تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سیاست تعریف د اسلامي پوهانو له نظره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2020
  0

د سیاست تعریف د اسلامي پوهانو له نظره

 

لیکنه : محمد شفیق(فرهادي)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

زموږ اسلامي نظام سیاسي خیالات او سیاسي تمایلات پیداکړل چې د هغو په قوت سیاسي کتابونو ښوونو لویدیځ ته نظریات ورکړل ، اسلامي پوهانو د سیاست په تعریف کې هغه څه ویلي چې داوسني وخت پوهانو پخپله ژبو او قلمونو سره اداء کړي دي ابن خلدون «رح» چې په اته سوه اتم هجري کال کې وفات شوی د سیاست په اړه داسې لیکې :

 

( فالسیة والملک هي کفالة للخلق وخلافة الله في العباد لتنفیذ احکام فیهم )

سیاست او حکومت د مخلوق ساتني او د هغوی د ګټو د کفالت او ضمانت نوم دی او دا ډول سیاست د الله نیابت دی چې د هغه په بندګانو د هغه عزوجل احکام نافذ کړی شي ، امام غزالي )«رح» چې په پینځه سوه پنځم هجري کال کې وفات شوی د سیاست په اړه داسي وايي (استصلاح الخلق وارشاد هم الی الطریق  المستقیم المنجي في الدنیا ولاخرة ) یعني : د الله د بندګانو اصلاح او د هغي لاري ته د هغوی لارښوونه چي دد نیا او اخرت د خلاصون یواځینۍ ذریعه ده سیاست ویل کیږي په همدي توګه په بل ځای کې يي داسې تعریفوي : ( وهي التالیف و الا جتماع علی اسباب المعیشة و ضبطها ) یعني :

 

سیاست هغه تدبیر دی چې د ژوندانه د وسایلو او د هغه په ګرد را ګرد کي د افرادو او ټولني ترمنځ د محبت ، یووالي او یوله بل سره دمرستي د پیدا کیدو وسیله ګرځي . ابن منظور افریقی «رح» چې په ۷۱۱ هجري کال کې وفات شوی سیاست داسي تعریفوي ( والسیاسة القیام علی الشئ بما یصلحه والسیاسة فعل السائس ) یعني : دیوشي د اصلاح لپاره ملاتړل او کلک دریدل له سیاست څخه عبارت دي چې دادیو مدبر کار دی 

.                                                                           
امام راغب اصفهاني (ح) د سیاست په تعریف کې ددرې شیانو ېادونه کړې اود انساني فعالیتونو دارو مداريي په دري شیانو پورې مربوط بللی دی


۱: عمارة الارض : يعني : د ځمکي پرمخ د ساختماني او تعمیراتي تمدون مینځته راوړل.


۲: تنفیذ احکام الله : يعني : د الله د حکمونو نافذ ول.


۳: مکارم الشریعة : یعني : دښو اخلاقو اختیارول.

 

امام ابو الحسن مارودي چې په ۴۶۰ کال کې وفات شوی په لازیاتو صافو الفاظو کې یي دا مطلب بیان کړی دی (الامامة موضوعة في حراسة الدین وسیاسة الدنیا) یعني : اسلامي حکومت یو ډول قیادت دې چې د دین په حفاظت او د دنیا په سیاست بنا دی د دین د حفاظت نه وروسته د دنیا په چارو کې برخه اخيستل په سیاست پوري موقوف دي علامه مارودي  په دې زور اچوی چي د شرعي قانون تعلق د مسولیتونو سره ده او د سیاست تعلق د دنیا دابادۍ سره د امام ابن تیمیه په نزد حکومت یو امانت دی چې کار يي د عدل او سیاست بر قرار ساتل دي نو د پورته تصریحاتو په بنسټ د سیاست معنا مکر ، فریب ، غولول ، او جمګول نه دي بلکي سیاست دهغي پوهي نوم دی چې د خلګو تر مینځ ورورولي مینه او محبت رامنځته کوي حقیقي سیاست پوه هغه څوک وي چې د ښه نظم او تدبیر نه پرته بهترین مصلح او د اخلاقو ښه معلم هم وي .

 

د پورتنیو تعریفونو څخه داسي نتیجه په لاس راځي چي سیاست يوفن او پوهه ده چې د حکومت او ریاست نظم او نسق يي موضوع او مهمه دنده تشکیلوي . غرض او مقصد يې د مصالحو ساتنه او د خلګو تر مینځ اړیکې او ارتباط د يوې قاعدې او قانون په توګه کنټرولول دي .


مسلمانانو ترمودو مودو د سیاست او حکومت څراغ روښانه وساته ، او زموږ باور دی چي  د نړۍ په اوسني سیاسي شعور کې چې د عمومیت او دحکومت په قالب کې د اختیاراتو کوم قوت ښکاري ، په هغې کې د اسلام دسیاسي دور ډیر لوی لاس دی .

ماخذ : داسلامي سیاست پوهنه 

 

www.taleemulislam.net

     

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته