تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بې ديده سترګي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2021
  0

بې ديده سترګي

 

لیکنه : مولوي محمد اختر صاحب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الله(جل جلاله) انسان  ته په  څو  ځايونو کي امر کړى دئ چي دالله(جل جلاله) په جهاني پيدا سوو مخلوقاتو کي تدبر او تفکر وکړي څو عبرت او لارښوونه ترګوتو کړي، که  داسي  ونه کړي نو يوازي ظاهري ليدل دي او کوم معنوي ارزښت پکښي نسته الله(جل جلاله) دکافرانو په اړه فرمايلي دئ او فرمايي:


وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا


ژباړه  : دوى سترګي  لري مګر ليدل  نسي  په کولاى.


دفيزيکي سترګو دظاهري ديد دلذت سره چي معنوي ارزښت نه وي هغه ړوند غوندي دئ الله(جل جلاله) فرمايي:


وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الْآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿الإسراء: ٧٢﴾


ژباړه  : څوک چي په دې دنيا کي ړوند وي (په ښکاره  خو شيان ليدلاى سي مګر معنوي ديد پکښي نه وي دالله(جل جلاله) دمخلوقاتو څخه عبرت نه سي تر لاسه  کولاي) هغه به اخرت کي هم ړوند او لار ورکى وي.


داچي دالله(جل جلاله) ددوستانو معنوي بصيرت او بينايي زياته وي نو ظاهري بينايي يې هم زياته  وي ، دمولانا الياس(رح) په اړه راځي چي کله دى مبارک اخر عمر ته ورسېدئ سره ددې چي ټول غړي يې ضعيف سوه مګر دسترګو ديد يې زيات وو.


ماخذ : په اسلام کي دحرامو دید.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته