تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رضي الله عنه)زهد او تقوْی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 18, 2021
  0

د حضرت عُمر(رضي الله عنه)زهد او تقوْی

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
حضرت عُمر(رضي الله عنه)په دنيوي ژوند کي زاهد او متقي ؤ، ډير عظيم زُهد او تقوْی، عِفت او پاکي يې درلودل، حضرت علي(رضي الله عنه)وايي: د عُمر بن الخطاب إزار يا لُنګ مي وليدى چي په هغه کي يوويشت پينې وې. 


زموږ او ستاسي په کالو کي پينه خو څه کوې چي اوتو سوي نه وي نه يې اغوندو، مګر حضرت عُمر فاروق(رضي الله عنه)حال دا چي امير المؤمنين هم ؤ، د کالو په يوه جزء کي يې يوويشت پينې وې، دا د زُهد کومه درجه ده چي دغه لوى او روښانه ستورى: عُمر فاروق(رضي الله عنه)و دغي درجې ته رسېدلى ؤ؟


د اصحاب کرامو څخه یو نفر وايي چي يوه ورځ مي حضرت عُمر(رضي الله عنه)ولیدی چي د یوه دېواله تر شا یواځي ناست دی او ژاړي، خپله ږیره یې نیولې ده او خپل ځان ته وايي: عمر بن الخطاب! امیر المؤمنین! بخٍ بخٍ!! په والله یا به ته په خپلو کارو کي د الله(جل جلاله)څخه بېرېږې یا به د قیامت په ورځ عذابونه درکوي.


هغه صحابي وايي: و مي لیدی چي په ډیر شدت سره ژاړي، وايي زه د دې دپاره ورغلم چي دغه ژړا پر سپکه کړم او پوښتنه مي ځني وکړه چي ولي ژاړې؟ ده را ته و ویل: هغه حدیث مي ژړوي چي ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلی دی چي وې فرمایل:


«مَا مِنْ أَمِيرٍ يَلِى أَمْرَ الْمُسْلِمِينَ ثُمَّ لاَ يَجْهَدُ لَهُمْ وَيَنْصَحُ إِلاَّ لَمْ يَدْخُلْ مَعَهُمُ الْجَنَّةَ»


 [رواه مسلم]


یعني: داسي امیر او حاکم نسته چي د مسلمانانو حکم د ده په لاس کي وي او بیا دﺉ د دوی دپاره کوښښ و نه کړي او ځان د هغو دپاره ستړی نه کړي او مسلمانانو ته نصیحت و نه کړي مګر د دوی سره به جنت ته نه سي داخل.


هغه صحابي ور ته و ویل: نو ته ولي ژاړې؟


حضرت عُمر(رضي الله عنه)و ویل: د عمر بېره دا ده چي مسلمانان به جنت ته ننوزي او عمر به اور ته ننوزي، ځکه ما د دوی دپاره نه کوښښ کړی دی او نه مي ځان ستړی کړی دی.


عبدالله بن عامر بن ربیعه(رضي الله عنه)وايي:

د حج په سفر کي د مدینې منورې څخه تر مکې مکرمې پوري د حضرت عمر(رضي الله عنه)ملګری وم او بیا له هغه طرفه هم یو ځای ور سره راغلم، خو په ټوله لار کي د ده دپاره نه خیمه و درول سوه او نه بل داسي تعمیر ؤ چي د هغه په سایه کي دي کښیني، بلکه شړۍ به یې پر یوه درخته واچول او تر هغه سایه لاندي به ناست ؤ.


بشار بن نمیر(رضي الله عنه)وايي: حضرت عمر(رضي الله عنه)پوښتنه را څخه وکړه چي موږ په دغه حج کي څومره مال مصرف کړی؟ وايي ما ورته و ویل: پنځلس دیناره. حضرت عمر(رضي الله عنه)و ویل: موږ په دغه مال کي اسراف کړی دی.


تاسي و دغه سړي ته وګوری چي د قیصر او کسرْی د خزانو مالونه د ده تر چاچوبه پوري ورته راغله او دﺉ د دښت او صحرا د ګرمو لمبو په منځ کي حج ته ځي خو د ځان دپاره د سفر ضروریات نه آماده کوي، د دښتو تاوده بادونه او د غرو بلېدونکي توښونه داسي زغمی لکه نور عادي انسانان چي یې تحملوي او په ټوله سفر کي پنځلس دیناره مصرفوي او بیا هم وايي موږ اسراف کړی دی.


د مخه تر دې چي حضرت عمر(رضي الله عنه)امیر المؤمنین وګرځي د تجارت په کار مشغوله ؤ، د خپل ځان او خپلي کورنۍ مصرف یې په خرڅولو او رانیولو برابراوه، کوم وخت چي د خلافت وظیفه پر غاړه ور واچول سوه نو یې د بیت المال څخه د ځان دپاره دومره تنخا مقرره کړه چي د ده او د ده د کورنۍ شپه په تېرېده، خو د وخت په تېرېدلو سره د ده د کورنۍ شمېر زیاتېدی همدارنګه یې ضرورتونه ور سره زیاتېدل.


خو په وروسته کي چي بیا د مسلمانانو په بیت المال کي مالونه زیاتېدل پر هغه اندازه یې د ټولو مسلمانانو که په مدینه منوره کي وه که تر مدینې منورې دباندی وه تنخاوي هم ور زیاتولې، مګر د ځان په باره کي یې هیڅ دا فکر نه کاوه چي خپله تنخا دي یو درهم هم زیاته کړي، تر څو د ده (رضي الله عنه)ملګري په دې خبر سوه چي امیر المؤمنین د خپل خرڅ دپاره پور اخستلو ته مجبوره دی، نو د اصحاب کرامو څخه څو نفره سره یو ځای سوه چي په هغو کي عثمان، علي، طلحه، زبیر(رضي الله عنه) اجمعین هم وه پر دې یې اتفاق وکړی چي د حضرت عمر(رضي الله عنه)سره په دې باره خبري وکړي چي خپله تنخا دي هم زیاته کړه، مګر دوی د حضرت عمر(رضي الله عنه)د هیبت او دبدبې په سبب نه سوای کولای چي په دغه باره کي مستقیمي خبري ور سره وکړي ځکه دوی ته دا ور معلومه وه چي امیر المؤمنین په دغه مسئله کي ډیر شدید دی او په قهر کیږي، نو حضرت عثمان(رضي الله عنه)و ویل: چي د دغه کار اصلاح به په غیر مستقیم ډول سره وکړو، نو د حضرت عمر(رضي الله عنه)لور ام المؤمنین حفصه(رض) ته ورغله او ویل: ته دي د پلار سره په دغه باره کي خبري وکړه مګر هو دغه زموږ حال به پټ ساتې.

 

حفصه(رض) هم خپل پلار ته ورغله په بېره او په احتیاط د خرڅ او مصرف په باره کي خبري ور سره کوي، 


عمر(رضي الله عنه)ورته و ویل: د دغو خبرو دپاره چا را لېږلې یې؟


هغې ویل: هیچا.


ده (رضي الله عنه)و ویل: بلکه د دغو خبرو دپاره بل چا را لېږلې یې که مي هغه خلک و پېژندل حساب به ور سره وکم، او بیا یې خپلي لور ته و ویل: 


ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم زوجه وې هغه ستا په کورکي څومره لباس درلودی؟

هغې و ویل: دوه لباسه.


ویل: هغه د دهصلی الله عليه وسلم هغه ښه خواړه څه شي وه چي تا لیدلي دي؟


دې ویل: اوربشینه ډوډۍ چي په غوړو به یې غوړه کړې وه.


ویل: ستا په کورکي د هغه صلی الله عليه وسلم فرش څه شي ؤ؟


دې ویل: یوه پنډه شړۍ چي په دوبی کي به مو آوارول او په ژمي کي به مو نیمه لاندي آواره کړه او نیمه به مو سربېره را باندي واچول.


بیا نو حضرت عمر(رضي الله عنه)و ویل: یا حفصه! و هغو کسانو ته چي ته یې را لېږلې یې زما له طرفه و وایه: زما او زما د دوو ملګرو رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوبکر مثال داسي دی لکه درې نفره چي غواړي چي پر یوه لار ولاړ سي، هغه اول نفر رهي سو د لاري خرڅ یې ور سره واخستی او منزل ته ورسېدی، بیا هغه دوهم پر هغه لار پسي رهي سو، دﺉ هم و هغه اول ته ور ورسېدی او د هغه سره یو ځای سو، او بیا درېیم پسي رهي سو اوس نو دغه درېیم نفرکه د هغو پر لار پسي ولاړی .


او د هغو متابعت یې وکړی و هغو ته به ور ورسیږي، او که پر بله لار رهی سو د هغو سره نه سي یو ځای کېدلای.


اوس نو تاسي و وایاست چي آیا داسي خبري او الفاظ سته چي پر دغه عجیب کیفیت دي د تبصرې پر ډول و ویل سي؟ 


هیڅکله نه دغه موضوع به بېله تبصرې پریږدو.  


د حضرت عُمر(رضي الله عنه)د هغه لويو او عجيبو کارو څخه چي په تاريخ کي مثل نه لري هغه قصه ده چي حضرت عثمان بن عفان(رضي الله عنه)يې روايتوي، عثمان(رضي الله عنه)وايي: زه زما په هغه باغ کي وم کوم چي په عاليه کي ؤ،

 
(عاليه د مدينې منورې په شمال کي يوه منطقه ده چي يو څه لوړه ده او هلته باغونه وه، د باغو تر شا نور ټول وچ دښت او صحرا وه، نو دغه عالیه ته به خلک د تفريح دپاره ور تله، حضرت عثمان(رضي الله عنه)لکه تاسي ته چي در معلوم دى د اغنياوو څخه ؤ دغه د عاليه په منطقه کي يې باغونه درلوده) 


نو عثمان(رضي الله عنه)وايي: زه و يوه باغ ته د تفريح دپاره تللى وم دوبى او د ګرمۍ موسم ؤ، خو په دغه ورځ ډيره زياته او شديده ګرمي وه وخت هم د غرمې دى، وايي: ليري په دښت کي مي يو سړئ وليدى چي دوه اوښان يې را رهي کړي دي او دا داسي ورځ وه چي مځکه د ډيري ګرمۍ په سبب داسي معلومېده لکه حشرات چي په هوا پر ګرځي. 


دا هغه حالت دى چي د ډيري ګرمۍ څخه سترګي پر مځکه بريښي، نو څوک چي مځکي ته ګوري تر سترګو يې شيان ګرځي او مځکه داسي معلوميږي لکه د مځکي پر مخ چي حشرات يا کمپلۍ په هوا الوتي وي، ټکنده سره غرمه ده، دغه ګرمي هغه چا ته معلوميږي چي د مدينې منورې ګرمي يې ليدلې وي، خاصتاً په دښت کي. 


عثمان(رضي الله عنه)وايي: ما د خپل ځان سره و ویل: دغه سړي ته څه پېښه ده؟ که يې يو څه صبر کړى واى دغه د غرمې ګرمي به تېره سوې واى او د لمر حرارت به هم لږ څه کم سوى واى، بيا به راوتلى واى او په اوښانو پسي به ګرځېدلى واى، اوښان چي هرڅومره ليري تللي واى د دغې منطقې څخه نه وتل، زه په دغه فکر کي وم چي سړئ يو څه را نژدې سو، عثمان(رضي الله عنه)وايي:

 

د خپلو نوکرانو څخه مي و يوه ته و ویل: دغه نفر څوک دى؟ هغه ويل: يو سړئ دى خپل پټو يې پر سر پېچلى دى او دوه اوښان يې را رهي کړي دي، د ليري والي په سبب يې نور نه سواى پېژندلاى، وروسته هغه سړئ نور هم را نژدې سو، عثمان(رضي الله عنه)بيا و هغه نفر ته و ویل: ور ته وګوره اوس يې پيژنې؟ هغه چي ورته وکتل ويل: هو، دا امير المؤمنين دى، عثمان(رضي الله عنه)په تعجب کي سو غواړي چي اوس په خپله ورته وګوري، آيا دا د منلو وړ ده چي امير المؤمنين دي په خپله په دغه ګرمي کي راوتلى وي؟ او په دغه دښت کي دي ګرځي. 
عثمان(رضي الله عنه)وايي: تر کِلکين مي سر ور و ايستى چي زه یې په خپله و وينم، وايي: په والله د ګرمۍ د ډيره شدته څخه مي سر دباندي نه سوای ور ايستلاى، د دغه دښت څخه د اور لمبه را پورته کېده، لکه د تناره په خوله چي ور ننوزم، چي سر مي ور وايستى دغه زهرناکه لمبه وه، بيرته مي سر ننه ايستى، د ګرمۍ د شدت او حرارته څخه سر نه سم ور ايستلاى، نو وايي دالته مي انتظار کاوه څو عُمر(رضي الله عنه)د کور و څنګ يا بغل ته را ورسېدى، زه خو دباندي نه سواى ور وتلاى نو مي د کوټې څخه ور ناري کړه:

 

يا امير المؤمنين! دغه د ګرمۍ په وخت کي د څه شي دپاره را وتلى وې؟ عُمر(رضي الله عنه)را ته و ویل: را معلومه سوه چي د صدقې د اوښانو څخه دوه اوښه ورک سوي دي، نو را و وتم چي پسي وګرځم او پيدا يې کم، بيرته يې هغه د حِمْی و منطقې ته ورولم (حمْى و هغي منطقې ته ويل کېده چي د اوښانو د ساتني دپاره ټاګل سوې وه) او ما ويل: که يې اوس پرېږدم و خُنِکۍ ته يې وځنډوم ممکن دغه اوښان مړه سي، او بيا به الله(جل جلاله)د دغو اوښانو پوښتنه را څخه کوي، عثمان(رضي الله عنه)ور ته و ویل:

 

ته اوس راسه په سايه کي کښېنه او دغه کار به دي نور زه در وکم، يعني: نوکران سته د هغو څخه به يو نفر اوښان و حِمْی ته بوزي، وايي: عُمر(رضي الله عنه)را ته و ویل: ته دي خپلي سايې ته ولاړ سه، عثمان(رضي الله عنه)بیا ورته و ويل: زما سره نفر سته هغه به دغه کار وکي، عُمر(رضي الله عنه)بيا ورته و ویل: ته دي خپلي سايې ته ولاړ سه او دئ(رضي الله عنه)رهي سو، عثمان(رضي الله عنه)د دغه عجيب حالته څخه په حيرت کي ؤ او هغه ناستو خلکو ته يې وکتل او ويل: که څوک غواړي چي و قوي امين ته وګوري نو دي عُمر ته وګوري. 


یواځي دا نه بلکه د حضرت عُمر(رضي الله عنه)ټول ژوند دغسي ؤ او د الله(جل جلاله)څخه يې د دوو اوښانو په باره کي دغسي او دومره بيره وه، دا يې حرص ؤ چي دغه کار د هغه بيري په سبب چي د الله(جل جلاله)د حساب څخه يې درلوده په خپله وکي، آيا تاسي يو قائد او رهبر، يو مشر او رئيس ليدلى دى چي په دغه اندازه دي د الله(جل جلاله)څخه بيريږي؟ او د خپل ځان سره دي د انسانانو او حيوانانو په باره کي دغسي دقيق حساب کوي؟

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: خلفاء راشدین.

 

www.taleemulislam.net

 

 

سرته