تازه سرليکونه
د (ورځنى حديث) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رسول الله (ص) دقران کریم فضلت په اړه فرمايلي دي
  تعلیم الا سلام ویب پاڼه
  December 15, 2020
  0

عن ابي سعيد(رض)قال قال رسول الله (ص) يقول الرب تبارک وتعالى من شغله  القرآن عن ذکري و مسئلتي اعطيته افضل ما اعطى السائلين و فضل کلام الله على سائر الکلام کفضل الله على خلقه.
ژباړه : ابى سعيد (رض) د رسول الله (ص) څخه روايت کوى چي رسول الله (ص) وفرمايل: رب تعالى وايي : څوک چي زما د ذکر او زما څخه د سوال کولو څخه په قرآن مشغول سي زه به هغه غوره شى ده ته ورکړم کوم چي سوال کوونکو ته يې ورکوم. د الله (ج) د کلام غوره والى پر نورو کلامونو باندى دومره زيات دئ لکه د الله(ج)بهتر والى پر خپل مخلوق باندي .
روښنايي : يعني څوک چي د قرآنكريم په زده کولو، يادولو او پوهېدلو دومره زيات بوخت سي چي د الله (ج) څخه ددعا غوښتلو وخت هم نسي ورته پاته الله (ج) وايي زه هغه غوره شى ورکوم چي دعا کوونکو ته يې ورکوم. 

سرته