تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صّدِّیق(رض) د مرتدانو د جنګ دپاره لښکري جوړوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 5, 2020
  0

ابوبکر الصّدِّیق(رض) د مرتدانو د جنګ دپاره لښکري جوړوي

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

کوم وخت چي د اسامه لښکر را ورسېدى ابوبکر الصّدِّیق(رض)  امر وکړى چي دغه لښکر دي په مدينه منوره کي پاته سي آرام او راحت دي وکړي او په خپله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د ذِي القُصه و طرف ته کوم چي هلته يې نعمان بن مُقرَن(رض)  آمر پرې اېښى ؤ رهي سو، هلته يې خېمې و درولې او ټول هغه خلک يې و ذي القُصه ته را و غوښتل چي پر اسلام پاته وه چي د ده سره يو ځاى سي، خلکو هم په راتګ شروع وکړه د مکې مکرمې څخه د طائف څخه خلک ورتله، په نوره جزيرة العرب کي چي څوک پر اسلام پاته وه ټول و ذِي القُصه ته ور تله او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د لښکرو په جوړولو شروع وکړه، لښکر په لښکر پسي جوړوي، هر لښکر چي به يې جوړکړى هغه به يې د مرتدانو و طرف ته لېږى، کوم وخت چي به نور نفر سره يو ځاى سوه د هغو څخه به يې بل لښکرجوړ کړى او و به يې لېږى چي په نتيجه کي يې د ذِي القُصه څخه يوولس لښکري ولېږلې.


د اول لښکر مشري او قومنداني د خالد بن وليد المخزومي(رض)  پر غاړه وه، او دغه لښکر يې د طُلَيحه بن خُويلد الاُسدي و طرف ته ولېږى، ځکه د طُليحه سره ډيري قبيلې يو ځاى سوي وې او د هغه څخه د ډېر خطر امکان موجود ؤ .


او د طُليحه ځاى د مدينې منورې څخه ډېر ليري هم نه ؤ، تر مسيلمة الکذاب او اسودالعُنسي نژدې ؤ، څرنګه چي د اول خطر امکان د طُليحه له طرفه څخه ډېر ؤ، نو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم په ده شروع وکړه او خالد بن وليد ته يې و ويل:که د طُليحه څخه فارغه سوې د مالک بن نُويره وطرف ته ولاړ سه. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  چي د خالد بن وليد(رض)  د لښکر د جوړولو څخه فارغه سو دوهم لښکر يې د مسيلمة الکذاب و طرف ته ولېږى چي مسيلمه هم هلته لوى لښکر جوړ کړى ؤ، څلوېښت زره نفره ورته راټول سوي وه چي دا هم د مسلمانانو دپاره يو لوى خطر بلل کېدى، دغه لښکر چي د مسيلمه و طرف ته ولېږل سو مشر او قومندان يې عِکرمه بن ابي جهل(رض)  ؤ، د مسيلمه سره خپله قبيله بنو حنيفه ملګري وه چي د استوګني ځاى او وطن يې يمامه ؤ، يمامه د نجد شرقي طرف دى او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دغه لښکر ته و ويل چي پر جنګ تلوار مه کوى، ځکه دغه ستاسي لښکر د مسيلمه د جنګ د پاره پوره او کافي نه دى، تاسي هلته انتظار باسى زه نور کومک هم درلېږم، دې لښکر هم د مسیلمة الکذّاب پر طرف حرکت وکړى. 


کوم وخت چي د درېیم لښکر شمېر پوره سو، پر دغه درېيم لښکر يې شُرحبيل بن حَسَنه(رض)  امير مقرره کړى او امر يې کړى چي د عِکرمه کومک ته ولاړ سه، نو شُرحبيل هم د مسيلمه پر طرف رهي سو. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  بل څلورم لښکر د مهاجر بن ابي اُميه(رض)  په مشرۍ جوړکړى او دغه لښکر يې په يمن کي د اسود العُنسي و طرف ته ولېږى، خو په خپله اسود العُنسي په دغه وخت کي چه دلته د هغه دپاره لښکر جوړيږي هلته په يمن کي و وژل سو، مګر د هغه فوج او لښکر موجود ؤ، نو مهاجر(رض)  د هغو و طرف ته حرکت وکړى.


کوم وخت چي پنځم لښکر جوړ سو ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د دغه پنځم لښکر امير حُذيفه بن مُحسن(رض)  و ټاکى او د دِباء وطرف ته يې ولېږى (دِباء) په اِمارات يا عَمان کي د يوې منطقې نوم دى چي و مسقط ته نژدې ده چي هلته هم کفارو د ذِي لُقَيط په مشرۍ د مسلمانانو د جنګ دپاره يو لوى لښکر جوړ کړى ؤ چي دغه ذي لُقَیط هم د نبوت دعوه کړې وه. 


وروڼو ! د دغو لښکرو د لېږلو څخه دا معلومه سوه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض)  اول په هغو کسانو شروع وکړه چي د نبوت دعوه يې کړې وه چي هغه کسان: 


طُليحه الاُسدي، 
 مسيلمة الکذاب، 
الأسود العنسي، 

او ذولُقيط، دي. 
دغه څلورو نفرو د مرتد کېدلو سره سره د نبوت دعوه هم کړې وه او ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دمخه تر هغو مرتدينو چي د زکات څخه منکره وه او نه يې ورکاوه په دوى شروع وکړه، ځکه د دغو خلکو کفر هم اشد ؤ او خطر يې هم زيات ؤ نو ځکه اوله شروع هم په دوى سره وسوه.


تر دوى وروسته يې شپږم لښکر د عُرفُج بن هَرثَمَه(رض)  په مشرى جوړکړى او د حضرموت و طرف ته يې ولېږى. 


اووم لښکر يې د سُوَيد بن المُقرِن(رض)  په مشرى د تُهامَةُاليمن و طرف ته ولېږى. 


اتم لښکر يې د علاء بن الحضرمي(رض)  په مشرى د بحرين و طرف ته ولېږى، د بحرين څخه هغه لوى او پراخه بحرين مقصد دى چي مخ کي مو درته و ويل. نهم لښکر يې د طُرَيفه بن هاجَر(رض)  په مشرى د بنو سُليم او هوازن و طرف ته ولېږى. 


لسم لښکر يې د عَمرو بن العاص(رض)  په مشرى د قُضاعه د قبیلې و طرف ته ولېږى چي د قضاعه قبیله د روم و طرف ته ده. 


یوولسم لښکر يې د خالد بن سعيد(رض)  په مشرى په خپله د روم و طرف ته ولېږى، ځکه د قُضاعه قبيلې چي د اسامه د لښکر څخه ماته و خوړه نو يې روميان د مسلمانانو و جنګ ته را پارول او اوس ويني چي هلته په خپله په جزيرة العرب کي هم رِدت په وجود راغلى دى خلک د دينه اوښتي دي، غواړي چي د دغه بُحراني حالته څخه نوره هم ګټه واخلي. 


د قُضاعه قبیلې خو په خپله د مسلمانانو څخه ماته او شکست خوړلى ؤ نو اوس يې د انتقام او بدلې اخستلو دپاره په روم کي نصارا عرب او په خپله هرقل د مسلمانانو د جنګ دپاره هڅول.


دلته مسلمانانو ته هم دا خبر رسېدلى ؤ چي هلته روميان او د قضاعه قبیله  لښکري جوړوي نو ځکه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دغه دوه لښکره چي یو یې د عمرو بن العاص(رض)  لښکر ؤ او بل یې د خالد بن سعید(رض)  لښکر ؤ د روم او رومیانو و طرف ته ولېږل چي هغه منطقې تر نظر لاندي ونيسي او وې ساتي.


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د دغو لښکرو و هر قومندان ته دوه دوه ليکه ورکړه چي په يوه ليک کي په خپله و دغه قومندان ته اوامر او لارښووني لیکل سوي وې او په دوهم ليک کي د هغې منطقې چي دوى ورتله و عامو خلکو ته که مرتدين وه که پر اسلام پاته خلک وه نصيحت او لارښوونه وه. 


څرنګه چي دغه ليکونه ډېر عظيم، د معنْی ډک او د اهميت وړ ليکونه دي، نو دا ښه بولم چي د دغو ليکونو ترجمه او مضمون درته بيان کړم، ځکه په دغو ليکونو کي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د حکم کولو منهج او طریقه یا په اوسنۍ اصطلاح سره خطِ مشيَ او د خپلو قومندانانو او رعيتو سره معامله موجوده ده. 


هغه ليکونه چي د آمرانو يا قومندانانو دپاره ليکل سوي دي که څه هم و هر يوه ته جلا جلا ليک ليکل سوى ؤ خو تقريباً د ټولو ليکونو مضمون يو دى او هغه ليکونه په داسي ډول سره لیکل سوي وه: 


بسم الله الرّحمن الرحيم، 


دغه ليک له طرفه څخه د ابوبکر خليفةَ رسولِ الله(ص)  و فلاني ته (د فلاني پر ځاى به د هغه قومندان نوم ليکل سوى ؤ ) عهد او وعده ده. 


څرنګه چي ما هغه څوک چي ما استولي دي، د هغو خلکو د جنګ دپاره لېږلي دي چي داسلام څخه يې رجوع کړې ده، دغه لېږل سوو خلکو (يعني ټولو قومندانانو) زما سره دا وعده کړې ده چي په ټولو کارو کي به په پټه او ښکاره تر کومه ځايه چي په وسه يې پوره وي د الله(ج)  د امر اِطاعت کوي او  ما دوى د هغه چا سره په جهاد کولو امر کړي دي چي د الله(ج)  د لاري څخه اوښتي دي، د اسلامه څخه اوښتي دي او د شيطان و عمل ته يې رجوع کړې ده، نو اولاً به دغه خلک په اسلامي بلنه و حقي لاري ته رابولي، که هغو دغه د دوى دعوت قبول کړى نو دي یې پرېږدي. 


[تاسي ولیده چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  او مسلمانانو مقصد جنګ او غنيمتونه نه وه، بلکه د دوى يواځنئ مقصد د اسلام نشرول وه] 

 

ابوبکر الصّدِّیق(رض)  نور هم په خپل ليک کي زياتوي:
او که مرتدينو دغه د دوى دعوت نه کړى قبول نو به دوى تر هغو جنګ ور سره کوي څو چي اسلام ته تابع کيږي، كله چي دغه مرتدين اسلام ته تابع سوه، بیا به یې په هغو شيانو خبر کړى چي د دوى پر موږ حق دي او په هغو شيانو به يې خبرکړي چي پر دوى یې کول لازم دي.
هغه چي پر دوى دي هغه به کوي او هغه چي د دوى حق دى هغه به ورکول کيږي او دوى به مسلمانان د اسلام د دښمنانو د جنګه څخه نه منعه کوي. 


تاسي پوهېږى چي دا د رسول الله(ص)  د خليفه اولنئ ليک دى چي په هغه کي د ده او د ملت تر منځ حقوق او اړيکي ښوول کيږي، هره جمله يې د فکر کولو او تدقيق وړ ده چي د حکومت څه مسئوليت دى او ملت په څه شي مکلف دى. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  نور هم په خپل ليک کي زياتوي:


که چا د الله(ج)  امر قبول کړی او و هغه ته تابع سو دغه اِطاعت يې قبليږي او د دغو کسانو به د خير په کارو کي کومک کيږي، او د هغو کسانو سره جنګ کيږي چي يو وار يې پر الله او اسلام اقرار کړى وي او بيا منکر سي، که چا دغه دعوت قبول کړى پر هغو د جنګ او تجاوز کولو اجازه نسته او الله(ج)  به بيا د ده سره هغه د ده د زړه د حال حساب کوي .


[يعني د انسانانو په دننه زړو موږ کار نه لرو، موږ د دوى پر ظاهري حالت معامله ور سره کوو]   


نور هم په خپل ليک کي زياتوي:


که څوک دغه الْهي دعوت او دین نه قبلوي هر چيري چي وي وژل کيږي، الله(ج)  د هيچا څخه بېله اسلامه بل شئ نه قبلوي، که چا اسلام قبول کړى او پر هغه يې اقرار وکړى ځني قبول دي سي او کومک دي يې وسي او که چا د اسلام سره جنګ کاوه او الله(ج)  څوک پر قادر او مسلطه کړی و دي یې وژني، په هر ډول مرګ سره، په اسلحه، په اور، او بل هر شي سره او بيا دي د دوى مالونه تقسيم سي، خُمس يا پنځمه حصه دي يې موږ ته راوړل سي.   

 
تاسي پوه سواست چي د مرتدانو سره دکفارو معامله کيږي، غنيمتونه يې څلور حصې و لښکر ته ورکول کيږي او پنځمه حصه يې د بيت المال ده. 


په دغه ليک کي يې قومندانانو ته د خپل لښکر يا جهادي ملګرو په باره کي هم لارښوونه کړې وه او ورته ليکلي يې وه:


خپل ملګري بايد د تلوار او فساد څخه منعه کړی او کفار بايد د دوى و صفو ته ور داخل نه سي، تر څو چي خلک ښه و نه پېژنى چي دوى څوک دي خپلو صفو ته يې مه پرېږدى ځکه چي هغه د کفارو جاسوسان نه وي او بل د مسلمانانو پر لښکر به شفقت او مهرباني کيږي، د تګ او اړولو په وخت کي به د دوى د حال خبر اخستل کيږي، ځيني به تر ځينو نورو تلوار نه کوي، او بيا يې مسلمانانو ته په خپل منځ کي د ښه ملګرتيا، يو د بل سره پستې خبري او تحمّل وصيت او نصيحت کړى ؤ. 


دا د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  له طرفه چي اوس خلیفة رسولِ الله دی و خپلو قومندانانو او لښکرو ته لار ښووني او هدايات وه چي د عامو خلکو او خپلو ملګرو سره څه قسم معامله باید وکړل سي. 


همدارنګه د هري منطقې و مرتدانو ته یې هم خطونه ليکلى وه چي هغه ليکونه عام او د منطقې و ټولو خلکو ته وه، هغه خطونه په داسي ډول سره لیکل سوي وه:     


بسم الله الرّحمن الرّحيم 


د ابوبکر خليفةَ رسولِ الله(ص)  له طرفه و هغه چا ته چي زما دغه ليک ور رسيږي که خاص وي که عام، که پر اسلام پاته وي او که يې رجوع ځني کړې وي،  


سلامٌ على من اتّبع الهُدى! 


او پر هغه چا دي سلام وي چي پسله هدايته څخه يې و ضلالت او ګمراهۍ ته رجوع نه ده کړې،

 
الحمد لله الذي لا اله الا هو، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريک له، وأشهد أن محمداً عبده ورسوله، پر هغه څه مي ايمان راوړى دى چي محمد(ص)  راوړي دي، امّا بعد: بېشکه چي الله(ج)  له خپله طرفه و خپل مخلوق ته محمد (ص)  رسول رالېږلى دى چي بشير او نذير دى او خلک د الله(ج)  و عبادت ته ور بولي، روښانه څراغ او لار ښوونکى دى چي ژوندي انسانان و بېروي او د الله(ج)  وعده او قول پر کافرانو ثابت او يقيني کړي، الله(ج)  و هغه چا ته حقه لار ور ښوولې ده چي د محمد(ص)  دعوت يې قبول کړى دى او رسول الله(ص)  د الله(ج)  په امر هغه کسان وهلي او وژلي دي چي د ده(ص)  و دعوت ته يې شا ور ګرځولې وه، ترڅو چي که خوښ وه که نا خوښ د اسلام تابع سوه، او بيا رسول الله(ص)  پسله هغه څخه وفات سو چي د الله(ج)  امر يې عملي کړى امت ته يې نصيحت وکړى هغه چي پر ده(ص)  وه هغه يې آداءکړه. 


او الله(ج)  دغه د ده(ص)  د وفات مسئله مسلمانانو ته روښانه کړې ده او فرمايي: 


إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ [الزمر: 30 ]
يعني: بېشکه چي ته مرې او دوى هم مري. 

بېله الله(ج)  بل هيڅوک پاته کېدونکى نه دى. 


او بيا الله(ج)  فرمايي: 

وَمَا جَعَلْنَا لِبَشَرٍ مِّن قَبْلِكَ الْخُلْدَ ۖ أَفَإِن مِّتَّ فَهُمُ الْخَالِدُونَ[ الانبياء: 34 ]

يعني: اې محمده! (ص)  تر تا دمخه موږ هيڅ انسان ته همېشه ژوندي پاته کېدل نه دي ګرځولي نو که ته مړ سې آيا دوى تل پاته کېدونکي دي؟ 


او بيا الله(ج)  مومنانو ته فرمايي:
( وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ )﴿آل‌عمران: ١٤٤﴾ 


يعني: نه دى محمد(ص)  مګر د الله(ج)  يو رسول دى، خامخا یا په تحقیق تر ده دمخه ډېر رسُولان تېر سوي دي، آيا که محمد(ص)  مړ يا شهيد کړل سي نو تاسي بيرته پر شا خپل کفر ته ور ګرځی؟ 


يعني: دا نه ده صحي ځکه هر بشر آخر د دنيا څخه تلونکى دى. 
او هر څوک چي بيرته و هغه خپل کفر ته وګرځي، نو الله(ج)  ته هيڅ تاوان نه رسوي او الله(ج)  به ډېر ژر و شکر کوونکو بندګانو ته د خير جزاء او بدله ورکړي. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  نور هم ليکلي وه: 
که چا د محمد(ص)  عبادت کاوه هغه(ص)  وفات سو، او که چا د الله(ج)  هغه چي يو الله دى او شريک نه لري عبادت کاوه، هغه الله حاضر او ناظِر دى، حى او قيوم دى، همېشه موجود او ژوندئ دى. 

اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ [بقره: 255] 

 

ژباړه: الله! نسته هیڅوک لائق د عبادت مګر هم دغه الله د عبادت وړ او لائق دی، چي تل ژوندی او پر یوه حال باقي دی، باقي، قائم او د تدبیر خاوند دﺉ(ج)  دی، نه د خوب هښمه او نه پرېشاني پر راځي او نه خوب پر راځي. 


الله(ج)  د خپل امر ساتونکى دى او د خپل دښمن څخه په خپله ډله انتقام اخستونکى دى او زه د الله(ج)  په تقوْی وصيت درته کوم او په هغه شي وصيت درته کوم چي ستاسي نبي تاسي ته راوړى دى او درته وايم : د هغه نبي په لار ښوونه او هداياتو عمل وکړى، د الله(ج)  په دين پوري لاسونه ونيسى، هر هغه څوک چي الله(ج)  هدايت نه وي ورته کړى ګمراه دى او هر هغه څوک چي الله نه پېژني مبتلاء دى (يعني په امتحان کي دى) هر هغه څوک چي الله يې نصرت نه کوي ښويېدلى دى، چا ته چي الله(ج)  لار ښوونه کړې ده هغه پر سمه لار دى او که يې څوک ورک کړى هغه ګمراه دى، چا ته چي الله(ج)   هدايت کړى دى هغه: هغه څوک دى چي سمه لار پېژني او که يې څوک ګمراه کړى دى هغه دوست او لار ښوونکى نه لري او د هغه څخه په دنيا کي هيڅ عمل نه منل کيږي او په آخرت کي يې هيڅ عمل نه قبليږي او ما ته خبر را رسېدلى دى چي ځيني کسان پسله هغه څخه چي اسلام يې منلى ؤ او په هغه يې عمل کړى ؤ اوس د خپل دين څخه اوښتي دي، چي دغه کار د الله(ج)  د امره څخه بې خبرتيا ده او پر الله(ج)  غَره کېدل او خطاوتل دي او د شيطان د لاري قبلول دي، الله(ج)  فرمايي :

 

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلَائِكَةِ اسْجُدُوا لِآدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ كَانَ مِنَ الْجِنِّ فَفَسَقَ عَنْ أَمْرِ رَبِّهِ أَفَتَتَّخِذُونَهُ وَذُرِّيَّتَهُ أَوْلِيَاءَ مِن دُونِي وَهُمْ لَكُمْ عَدُوٌّ بِئْسَ لِلظَّالِمِينَ بَدَلًا ﴿الكهف: ٥٠﴾ 


يعني: کوم وخت چي موږ ملائکو ته و ويل چي تاسي و آدم(ع) ته د عزت او تعظيم سجده وکړى پس هغو ټولو سجده وکړه بېله ابليسه څخه چي دئ د جِن د ذاته څخه دى او د خپل رب د امره څخه يې په سجده نه کولو سره سرکښي وکړه، آيا اوس تاسي دغه ابليس او د ده اولاده په دوستي نيسى (دوست يې بولى چي إطاعت يې کوى) بېله ما څخه؟ حال دا چي دغه ابليس او د ده اولاده ستاسي دښمنان دي، د ظالمانو دپاره ابلیس بد بدل دی.  یعني: دا چي انسان د الله(ج)  په عوض او بدل کي د شیطان متابعت کوي.


او بيا رب(عزوجل) فرمايي: 

إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوًّا ۚ إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ[فاطر: 6 ] 
يعني: خامخا شيطان ستاسي دښمن دى نو تاسي يې هم دښمن وبولى، بېشکه دغه شيطان خپله ډله و هغو کارو ته وربولي چي دغه د ده ډله د اهل سعير، یا اهل دوږخه څخه سي. 


شيطان خپله ډله د دې دپاره زياتوي او ډيروي چي دوږخیان زیات سي.
او اوس ما تاسي ته فلانئ در ولېږى (د فلاني پر ځای به یې د هغه قومندان نوم ليکى چي د هغې منطقې و مرتدينو ته يې ور لېږى) او اوس ما ستاسي طرف ته فلانئ در ولېږى چي د مهاجرينو، انصارو او تابعينو د احسان لښکر ور سره دى او دا امر مي ورته کړى دى چي د هيچا سره به جنګ نه کوى او نه به څوک وژنى تر څو چي د الله(ج)  ولاري ته يې را ونه بولې، که چا دغه زما د قومندان دعوت قبول کړى په اسلام يې اقرار وکړى او عملِ صالح يې اختيار کړى دغه اسلام يې قبليږي او پر هغه يې کومک هم کوي، او که چا انکار وکړى اسلام يې نه قبلاوه د هغه سره دي جنګ کوي او پر هر يوه چي قدرت پيدا کي هغه دي نه پرېږدي و دي يې وژني، ښځي او کوچنيان دي يې بنديان و نیسي، او د هيچا څخه دي بېله اسلامه بل شئ نه قبلوي، که چا ايمان راوړى دا يې ګټه او فايده ده، او که چا اسلام پرېښاوه هغه څوک الله نه سي عاجزه کولاى او ما دغه خپل قاصد او قومندان امر کړى دى چي ستاسي په هره ټولنه او اجتماع کي دغه زما ليک درته و وايي، زموږ او ستاسي په منځ کي نښانه او علامه آذان دى، که مسلمانانو آذان وکړى تاسي هم آذان وکى او ځانونه خلاص کړى او که چا آذان و نه کړى نو دي پوښتنه ځني وسي چي تاسي پرکوم دين ياست؟ که يې د اسلام څخه انکار وکړى حمله دي پر کوي او که يې اسلام و منى ځني قبول دي سي او هغه کارونه چي پر دوى دي په هغه دي مکلف کړل سي. 


د حضرت ابوبکر الصّدِّیق(رض)  منهج، طريقه او  امرونه ټول ښکاره او روښانه دي. 
اوس نو څوک مرتد وبلل سوه؟ ابوبکر الصّدِّیق (رض) هغه کسان مرتد وبلل چي د (لا إله إلا الله محمد رسول الله) شاهدي آداء کوي، لمنځونه کوي، روژې نيسي، مګر د زکات ورکولو څخه يې انکار وکړى، دلته د دغو مرتدينو مسئله يا حال دا نه دى چي بالکل د اسلام څخه منکره دي. 
نو د دغي مسئلې په پوهېدلو سره حکم دا سو او دغه دى: که يو څوک د دين د يوه معلوم شي څخه انکار وکړي، د اسلام د اُمورو او فرائضو څخه يو واضح او روښانه شئ پرېږدي او ځني منکر سي نو دغه سړئ مرتد او کافر دى، هو هغه شئ به متفق عليه شئ وي، داسي شئ نه چي په هغه کي اختلاف وي، نو دغه د فرضو څخه منکر کافر او مرتد بلل کيږي. 


ابوبکر الصّدِّیق(رض)  خليفةَ رسولِ الله(ص)  د هغه په وژلو امر کوي او وايي په اور دي وسوځل سي، ښځي دي يې لکه د کفارو بندياني او مينځياني ونيول سي، نو د دغو خلکو مسئله د ردت مسئله وه، د اسلام څخه کوچنئ او لږ انحراف نه ؤ، يا يوه اجتهادي مسئله نه وه چي اختلاف پکښي راغلى، بلکه ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د فرض شي څخه انکار د ملت مسلمه څخه خروج وباله.


 نو دا دي تاسي ته معلومه وي چي د فرض شي څخه انکار، د اسلام څخه وتل دي او دکفارو پر قسم معامله ور سره کيږي، نو د زکات نه ورکوونکو په مقابل کي د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  دريز او موقف دغه ؤ، داسي شديد او قوي دريز دی چي الله(ج)  دغه د ده په شدت سره اسلام وساتى .


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین.


www.taleemulislam.net

سرته