کوله چې ټول پښتانه ورباندې پوهیدل، ګنې په ډېرو لهجو هم برلاسی و، هسې به یي یوه نیمه ټوکه په لهجه کې د خوند لپاره وکړه، دا چې د لهجه ییزو سیمو علماء تل په يوه محدوده لهجه کې مسئلې کوي، له دې وجې محدود هم پاتې شویدي او عام پښتانه په لهجه نه بلکې په معیاري پښتو ښه پوهیږي.

 

د خلکو مينه:


د مولانا بجليګر اکثره ویناوې تقریباً هر پښتون اوریدلې دي ، په هر ځای کې چې ضرورت شي نو ځینې خبرې یې خلک په مثال کې رواړي، ځکه دده وينا دومره اثرناکه وه چې هر چا به د خپل زړه اواز باله، د جمعې او اخترونو په ورځ به دده وينا ته د پيښور له مختلفو لرې لرې علاقو څخه خلک راتلل، 


په عوامو کې د مولانا صاحب ويناوو دومره مینه وال لرل چې آن د سپرلۍ په ګاډو کې به هم خلکو د هغه کيسټې اورېدلې.
تر اوسه په ډېرو علماو پسې خلکو بدې ردې ویلي دي خو مولانا بجليګر رحمه الله هغه شخصيت دی چې هر چاته یي نوم واخلې نو په ستاینه یي ساعتونه خبرې در سره کوي، مبالغه به نه وي که ووايم چې مولانا صاحب يواځينی شخصيت دی چې په ټوله پښتونخوا کې په زړونو کې ځای لري.

 

ځکه خو يي په اړه يو شاعر وايي:


ځلاندہ ستوری په جهان و بجلیګر مولانا ۔
پیدا به نه شي په جهان بل داسې نر مولانا ۔

 

وفات يي: 


د اسلام دا ځلانده ستوری په پېښور کې په ديرشم د سمبر ۲۰۱۲ ‏(۸ کاله وړاندې) ومړ او جنازه یې په قیوم سټیډیم کې تر سره شوه، سلګونه خلکو په کې برخه اخېستې وه ، د بجليګر جنازه د یو پاچا په شان لویه وه چې سر او بر یي نه معلومیده ، د جنازې وروسته په خپل پلرني کلي اخوروال کوز کلي په قبرستان کې خاورو ته وسپارل شو .

 

په بوي دې ټول جهان راته ښايسته کړ
اصيل چندڼه په تا پرې وتل ګردونه

 

ځاي ناستی:


بجليګر مولانا له ځانه وروسته خپل ځای عالم زوی مفتي محمد قاسم بجليګر حفظه الله ته پريښود، زوی يي اوس په جلسو او نورو دیني محافلو کې ویناوې کوي، اوس هم ډېر عالمان شته چې د بجلي ګر لاره تعقیبوي .

 

رحمه الله تعالی علیه رحمة واسعة .

www.taleemulislam.net

سرته