تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبي(ص)پوښتني او د صحابه کرامو (رض)ځوابونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 31, 2020
  0

د نبي(ص)پوښتني او د صحابه کرامو (رض)ځوابونه

 

لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یو وخت رسول الله(ص) د خپلوصحابه کراموسره ناست ؤ او دهغوی څخه يې پوښتني کولې، نولومړئ یې د حضرت ابوبکرالصدیق(رض) څخه پوښتنه وکړه او ويې ویل: یا ابابکر! په دنیوي شیانوکې دي څه شي خوښ دی؟


حضرت ابوبکرالصدیق(رض) وویل:
له دنیا څخه مي درې شیان خوښ دی:
لومړئ: ستا په حضورکې کښینستل.
دوهم: ستا مبارک مخ ته کتل.
دریم: پرتا باندي خپل مال مصرفول.


رسول الله(ص)دوهمه پوښتنه د حضرت عمر(رض) څخه وکړه او وې فرمایل: ستا څه شي خوښ دي یا عمر؟


حضرت عمرفاروق(رض)وویل: زما هم له دنیوي شیانوڅخه درې خوښ دي:
لومړئ: امربالمعروف که څه هم په پټه سره وي.
دوهم: نهی له منکره که څه هم په ښکاره وي.
دریم: حق ویل که څه هم ترخه وي.


نبي صلی الله علیه والسلام بیا وفرمایل: اوستا څه شي خوښ دي یا عثمان؟


حضرت عثمان ذي النورین رضی الله عنه وویل:
زماهم له دنیوي شیانوڅخه درې شیان خوښ دي:
لومړئ: د خوړو ورکول(سخا).
دوهم: د سلام نشرول(السلام علیکم ویل).
دریم: د شپې په هغه برخه کې لمونځ کول چې خلګ بیده وي.


رسول الله(ص) بیاوفرمایل: ستا څه شي خوښ دي یا علي؟


حضرت علي(رض)وویل:زماهم له دنیوي شیانوڅخه درې شیان خوښ دي.
لومړئ: د میلمه عزت کول.
دوهم: د دوبې په ګرمیوکي روژه نیول.
دریم: په توره د اسلام دښمن وهل.


اوبیا رسول الله(ص)حضرت ابوذرالغفاري(رض)ته وفرمایل:اوستا څه شي خوښ دي یا اباذر؟


حضرت ابوذر(رض)وویل: زماپه دنیا کي درې شیان خوښ دي:
لومړئ: لوږه.
دوهم: ناروغي.
دریم: مرګ.


جناب رسول الله (ص)وفرمایل: ولي؟


ابوذر(رض)وویل: لوږه مي ددې دپاره خوښه ده چې زړه نرموي.
ناروغي مي ددې د پاره خوښه ده چې ګناهونه رژوي.
مرګ مي ددې دپاره خوښ دی چې دخپل رب(ج)ملاقات ته ورځم.


ماخذ : محمدي ملغلرۍ.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته