تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د يوه مسلمان حقوق پر بل مسلمان باندي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 11, 2021
  0

د يوه مسلمان حقوق پر بل مسلمان باندي

 

لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

عَنِ الأَوْزَاعِيِّ قَالَ : أَخْبَرَنِي ابْنُ شِهَابٍ قَالَ : أَخْبَرَنِي سَعِيدُ بْنُ الْمُسَيَّبِ أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ : حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ رَدُّ السَّلاَمِ وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ.

(صحیح البخاری 1240)

ژباړه: اوزاعي د ابن شهاب څخه روایت کوي چي سعید بن المسیب ماته خبر راکړ چي ابوهریرة رضي الله  عنه وویل: ماد رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي ویل یې: مسلمان پر مسلمان باندي پنځه حقوق لری:

۱ ـ د سلام جواب ورکول.

 

۲ ـ  پر مریض باندي پوښتنه کول.

 

۳ ـ د جنازې پسې تلل.

 

۴ ـ د دعوت قبلول.

 

۵ ـ او د مږونکي جواب ورکول.(یعني یرحمک الله ورته ویل).

 

دا پنځه حقوق د هر مسلمان لپاره پر بل مسلمان سته.

 

ماخذ : اسلامي مقالي .

 

www.taleemulislam.net

سرته