تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیطانانو څخه زده کړي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 23, 2021
  0

 

د شیطانانو څخه زده کړي


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ وَإِنَّهُ لَفِسْقٌ وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُممُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ.[الأنعام121]


ژباړه: د هغه شي څخه خوراک مکوئ چي پر هغه باندي د الله نوم نوي اخیستل سوی او دا(دداسي شي خوړل) فسق دی(د الله پاک د اطاعت څخه وتل دي) او شیطانان خپلو ملګرو ته وسوسې وراچوي ترڅو ستاسو سره شخړه وکړي، او کچیري تاسو ددوی اطاعت وکړی نو یقینا تاسو مشرکان یاست.


توضیح: دپورته آیت څخه له ورایه ښکاري: هغه خلګ چي پر خپلو باطلو دعواګانو باندي دلائل وایي، په اسلام کي شبهات پیداکوي، د فرض، واجب او سنت په مقابل کي بهانې لټوي په اسلام کي د صریحي محرماتو د تحلیل لپاره توجیهات کوي او پر اسلامي اساساتو باندي د خلګو د باور کمولو لپاره هڅي کوي دوی د شیطانانو دوستان دي او د هغوی څخه د خپلو دلائلو په ویلو کي تأثری زدکړي کوي.

 

ماخذ : اسلامي مقالي

www.taleemulislam.net

سرته