تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
امت محمدي ډیر تعداد په جنت کې بې حسابه داخلیږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 13, 2021
  0

د امت محمدي ( صلی الله علیه وسلم ) ډیر تعداد په جنت کې بې حسابه داخلیږي 

 

لیکنه : محمدشفیق (فرهادي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حضرت امام ( رضي الله تعالی عنه ) څخه روایت دی چې رسوالله ( صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل چې الله تعالی زما سره وعده کړې ده چې زما له امت به اویا زره کسان بي حسابه کتابه جنت ته داخلیږي او په هغوی کې په هرو زرو کسانو سره او یا زره نور وي او درې لپي زما د پرودګار پرلپو ( زما له امت څخه بیله حسابه او بیله عذاب څخه جنت لیږي ).


فایده : د حدیث شریف مطلب دا دی چې زما له امت څخه به اویازره کسان بیله عذابه جنت ته داخلیږي او له هرو زرو کسانو سره به اویازره کسانو نور هم وي او له دې څخه پرته به الله په خپل خاص رحمت سره د دې امت ډیر لوی تعداد په درې مرحلو کي په جنت کي داخلوي او هیڅ حساب او کتاب به ورسره نه کیږي [ رواه احمد ، ترمذي ، ابن ماجه ]


اعلان : دداسي احادیثو پوره حقیقت به هغه وخت ښکاره شي ، کله چي دا هرڅه موږ په پخپله ووینو ، ځکه چې په دې د نیا کې خو زموږ علم دومره ناقص دی چې ځیني خبرونه په اخبار کي په لوستو سره هم پرې پوه نه شو، ترڅو مو هغه پیښه په څپلو سترګو لیدلې نه وي .


[ رواه احمد والترمذي وابن ماجه ، معارف الحدیث ج۱ص ۲۳۳ ،۲۳۴ ]


ماخذ : پاشلي ملغلري 

 

سرته