تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دوزخ او نفاق څخه خلاصون
 
  January 2, 2012
  0

عن انس بن مالک رضي الله عنه قال قال رسو ل الله صلی الله عليه وسلم  من صلي لله اربعين يوما في جماعة يدرک التکبيرة الاولي کتب له براءتان برآءة من النار و براء ة من  النفاق. (رواه الترمذي)

ژباړه : د انس بن مالک  رضي الله عنه  څخه روايت دئ، چي نبي عليه السلام فرمايلي دي: څوک چي څلوېښت ورځي په جماعت لمونځ وکړي، لومړى تکبير نه سي ځني تېر ده ته به الله جل جلاله  دوه خلاصونه ورکړي يو خلاصون به د اور څخه وي دوهم خلاصون به د نفاق څخه وي.

فايده: يعني کوم څوک چي په اخلاص سره څلوېښت ورځي لمونځونه په جماعت  سره وکړي چي په پيل کي د امام سره ګډون وکړي، يعني لومړى الله اکبر د امام سره ونيسي  دغه کس به نه دوزخ ته ځي او نه به د منافقانو  په ډله کي داخلېږي. منافق دې ته ويل کېږي  چي په ښکاره ځان مسلمان ښکاره کوي  خو په زړه  کي کفر  ساتي. د څلوېښتو ورځو ځانګړتيا دا ده چي په ډېرو ځايو کي  په څلويښتو  ورځو کي  بدلون  راځي لکه د ماشوم د پيدايښت  مخکي چي تر څلوېښتو ورځو پوري نطفه وي بيا وينه ګرځي په داغه ترتيب څلوېښت، څلوېښت ورځي وروسته  بدلون  پکښې راځي. همدا ډول د صوفيانو په آند هم څلويښت  ورځي خاص اهميت لري. هغه کسان څومره  نېک بخته دي چي په کلونو لومړى تکبير نه ځني پاته کېږي.


ماخذ: فضايل اعمال

رالېږونکی: ګل احمد فيضي

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته