تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ځانه څخه بې عزم او بې ارادې خلګ مه جوړوئ!
  تعلیم الاسلام ويب پاڼه
  January 12, 2021
  0

د ځانه څخه بې عزم او بې ارادې خلګ مه جوړوئ!


لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ويب پاڼه


عن حُذَيْفَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ تَكُونُوا إِمَّعَةً تَقُولُونَ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَحْسَنَّا وَإِنْ ظَلَمُوا ظَلَمْنَا وَلَكِنْ وَطِّنُوا أَنْفُسَكُمْ إِنْ أَحْسَنَ النَّاسُ أَنْ تُحْسِنُوا وَإِنْ أَسَاءُوا فَلاَ تَظْلِمُوا ».[سنن ترمذی2138]


ژباړه: د حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د ځانه څخه بې موقفه ( بې ارادې ) مه جوړوئ چي تاسو وایاست: که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو ظلم کوی موږ هم ظلم کوو. بلکي د عزم او ارادې خاوندان وسئ که خلګو ښه کول تاسو هم باید ښه وکړئ او که خلګو بد کول تاسو نو بیا ظلم مه کوئ.


توضیح: یعني د ځانه څخه داسي بې موقفه، بې عزمه او بې ارادې خلګ مه جوړوئ چي په هرشي کي بیله دې چي د ځانه سره فکر وکړی او مثبت په نظر کي ونیسی نورو خلګو ته ګوری او ځانونه تل د نورو خلګو لارویان او مقلدین بولی او ځانونه داسي بولی چي که خلګو ښه کول موږ هم ښه کوو او که خلګو بد کول موږ هم بد کوو. بلکي ځانونه د عزم، موقف او ارادې خاوندان و بولئ د سالم عقل څخه په استفاده پر ځان باندي باور ولرئ او ځانونه داسي جوړ کړئ چي که خلګو ښه کارونه کول تاسو هم ښه کارونه وکړئ او که خلګو بد کارونه کول تاسو نو بیا بدکارونه او ظلم مه کوئ.


ددې حدیث څخه له ورایه ښکاري چي انسان باید هیڅ وخت په بدکارو کي په نورو خلګو پسې ولاړ نسي، او هیڅ وخت د بدکار په کولو کي د نورو خلګو کړه وړه د ځان لپاره دلیل ونه ګرځوي بلکي په ښه کارونو کي دي په خلګو پسې ځي خو په بدو کارونو کي دي په نورو خلګو پسې نه ځي.

ماخذ : اسلامي مقالي 

www.taleemulislam.net

 

سرته