تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رښتیا په اړه څوسپڅلي خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 17, 2021
  0

رښتیا په اړه څوسپڅلي خبري 


لیکنه : قاري خبیب (پشت رودي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱ :رښتیا ویل ښه لاره او علم ښه لارښونکی دئ.   


۲ :هغه څوک چي خبري یې رښتیا وي، نو لویي او درجه یې زیاتوب کوي.


۳ :رشتیا ویونکی په پوهه اوعقل موصوف وي او درواغجن بیا په ذلت او خوارۍ.


۴ :رشتیا ویونکی عزیز او د لوړي مرتبې خاوند وي او درواغجن بیا ذلیل او بې رتبې.


۵ :دوعدې ماتول د درواغو د ښاخو څخه یو ښاخ دئ.


۶ :درواغجن سزا داده، چي رشتیا هم ووایي خلک یې نه مني.


۷ :د فقر، مسکینۍ اوبد بختۍ یوازنۍ سرچینه، درواغ دي.


۸ :درواغ ویل خیانت دئ. 


۹ :هغه څه مه وایه! چي  ته بېریږې که یې ووایم خلک به یې درواغ وبولي.


ماخذ : سپڅلي خبري

www.taleemulislam.net

 

 

سرته