تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بني قريظه د يهودو سره غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۹۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د بني قريظه د يهودو سره غزاء

په کومه ورځ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خندق د غزاء څخه خپل کور ته ولاړى غواړي چي پسله دغه ستړيا څخه يو څه راحت وکړي ځکه د جنګ حالت پاى ته ورسېدى د جنګ لباس يې وکښی غواړي چي غسل وکړي، په دغه وخت کي چي د ماپښين وخت ؤ دِحيَةُ الکَلبي رضی الله عنه  راغلى. 


دِحية الکلبي رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اصحابو کرامو څخه يو نفر دى چي ډېر ښايسته سړئ ؤ او جبریل عليه السلام  ډېر ځله د ده په شکل سره راتلی، اوس راغلى او اجازه غواړي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره و ويني، حضرت عائشې رضی الله عنها  دروازه ور خلاصه کړه، دِحية الکلبي رضی الله عنه  و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  چيري دى؟ دې رضی الله عنها  ويل: غسل کوي، ويل: زه غواړم چي ور سره و وينم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و پېژندى چي دا جبريل عليه السلام  دى.  


موږ مخ کي هم درته ويلي وه چي جبريل عليه السلام  د مختلفو انسانانو په شکل او صورت و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را تلى، لکه په هغه مشهوره حديث شريف کي چي حضرت عمر رضی الله عنه  يې روايتوي او وايي: يو سړئ و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى، د اسلام، ايمان او احسان پوښتنه يې ځني وکړه او بيا يې د قيامت د ورځي پوښتنه وکړه چي قیامت کله دی؟ او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا جبريل ؤ او راغلى ؤ چي تاسي ته ستاسي دين در وښيي، چي دلته هم جبريل عليه السلام  د يوه سړي په شکل سره راغلى. 


او اوس هم د دِحية الکلبي په شکل سره راغلى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: آيا اسلحه دي کښېښوول؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويل: هـو، جبريل عليه السلام  و ويل: مګر ملائکو خپله اسلحه نه ده ايښې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه وکړه چي خبره څه ده؟ جبريل عليه السلام  و ويل:

 

الله جل جلاله  دي د بني قريظه د یهودو سره په جنګ امر کوي، ته او هغه کسان چي ستا ملګري دي د بني قريظه پر طرف حرکت وکړی او زه تر تا د مخه د هغو و طرف ته ور رهي يم چي د دوى قلاوي پر و رېږدوم او په زړوکي يې بېره ور واچوم دا مسئله لا نه ده خلاصه سوې، هغه کسان چي غدر او خيانت يې وکړی هغو ته هم بايد سزا او جزاء ورکول سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم فوراً د جنګ لباس واغوستى دکوره څخه را و وتى، هغه کسان چي دباندي ناست وه د هغو څخه يې پوښتنه وکړه چي يو څوک مو وليدى؟ هغو ويل: بېله دِحية الکلبي څخه بل څوک مو نه دى ليدلى چي هغه هم د بني قريظه و طرف ته رهي ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

هغه جبريل ؤ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي په  خلکو کي دي ږغ وسي: هر څوک چي پر الله او د قيامت پر ورځ ايمان لري د ماځيګر لمونځ به نه کوي مګر په بني قريظه کي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ يا د لښکر بيرغ و حضرت علي رضی الله عنه  ته ورکړى او دئ يې د مخه د بني قريظه و طرف ته ولېږى، علي رضی الله عنه  چي هلته د يهودو و قلاوو ته ورنژدې سو د يهودو څخه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په باره کي بدي خبري او بد الفاظ واورېدل. 


خير دلته په مدينه منوره کي د جنګ دپاره تياري او آمادګي و نيول سوه ټولو مسلمانانو دوهم وار بيا د جنګ لباس واغوستى هر يو ځان تياروي او د بني قريظه پر طرف ور رهي دي، هغه کسان چي تر لمر لوېدلو د مخه و بني قريظه ته ورسېدل هغو د ماځيګر لمونځ په بني قريظه کي آداء کړی او هغه اصحاب کرام چي پوه سوه چي ځنډيږو او تر لمر لوېدلو د مخه بني قريظه ته نه سو رسېدلاى، دا پر دوو حصو و وېشل سوه ځينو يې د ماځيګر لمونځ په لارکي پر خپل وخت آداءکړی، 


که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ويلي وه چي د ماځيګر لمونځ به بل ځاى نه کوى بېله بني قريظه څخه، ځکه دوى ويل: چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مقصد دا ؤ چي پر تللو تلوار وکړی او دا چي موږ د تلواره سره سره و نه رسېدلو دا بله خبره ده، مګر  لمونځ بايد پر خپل وخت وسي، نو دوى لمونځ په لار کي آداء کړی او ځينو بيا و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي د ماځيګر لمونځ مه کوى مګر په بني قريظه کي، نو هغو د ماځيګر لمونځ  وځنډاوه څو و بني قريظه ته ورسېدل او د ماځيګر لمونځ يې پسله لمر لوېدلو او ځينو يې پسله ماخستنه په بني قريظه کي آداء کړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دواړو ډلو عمل صحي وباله، ځکه هر چا د خپل فهم سره مطابق د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قول عمل وکړی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه امر چي د ماځيګر لمونځ بل ځاى مه کوى بېله بني قريظه، د دواړو معناوو احتمال لري چي يا تلوار دى چي ژر ولاړ سى د ماځيګر لمونځ بايد هلته ورسوى، يا دا چي لمونځ مه کوى مګر په بني قريظه کي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل امر تعبیر پر دواړه قسمه صحي وباله او دواړي ډلي يې صحي و بللې. 


وروڼو! دلته به د بحثه څخه ووزم او ستاسي توجه به و يوه بل شي ته واړوم، هغه دا چي نن ورځ ډېر داسي کسان پيدا کيږي چي دوى وايي: الله جل جلاله  يو دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  مو يو دى، قرآن مجيد چي د اسلام قانون دى يو دى، نو دا څلور مذهبه د کومي خوا راغله؟ د دوى د دغي خبري  دکولو دپاره ممکن موږ څو سببه بيان کړو، يا دا چي دوى دغه خبره په دې سبب کوي: چي دوى ضعيف الايمانه دي غواړي چي مسلمانانو ته د دوى په دين کي شُبُهات او تشويش پيدا کړي نو دغسي خبري په ډېر تاخت او تاز په خوند او مزه سره کوي، داسي دلائل وايي که يو نا پوه او بې علمه انسان د دوى خبري واوري واقعاً په زړه کي يي تشويش پيدا کيږي او هغه هم د هغو کسانو څخه وګرځي چي پر اسلام اعتراضونه لري.


 او څوک بيا دغه خبري د ناپوهۍ په سبب کوي، ده خو د نورو دنيوي علومو يو څه تحصيل کړى وي ځان ته پوه او دانسته وايي، خو د ديني علومو څخه محروم وي نو دغه د مذاهبو اختلافونه و ده ته چټي او بېکاره معلوميږي، خو زه د دغو ټولو کسانو د قناعت دپاره په دغه يوه مثال سره کفايت کوم چي دغه اوس د ماځيګر د لمانځه په باره کي ذکر سو، دا اصحاب کرام وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو قول هر چا د خپله فهمه سره موافق تعبیر او عملي کړى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دواړه صحي و بلل.

 
دغه د مذاهبو اختلافونه هم په دغه ډول سره دي، مذاهب هيڅکله په عقيده، اصولو، او فرائضو کي اختلاف نه سره لري، د مذاهبو ټول اختلافونه يا د يوه کار په فضيلت کي دي مثلاً: په لمانځه کي آمین ویل په لوړ آواز هم روادی او په کښته آواز هم روا دي، خو اختلاف یې په فضیلت کي دی څوک يې په زوره ویل ښه بولي او څوک یې کښته ویل ښه بولي، يا د مذاهبو اختلاف د احاديثو د يوه لفظ په ترجمه کي وي چي په هر يوه سره يې عمل کول جائز او روا دي. 


که دغه بحث ته نورهم تفصيل ورکوم اصلي مقصد پاته کيږي. بيرته به خپلي قصې ته ولاړ سو.


بيانو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو ځينو پاته اصحابو سره د مهاجرينو او انصارو سره د مدينې منورې څخه د بني قريظه پر طرف رهي سو او هلته يې د بني قريظه د څاهانو څخه پر يوه څا  واړول چي (بئر اَنا) ورته ويل کېده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و بني قريظه ته په داسي حال کي ورغلى چي زغره او د  جنګ لباس يې اغوستى ؤ، و يهودو ته يې ور ږغ کړه، هغو هم د قلا د بامه څخه ږغ وکړی چي موږ دلته يو څه وايې؟

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  بد الفاظ ورته و ويل: او دا نادره پېښېده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دي يو چاته بد و وايي، خو په دغه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: اې د بِزوګانو او خنزيرانو وروڼو! پر تاسي د الله جل جلاله  ذِلّت نازل سو، يعني: الله جل جلاله  و شرمولاست او و ښويولاست، هغو ورته و ويل: يا محمّد  صلی الله علیه وسلم ته حليم يې، ته مهربانه يې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: نن نه حلم سته نه مهرباني، تاسي په داسي خطرناکه وخت کي غدر او خيانت کوى او بيا حلم غواړى؟ تاسي به تسليمېږى او بيا زه پوه سم زما کار، ستاسي په باره کي چي زه هر حکم کوم هغه زما خوښه ده. 


يهودو د تسليمېدلو او را وتلو څخه انکار وکړی، ويل:که در ووزو ته مو وژنې، رشتيا هم دوى د مرګ لائق وه ځکه د دغسي تنګسې په وخت کي بېله دښمنه بل څوک غدراو خيانت نه کوي، دوى هم د خپلي ګناه په دروند والي پوهېدل، نو دننه په قلاوو کي کښېنستل، نه  جنګ ته را وزي او نه تسليميږي او دلته د مسلمانانو د طرفه محاصره دي.


 الله جل جلاله  د يهودو په زړو کي بېره ور واچول که نه دغه يهودو (700) نفره جنګي ځوانان درلودل، بېله ښځو او کوچنيانو يواځي ځوانان او د جنګ خلک يې اووه سوه نفره وه، مګر الله جل جلاله  يې په زړو کي بېره ور اچولې وه د راوتلو او جنګ کولو قدرت يې نه درلودى، اوس نو منافقان هم ټول راغله او د مسلمانانو سره يو ځاى سوه ځکه وخت د غنيمتو دى، د مخه چي په خندق کي بېره او خطر ؤ ټول وتښتېدل، اوس چي د غنيمت اميد يې پيدا سو بيا راغله چي په غنيمتو کي حصه ور ورسيږي. 


يهود محاصره دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وايي: صلحه نسته تاسي به يو وار تسليمېږى او بيا زما خوښه ده چي ستاسي په باره کي هر حکم کوم.  


يهودو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم زموږ د حلفاوو څخه داسي يو نفر راولېږه چي ستا د متابعينو يعني: مسلمانانو څخه وي چي موږ مشوره ور سره وکو چي هغه ابو لُبابه دى، ابو لُبابه رضی الله عنه  د يهودو حليف او معاهِد ؤ د ده مالونه او د ده اولادونه د دوى په منطقه کي وه او اوس یهود غواړي چي د هغه سره مشوره وکړي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم ابو لبابه رضی الله عنه  ور ولېږى، ابو لبابه رضی الله عنه  چي د دوى و قلا ته ورغلى ښځي او نارینه، کوچنيان او لويان يې مخ ته ور ولاړ سوه، ښځي ورته ژاړي مخان په چپلاخو وهي، کوچنيان بغاري وهي، د ابو لبابه رضی الله عنه  زړه پر وسوځل سو، يهودو ورته و ويل: يا ابا لبابه! ستا څه فکر دى؟ ده ويل: زما سره هيڅ فکر نسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  إراده کړې ده نه مو پرېږدي، يهودو ويل: يا ابا لبابه! آيا ته دا مشوره را کوې چي موږ د محمّد صلی الله علیه وسلم  په خوښه تسليم سو؟

 

ابو لبابه رضی الله عنه  ويل: هو، مګر په دغه وخت کي يې ګوتي په داسي ډول سره پر غاړه تيري کړې چي مقصد يې دا ؤ: هغه مو حلالوي. 
ابو لبابه رضی الله عنه  وايي: زه په ځان نه سوم پوه بېله ارادې مي ګوتي پر غاړه تيري سوې، ابو لبابه رضی الله عنه  وايي: ګوتي مي لا د غاړي څخه نه وې را ايسته کړي چي پوه سوم:

 

ما د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره خيانت وکړی ځکه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سِر او پټ راز ؤ ما ښکاره کړى، نو فوراً ابو لبابه رضی الله عنه  يهود پر دغه ځاى پرېښوول او دئ مسجد نبوي ته ولاړى حتّْی رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته هم نه ورغلى بلکه برابر مسجد ته ولاړى او خپلي ښځي ته يې و ويل: راسه ما د مسجد په يوه پايه يا عمود پوري و تړه، ځکه ما د الله او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره خيانت وکړی او په والله تر هغو به ځان نه کم خلاص او نه به مي څوک خلاصوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مي په خپل لاس نه کړي خلاص او توبه مي قبوله نه کړي او په والله زه به بيا هيڅکله د بني قريظه و مځکي ته ور داخل نه سم.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دې حال خبر سو چي ابو لبابه و يهودو ته حال و وايه او بيا يې ځان د مسجد په عمود پوري وتړى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: که دئ لومړی ما ته راغلى واى ما به د الله جل جلاله  څخه د ده دپاره د مغفرت غوښتنه کړې واى، مګر څرنګه چي ده په خپله خوښه سره دا کار وکړى نو زه تر هغو دئ نه خلاصوم چي الله جل جلاله  يې توبه قبلوي، ابو لبابه رضی الله عنه  دغسي تړلى پاته سو، شپږ ورځي د مسجد په عمود پوري تړلى ؤ فقط د لمانځه پر وخت به يې ښځه ورته راتله د اوداسه او لمانځه دپاره به يې خلاصاوه نور به تړلى ؤ، خوب او خورک يې په دغه تړلي حالت کي وه ترڅو چي الله جل جلاله  د ده توبه قبوله کړه او عفوه یې ورته وکړه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  خلاص کړى.


هلته چي يهود د ابو لبابه رضی الله عنه  په اشاره پوه سوه چي موږ وژني نو يې إراده وکړه چي نه به تسليميږو او په خپلو قلاوو کي پاته سوه، ځکه يهودو دننه په قلاوو کي د خوړلو او څښلو ضروريات پوره درلودل، په قلاووکي ساتلي ناست دي نور هيڅ تکليف نه لري، مګر په زړو يې بېره ننوتلې ده، خو کوم وخت چي دغه محاصره اوږده سوه نو کعب هغه د يهودو مشر دوى سره را ټول کړه، ويل: دغه حال خو تاسي وينى چي موږ په مبتلا يو دا؟  دغسي حالات ټينګ عزم، قوي إراده او لوړ همت غواړي، موږ بايد خامخا يو څه وکړو، پر دغه حال نه سو پاته کېدلاى څو تر څو به محاصره يو؟ يهودو و ويل: ستا څه فکر دى؟ کعب بن أسد و ويل:

 

دغه مشکل چي موږ ته را پېښ دى بل حل نه لري بېله دې څخه چي يو د دغو درو کارو به کوو، يهودو ويل: هغه درې کاره څه شي دي؟ کعب ويل: اول دا: په والله تاسي پوهېږى چي محمّد صلی الله علیه وسلم  نبي دى، تاسي ټول په دغه پوه ياست چي دئ هغه نبي دى چي په تورات کي درته ذکر سوى دى نو راسى چي د ده دين ته داخل سو ويني او مالونه، ښځي او اولادونه به مو په امان سي، قوم يې ورته و ويل: د ده دين ته خو هيڅکله نه داخليږو. 


سره د دې چي يهود پوهېدل او اوس هم پوهیږي چي محمّد صلی الله علیه وسلم  د الله جل جلاله  د طرفه څخه نبي دى، مګر د اسلام او مسلمانانو سره يې عناد او حسد درلودى او اوس یې هم لري يې، نو قوم ورته و ويل: اول خو و نه سو دوهم څه شي دى؟ يا کعب! کعب ويل: دوهم دا چي خپلي ښځي او اولادونه به ټول و وژنو په قلا کي به د ښځو او کوچنيانو څخه هيڅوک ژوندئ نه پرېږدو ټول به حلال کړو او بيا به موږ په يوه وار او يوه حمله توري په لاس پر مسلمانانو ور ووزو او تر هغو به جنګ کوو چي يا کاميابه کيږو يا ټول وژل کيږو، که و وژل سو خو آخري شئ مو مرګ دى او که کاميابي زموږ وه بيا به د سره ښځي وکو او نور اولادونه به مو سي، نوى ژوند به شروع کړو. 


قوم ويل: د دغو غريبانو څه ګناه ده؟ څه يې کړي دي چي موږ يې وژنو؟ 


اصلاً په قوم کي همت نه ؤ په دوى کي داسي څوک نه ؤ چي ټينګ عزم او همت ولري، رشتيا هم اوس د دوى مخ ته دوې خبري دي يا مرګ يا ژوند، مرګ خو يې حتمي دى نو د ژوند دپاره بايد يو څه وکړي، خو په دوى کي د عزم او همت خاوند نسته، نو ويل: درېیم څه شي دى؟ کعب  ويل: درېیم دا دى چي نن شپه د شنبې شپه ده مسلمانان زموږ د طرفه بېغمه دي چي موږ نن ورځ نه جنګ او نه حمله کوو 


(واقعاً هم هغه وخت چي مسلمانان د خندق سره محاصره وه کوم وخت چي به د شنبې شپه داخله سوه مسلمانان به بېغمه سوه ځکه پوهېدل چي يهود په شنبه حمله نه کوي، نو د شنبې ورځ د مسلمانانو دپاره د راحت ورځ وه او اوس هم دغه د محاصرې په وخت کي مسلمانان د شنبې په ورځ بېغمه وي، پيره کوي مګر نور د يهودو د طرفه د حملې تشويش نه لري، نو د مسلمانانو څخه به هر يوه په بېغمه زړه استراحت کاوه).


 کعب ويل: نن شپه د شنبې ده او مسلمانان د شنبې په شپه زموږ د طرفه بېغمه دي نو راسى چي دغه خپله شنبه ماته کړو او پر مسلمانانو د شنبې په ورځ حمله وکو، قوم ويل: يا کعب! ته پوهېږې چي الله جل جلاله  په هغو کسانو څه وکړه چي شنبه يې ماته کړه؟ الله عزوجل  د هغو څخه خنزيران او بِزوګیاني جوړ کړه، مسخه يې کړل، ته غواړې چي موږ په شنبه حمله وکو او الله جل جلاله  جزاء راکي؟ يا! دا کار هم نه کوو. 


یهودو درې سره فکره يا پېشنهاده و نه منل، نو کعب په قهر او غضب سره و ويل: د کومه وخته څخه چي د موره زېږېدلى ياست تاسي ټولو د همت او مړاني يوه شپه هم نه ده تېره کړې، يعني: هيڅ إراده نه لرى خبره د مرګ او ژوند ده، دلته همت او مړانه په کار دي او تاسي په شک او تردد کي ياست يوه خبره نه قبلوى، واقعاً هم يهود په دغه شک او تردد کي پاته سوه هيڅ يې و نه کړه. 


د يهودو څخه يو نفر چي نوم يې عمرو بن سعدي ؤ د يهودو د قلا څخه را و وتى، څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د يهودو پر قلا شا وخوا پيره داران درولي وه د دغه پيره دارانو مشر د مسلمانانو يو ډېر قوي او جنګي پهلوان محمّد بن مسلمه الانصاري رضی الله عنه  ؤ، پيره دارانو دغه عمرو بن سعدي يهودي ونيوى غواړي چي وې وژني، خو يهودي و ويل:

 

ما ستاسي و نبي ته ور ولى، يهودي یې ورسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوستي، يهودي ویل: یا محمّد! صلی الله علیه وسلم  کوم وخت چي يهودو وعده ماته کړه او غدر يې وکړی زه هغه يواځنئ سړئ وم چي دا کار مي نه خوښ ؤ او نه په راضي وم، بلکه دوى مي هم د دغه کاره څخه منعه کول زه په دغه غدر کي د دوى سره نه وم موافق، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ته صادق يې صحي ده، رشتيا هم دغه سړي د يهودو سره د عهد په ماتولو کي اشتراک نه ؤ کړى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ټولو يهودو ته جزاء نه ورکول بلکه و هغو کسانو ته يې جزاء ورکول چي عهد يې مات کړى ؤ، نو يې امر وکړی چي  دغه سړئ پرېږدى او وې فرمايل:

 

چي الله جل جلاله  دغه سړئ هغه د ده د وفاء په سبب د وژلو څخه خلاص کړى، خبره دا نه وه چي د عام يهودو څخه انتقام اخستل کېدى بلکه جزاء او انتقام د هغو کسانو دپاره وه چي عهد يې مات کړى ؤ او هغه څوک چي پر خپل عهد يې وفاء کړې وه هغه د جزاء ورکولو څخه خلاص سو او عمرو بن سعدي يې ايله کړى.


يهودو کولاى سواى چي دغه اوږده محاصره تحمل کړي او وې زغمي، ځکه غذايي مواد يې درلودل، د اوبو څاهان هم هلته دننه په قلاوو کي موجود وه او دوى هم د جنګ څخه په قلاوو ساتل سوي وه، بالمقابل مسلمانانو په شديد يخ او ډېره لوږه کي پر دښت شپې ورته تېرولې او په عين حال کي مسلمانان د هغي اوږدې محاصرې او هغه پرله پسې دفاع څخه چي د خندق په ساتنه کي پر دوى تېرېدل ستړي هم وه، مګر د بني قريظه د يهودو سره د مسلمانانو جنګ د اعصابو جنګ ؤ، الله جل جلاله  د هغو په زړو کي بېره ور اچولې وه او د هري ورځي په تېرېدلو سره د دوى معنويات نور هم ضعيفه کېدل او خپل ټول معنويات يې په هغه ورځ د لاسه ورکړه چي حضرت علي او زبيربن العوام رضي الله عنهما  د څو نورو مسلمانانو په ملګر تيا د یهودو پر قلاحمله وکړه او دوى بېله جنګه تسليم سوه، هغه قصه داسي وه: 

 


مسلمانانو وليدل چي خبره اوږده سوه د محاصرې نولس ورځي تيري سوې او هيڅ نتيجه لاس ته نه ده راغلې نو د مسلمانانو د پهلوانانو څخه څو نفره سره يو ځاى سوه چي په دې جمله کي زبير بن العوام او علي بن ابي طالب  رضي الله عنهما  هم وه، دغو مسلمانانو پر مرګ وعده سره وکړه، ويل: پر يهودو حمله کوو او بيرته نه را ګرځو يا به قلا خلاصوو يا به وژل کيږو، دې ډلې د قلا د حملې دپاره ځانونه تيار او آماده کړه اوس غواړي چي حمله شروع کړي او د حملې دپاره ور رهي سوه، په دغه وخت کي علي رضی الله عنه  په لوړ آواز سره ناري کړه: اې د ايمان خاوندانو! په والله يا به هغه څه راته پيښيږي چي حمزه ته پېښ سوه يا به قلا خلاصوو، يعني: يا مرګ دى يا د قلا خلاصول. 


يهود خو لوړ پر قلا ولاړ دي او دغه حالات ويني او اوري، نو يې د تسليمېدلو نارې شروع کړې نارې وهي: يا محمّد! يا محمّد! ستا و حکم ته در وزو، دغه بېره يې هم الله جل جلاله  په زړوکي ور واچول، د بني قريظه يهود د دغي ډلي د بيري څخه تسليم سوه او قلاوي يې خلاصي کړې ټول هغه کسان چي په قلاوو کي موجود وه تسليم سوه، نارينه او ښځي، لويان او کوچنيان ټول تسليم سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي نارينه يې ټول وتړى، د يهودو (700) نفره د محمّد بن مسلمه رضی الله عنه  تر نظارت لاندي و تړل سوه، ښځي او کوچنيان یې د نارینه وو څخه جلا په بل طرف کي سره يو ځاى کړل، دلته نو د أوس د قبيلې مسلمانان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته سره را ټول سوه او ويل: يا رسولَ الله! زموږ د حلفاوو او متعاهدينو سره ښه وکه لکه څرنګه چي د خزرج د حلفاوو او متعاهدينو سره دي ښه وکړه.


د بني قينقاع يهود چا د مرګه څخه خلاص کړه؟ ستاسي به هغه قصه په ياد وي؟ چي عبدالله بن اُبى بن سلول منافق و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل:(يا رسول الله! اَحسِن اِلى مَوَالِي) زما د حلفاوو سره احسان وکه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه عبدالله د غوښتني په سبب د بني قينقاع يهود ژوندي پرېښوول، عبدالله بن اُبى د خزرج د قبيلې ؤ او د خزرج قبيلې د بني قينقاع د يهودو سره عهد درلودى، اوس بيا د أوس قبيله د بني قريظه د يهودو سره عهد او ميثاق لري نو اوس د أوس قبيله وايي: يا رسول الله! اَحسِن الْى موالينا) لکه څرنګه چي دي د خزرج د حلفاوو سره چي د بني قينقاع يهود وه احسان وکړی، دغه رنګه زموږ د حلفاوو سره چي بني قريظه دي هم احسان وکه. 


مګر ګناه تر ګناه پوري فرق لري که څه هم د بني قينقاع د يهودو ګناه لويه وه، مګر د بني قريظه د ګناه سره هيڅ نه سي مشابه کېدلاى، دلته ګناه سل ګونه نه بلکه زر ګونه ده، د بني قينقاع يهودو يو مسلمان سړئ وژلى ؤ او قاتل يې مسلمانانو ته په لاس نه ورکاوه، مګر د بني قريظه يهودو ټول اسلام او مسلمانان په خطرکي اچولي وه، ټول اسلام يې په يوه وار فيصله کاوه. 


د أوس د قبيلې په غوښتنه سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حيرت کي سو چي څه وکړي؟ رشتيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني قينقاع يهود د خزرج د قبيلې په واسطه پرېښوول او اوس د أوس د قبيلې په غوښتنه د بني قريظه د يهودو سره هغه د عفوي معامله و نه کړي؟ نو يې د أوس قبيلې ته و ويل: آيا نه راضي کېږى چي د دوى په باره کي ستاسي څخه يو نفر حُکم وکړي؟ يعني: د بني قريظه په باره کي به حکم ستاسي د قبيلې و يوه نفر ته پرېږدم، هغه چي هر حکم وکړی هغه زما قبول دى، دوى ويل: هغه به څوک وي يا رسولَ الله! چي د دوى په باره کي به حکم کوي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: سعد بن معاذ و هغه ته به يې پرېږدم د هغه خوښه ده چي هر حکم کوي، 


د أوس قبيلې و ويل: يا رسول الله! سعد زموږ رئيس دى د هغه په حکم راضي يو. 


دا خبر د بني قريظه و يهودو ته ورسېدى، او سعد بن معاذ رضی الله عنه  د هغو حليف دى، يعني: يو د بل سره يې د دوستۍ عهد درلودى،يهودو هم و ويل: د سعد په حکم راضي يو، سعد خو زموږ ملګرى او حليف دى. 


اوس نو سعد رضی الله عنه  چيري دى؟ هغه په مسجد نبوي کي په خېمه کي دى او هلته يې د هغه زخم علاج کيږي كوم چي په غشي ويشتل سوى ؤ او دا مو مخ کي درته و ويل: چي سعد رضی الله عنه  په دغه مريضي کي خپل رب ته يوه دعاء کړې وه چي الْهي! تا ته معلومه ده چي ما ته د هيچا سره ستا په لار کي جهاد کول دومره ډېر نه دي خوښ لکه د هغه قوم سره چي ستا د رسول تکذيب يې کړى دى او ستا رسول يې د خپله وطنه څخه ايستلى دى (چي مقصد يې قريش وه) او الْهي زه داسي ګمان کوم چي تا زموږ او د دوى د منځ څخه جنګ ايسته او ليري کړی، که چيري د قريشو سره نور هم جنګ پاته وي نو ما ژوندئ پاته کړې چي د هغو سره ستا دپاره جهاد وکم اوکه دي نور جنګ ايسته کړى وي نو مي دغه زخم مه جوړوي او مرګ مي د دغه زخمه څخه کړې او د دعاء په آخرکي يې و ويل:

 

الْهي تر هغو مي مه وژنې چي د بني قريظه په يهودو مي زړه يخ نه سي، الله جل جلاله  دغه د ده دعاء قبوله کړې وه او اوس د بني قريظه د يهودو په باره کي حکم د سعد بن معاذ رضی الله عنه  په لاس کي سو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  نفر ولېږل چي سعد بن معاذ رضی الله عنه  د حکم کولو دپاره راولى، نفر مسجد نبوي ته ورغله. 


سعد بن معاذ رضی الله عنه  چي د هغه زخم په سبب نه تلاى سي او نه پر بوده سپرېدلاى سي ځکه وينه ډېره ځني تللې ده او اوس هم زخمي او ضعيفه دى، نو يې سعد رضی الله عنه  پر يوه شي پرې ايستى او بيا يې هغه شئ پر خره کښېښاوه، سعد رضی الله عنه  دغسي ستوني ستخ پروت دى او خر رهي دى، پر لاري به د أوس د قبيلې نورو مشرانو ورته ويل: يا سعد! د خپلو متعاهدينو سره دي احسان وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو په باره کي حکم و تا ته پرېښاوه هغه زموږ حُلفاء او متعاهدين دي، قوم یې د یهودو سپارښت پر کاوه، سعد رضی الله عنه  چپ دى  هيڅ نه وايي، خو دغه مشرانو دغه خبره ډېره او په تکرار سره ورته کول، په آخر کي سعد رضی الله عنه  و ويل:

 

پر سعد داسي وخت راغلى دى چي د الله جل جلاله  په لار کي به د چا د ملامتۍ پروا نه کوي، يعني: په دغه حکم کي به زه د الله جل جلاله  مراعت کوم که بل څوک ملامتي را باندي وايي په هغه زما پروا نه کيږي، ځيني کسان چي د سعد بن معاذ رضی الله عنه  د دغي خبري په مقصد پوه سوه نو خپل قوم ته به یې ویل: د بني قريظه يهود ختم سوه ټول وژل کيږي.


 اوس چي سعد رضی الله عنه  د بني قريظه و قلاوو ته ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو سره ناست دى، خلک سره را ټول دى او يهود هلته د خلکو څخه ليري تړلي دي د خلکو خبري نه اوري، اوس چي سعد رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و منطقې ته نژدې سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولاړ سو او اصحاب کرامو ته يې و فرمايل: « قُومُوا اِلى سَيِّدِکُم »


يعني: و خپل مشر او سردار ته مو ولاړ سى، ټول خلک د سعد بن معاذ رضی الله عنه  د عزت دپاره ولاړ سوه، يهودو هم د سعد رضی الله عنه  دغه لوى قدر او عزت وليدى، اوس نو ټول خلک د سعد رضی الله عنه  د حکم په انتظار کي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ورته و ويل: يا سعد! د بني قريظه د يهودو په باره کي مي حکم تا ته پرې اېښى دى د دوى په باره کي چي  څنګه ستا خوښه وي هغه حکم وکه، سعد رضی الله عنه  و ويل: زما حکم پر يهودو چليږي؟ خلکو ويل هو، سعد رضی الله عنه  د أوس و مشرانو ته وکتل او ويل:

 

زما حکم پر أوس چليږي؟ چي په خپله د سعد رضی الله عنه  قبيله او د يهودو حُلفاء او متعاهدين دي، د أوس مشرانو و ويل: هـو ستا په حکم راضي يو يا سعد! بيا يې د خزرج و مشرانو ته وکتل او ويل: زما حکم پر خزرج چليږي؟ هغو ويل: هـو ستا په حکم راضي يو يا سعد! بيا يې د مهاجر مسلمانانو و طرف ته وکتل او ويل: زما حکم پر مسلمانانو چليږي؟ ټول زما په حکم راضي ياست؟ هغو ويل: هـو ستا په حکم راضي يو يا سعد! بيا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته وکتل او ويل: هغه څوک چي هلته ناست دي زما حکم پر چليږي؟

 

دا يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ادب ؤ، داسي يې و نه ويل چي زما حکم پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  چليږي؟ د ادب په سبب يې و ويل: زما حکم پر هغه چا چليږي چي هلته ناست دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: هـو يا سعد! نو سعد رضی الله عنه  و ويل:


زه د بني قريظه پر يهودو حکم کوم چي نارينه دي يې ټول و وژل سي، ښځي او کوچنيان دي يې بنديان واخستل سي او مالونه دي يې تقسيم سي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  په لوړ آواز و ويل: الله اکبر! تا پر دوى د الله په حکم! حکم وکړى، هغه الله چي تر اوو آسمانو لوړ دى. 


وروڼو! د سعد بن معاذ رضی الله عنه  حکم د عدل او انصاف حکم ؤ، د بني قريظه يهودو يواځي دا نه چي هغه لوى غدر او خيانت يې کړى ؤ پر هغه سر بېره يې د مسلمانانو د نېست او نابود کولو دپاره (1500) توري (2000) نېزې (300) زغري (500) سپَره سره يو ځاى کړي وه، چي مسلمانانو ته پسله هغه څخه په لاس ورغله چي د دوى قلاوي يې فتحه کړې.

 
خير سعد رضی الله عنه  خپل حکم وکړی يهود د ليري ورته ګوري مګر خبر نه دي چي څه پېښه ده او زموږ په باره کي څه فيصله وسوه. 
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي يهود دي د بنت الحارث په کور کي چي د بني النجار څخه يوه ښځه وه بنديان سي او د دوى دپاره دي د مدينې منورې په بازار کي خندقونه وکندل سي، د خندقو تر کِندلو وروسته يې امر وکړی چي لس نفره يهود را ولى، لس نفره را وستل سوه او د هغو غاړي و وهل سوې، پاته يهود په هغه کورکي بنديان دي نه پوهيږي چي د هغو لسو نفرو سره څه وسوه، بيا يې نور لس نفره را وستل دا هم حلال کړه سوه او يهود نه دي خبر چي څه ور سره کيږي.


 هلته په پاته يهودوکي يوه و ويل: دغه اوس په موږ څه کوي؟ کعب بن أسد هغه د يهودو مشر ورته وکتل او ويل: والله ما ستاسي په مثل بيعقلان نه دي ليدلي، آيا ته نه وينې چي لس نفره بيا يې او بيا نه راځي؟ په والله دغه حلالېدل دي او واقعاً هم اووه سوه نفره يهود په يوه ورځ و وژل سوه، په دغه طريقه سره هغه د غدر او خيانت ښاماران و وژل سوه، هغه کسان چي هغه خپل ټينګ عهدونه يې مات کړه او په داسي وخت کي يې د مسلمانانو پر ضـد د احزابو مرسته وکړه چي مسلمانانو په خپل ژوند کي هغه ترخې ورځي تېرولې، نو دوى په خپل دغه عمل سره د جنګ د لويو مجرمانو څخه وګرځېدل، هغه مجرمان چي د محاکمې او اعدام مستحق او لائق وه، د دوى سره يوځاى هغه د بني النضير شيطان او د احزابو د جنګ لوى مجرم حُيَى بن أخطب هم و وژل سو. ځکه هغه هم هغه وخت چي قريش او غطفان ولاړل د بني قريظه د يهودو سره د دوى و قلا ته ننوتى، دا هم په دې سبب چي د کعب بن أسد سره يې پر خپله هغه وعده وفاء کړې وي چي کعب يې و غدر او خيانت ته تشويقاوه چي د مسلمانانو پر ضـد د احزابو ملګرتيا وکړه. 


کوم وخت چي دغه حُيَى بن أخطب د وژلو دپاره را وستل سو، ده يو ښه قيمت بهاء يا ګران قېمته لباس اغوستى ؤ، مګر هغه يې د هره طرفه د يوې ګوتي پر اندازه څيرلى ؤ، دا د دې دپاره چي د مسلمانانو په ښه ورنه سي، اوس چي حُيى بن أخطب را وستل سو لاسونه يې د غاړي سره په رسۍ تړلي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: په والله ما خپل ځان ستا د دښمنۍ په سبب هيڅ وخت ملامت نه دى بللى، يعني: زه دغه ستا سره پر دښمني کولو نه پښېمانه يم او نه ځان ملامت بولم، مګر دا چي الله څوک غالبه کوي هغه غالبه کيږي او بيا يې و خلکو ته مخ ور واړاوه او ويل: اې خلکو! د الله په امر نه يم ناراضه دا ليکل سوى تقدير دى الله پر بني اسرائيلو دغه وژنه ليکلې ده او بيا کښېنستى غاړه يې په توره و وهل سوه. 


وروڼو! حُيَى بن أخطب يهودي د ام المومنين صفيه رضی الله عنها  پلار،که ستاسي په ياد وي هغه څوک دى:کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته په هجرت ورغلى نو دئ او د ده ورور ابو ياسر د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د  ليدلو دپاره ورغله او په ماښام کي ستړي هلاک بيرته کور ته راغله او د ده ورور پوښتنه ځني وکړه چي دغه سړئ يعني: رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه هغه  دى؟ يعني: هغه نبي دى چي موږ ته په تورات کي ذکر سوى دى؟ ده  ورته و ويل: هـو! هغه دى، ويل:چي هغه دى نوڅه إراده لرې؟ 
ده ويل: تر کومه وخته چي ژوندئ يم دښمني به يې کوم.

 
نو خود دئ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر دښمني نه پښېمانه ؤ او نه يې ځان ملامتاوه او د هجرت په پنځم کال کي په دغه طريقه سره و وژل سو. 


همدارنګه د يهودو د ښځو څخه يوه ښځه و وژل سوه او دا هغه څوک وه چي پر خَلاد بن سُويد رضی الله عنه  يې د قلا څخه د مېچني پل را وغورځاوه او هغه يې شهيد کړى، نو دغه ښځه د هغه په قصاص کي و وژل سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی ويل: د يهودو په نارینه وو  کي که د چا ورېښتان را شنه سوي وه يعني: بلوغ ته رسېدلى وي هغه و وژنى او که د چا ورېښتان نه وه را شنه سوي يعني: کوچنئ ؤ هغه مه وژنى. 


د يهودو څخه يو نفر چي نوم يې زبير بن طابا ؤ او د يهودو د مشرانو څخه ؤ کوم وخت چي د حلالولو دپاره راوستل سو د انصارو د مسلمانانو څخه يوه نفر چي ثابت بن قيس نومېدى وليدى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: يا رسولَ الله! دغه زبير بن طابا ما ته را وبخښه ځکه ده د بُعاث د جنګ په ورځ زما سره کومک کړى دى، 


(د بُعاث جنګ تر هجرت د مخه په جاهليت کي يو جنګ ؤ) نو ثابت بن قیس و ويل: ده په هغه ورځ زه په بنديانو کي وليدم او ايله يې کړم، لکه څرنګه چي ده زه آزاد کړى يم غواړم چي زه يې هم آزاد کړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دئ يې ستا، نو زبير بن طابا د مرګه څخه خلاص سو، بيا نو زبير يهودي و هغه انصاري ته و ويل: زه خو  دي خلاص کړم مګر ښځه، اولاد او مال به مي ځي؟ انصاري بيا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى ويل: يا رسولَ الله! د ده ښځه، اولاد او مال څنګه کيږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

هغه يې هم ستا په اختيار، ټول شيان يې ور  و بخښل، زبير بن طابا خوشاله سو او بيا يې پوښتنه وکړه چي د کعب بن  اسد سره څه کيږي؟ (کعب بن أسد خو د بني قريظه د يهودو مشر ؤ) نو زبیر یهودي و ويل: د هغه سره څه کيږي؟ ويل هغه وژل کيږي، بيا يې و ويل: د حُيَى بن أخطب سره څه کيږي؟ چي د بني النضير د يهودو مشر ؤ، که يې ستاسي قصه په ياد وي هغه چي د مدينې منورې څخه وايستل سوه او دئ بيا خيبر ته ولاړى او هلته د خيبر مشر هم سو او بيا ده او د ده ملګرو دغه دکفارو احزاب يا ډلي د مسلمانانو د جنګ دپاره را ټولي کړې، اوس چي کفار بيرته د خندق څخه ولاړه نو دئ د بني قريظه د يهودو سره په قلا کي پاته سو او دئ هم بندي ونيول سو، نو دغه زبير بن طابا پوښتنه وکړه چي د حُيَى بن أخطب سره څه کيږي؟ ويل هغه هم وژل کيږي، ده ويل:

 

زه هم د خپل ځان دپاره په ژوند نه يم خوښ چي حُيى بن أخطب او کعب بن أسد وژل کيږي او زه دي پاته يم، انصاري ويل: سړيه! ته، ستا ښځه، ستا اولاد مي د مرګه خلاص کړاست، مال مي در خلاص کړی نور نو څه غواړې؟ يهودي ويل: يا! زه خپله ښځه او اولادونه جنت ته را سره بيايم، د ټولو آزادي يې بيرته ور رَد کړه او دئ حلال کړه سو، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  و ويل: بلکه دئ خپله کورنۍ اور ته ور سره بيايي، دا د الله جل جلاله   قدرت او إراده ده مسلمانانو نجات ورکړی او ژوندئ یې پرې ښاوه خو ده  بد بخته بيرته هغه نجات ور رَد کړى. 
د يهودو څخه يو بل نوى ځوان چي فقط څو ورځي مخ کي بلوغ ته رسېدلى ؤ، یواځي برېتو يې خط وهلى ؤ دا يې هم د وژلو دپاره راوستى ځکه هر بالغ نارينه  وژل کېدى، دغه ځوان چي نوم يې رُفاعه القُرَظي ؤ د مسلمانانو په يوه ښځه پوري و مښتى ويل خلاص مي که، په والله بيا لمونځ کوم، ښځه چي سلمْى بنت قيس النجاريه نومېدل زړه يې پر وسوځل سو نو يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راوستى او ويل: يا رسولَ الله! دغه رُفاعه را وبخښه ده وعده را سره وکړه چي لمونځ به کوي،

 

يعني: مسلمانيږي او لمونځ به  کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دئ پرېږدى، دا ځوان هم د مرګه څخه خلاص سو، رُفاعه ايمان راوړى ښه صادق او عابد مسلمان ځني جوړ سو، د قرآن مجيد د حافظانو څخه سو او د هغو کسانو څخه سو چي خلک به يې د الله جل جلاله  و دين او لاري ته دعوتول، کوم وخت چي به په يوه علمي مجلس کي ناست ؤ وعظ او نصيحت به يې کاوه او غوښتل به يې چي قسم يادکړي نو به يې و ويل: قسم په هغه ذات چي زه يې د بني قريظه په ورځ خلاص کړم، حال دا چي زما او د مرګ په منځ کي څو ګامه پاته وه، رفُاعه ته الله جل جلاله  د ژوند په آخري لحظو کي نجات ورکړى. 


د بني قريظه د يهودو د خپل غدر او خيانت په سبب آخري حالت دغه ؤ چي نارينه  يې ټول و وژل سوه، ښځي او کوچنيان يې پسله هغه څخه چي خُمس يا پنځمه ځني وايستل سوه پر مسلمانانو و وېشل سوه، د آس و خاوند ته درې حصې ورکول سوې چي يوه يې د ده او دوې يې د آس وې او پياده سړي ته يوه حصه ورکول سوه او د خُمس مينځياني د سعد بن زيد الانصاري تر مشرۍ لاندي و نجد ته ولېږل سوې چي په بدل کي يې آسان او اسلحه رانيول سوه.


 په مينځيانو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حصه رُيحانه بنت عمرو بن خناقه وه، دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ريحانه په نکاح کړه؟ او که د ده صلی الله علیه وسلم  سره دغسي مينځه پاته وه؟ په دې کي اختلاف دى څوک وايي: دغسي  مينځه ور سره پاته وه او څوک وايي: دا يې آزاده کړه او په نکاح يې کړه، خو زه به دلته د ريحانې د اسلام را وړلو قصه درته را نقل کړم:


 رُيحانه چي د بني قريظه د يهودو په مينځيانو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  حصه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا و اسلام ته دعوت کړه، دې انکار وکړی اسلام يې نه کړی قبول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ورته و ويل: که اسلام قبول کړې آزاده به  دي کم او په نکاح به دي کم، هم به آزاده او هم به زما په نکاح کي  سې، په دې شرط چي اسلام قبول کړې، مګر رُيحانه پر خپل دين ټينګه وه، اوس نو رُيحانه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کور کي ده ځکه د ده صلی الله علیه وسلم  مينځه ده خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ښه نه ځني راځي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دې نه دى راضي چي يو څوک دي د ده سره اوسيږي او هغه دي بېله اسلامه پر  بل دين وي، څو يو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو اصحابو کرامو سره ناست ؤ چي د يو چا د ګامو يا قدمو ږغ يې واورېدى چي يو څوک را رهي  دى، را تلونکى نفر نه معلوميږي فقط د پښو کړپئ يې اورېدل کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:

 

دغه راتلونکى سړئ فلانئ دى او د ريحانې د اسلام زېرى يې راته را وړى، څو سړئ و مجلس ته ور داخل سو او ويل: يا رسولَ الله! د ريحانې په اسلام راوړلو زېرى درکوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د دې په اسلام خوشاله سو، په يوه روايت کي ويل کيږي چي دا يې آزاده او په  نکاح کړه او په بل راجحه روايت کي ويل کيږي چي دغسي مينځه پاته سوه.


اوس چي د بني قريظه غزاء پاى ته ورسېدل الله جل جلاله  د خپل نېک او صالح بنده، جليل القدره صحابي سعد بن معاذ رضی الله عنه  هغه دعاء قبوله کړې وه چي د زخم په حالت کي يې په مسجد نبوي کي په خپله خېمه کي کړې وه، هغه چي د مخه مو د احزابو يا د خندق په غزاء کي درته بيان کړه او د سعد رضی الله عنه  خېمه تر اوسه هم دلته په مسجد نبوي کي پاته وه ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښتل چي سعد رضی الله عنه  و ده صلی الله علیه وسلم  ته نژدې وي او هر وخت يې خبر ونيسي، اوس چي د بني قريظه قصه پاى ته ورسېدل د سعد رضی الله عنه  زخم خوله خلاصه کړه او ويني ځني بهیږي، په مسجد کي د بني غِفار د قبيلې يوه بله خېمه هم ولاړه وه، دغه د ده رضی الله عنه  د زخم ويني و هغو ته ور و رسېدې، هغو نارې کړې: اې د خېمې خلکو! دغه څه شي دي چي ستاسي د طرفه څخه موږ ته را بهيږي؟ چي وې کتل د سعد رضی الله عنه  د زخمه څخه ويني بهيږي او دئ رضی الله عنه  وفات سوى ؤ. 


امام بخاري او امام مسلم د جابر رضی الله عنه  څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د الله جل جلاله  عرش د سعد بن معاذ رضی الله عنه  د وفات په سبب ورېږدېدى. 


امام ترمذي د انس رضی الله عنه  څخه روايت کوي: کوم وخت چي د سعد بن معاذ رضی الله عنه  جنازه واخستل سوه منافقانو و ويل: دا د ده جنازه څنګه سپکه ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د ده جنازه ملائکو وړل. 


تاسي پوهېږى چي سعد بن معاذ رضی الله عنه  پنځه نيم يا شپږ کاله په اسلام کي تېر کړي دي، تر هجرت يو کال د مخه د مصعب بن عُمير رضی الله عنه  پر لاس مسلمان سو او د بني قريظه تر غزاء وروسته چي د هجرت په پنځم کال کي وه د هغه غشي په واسطه په شهادت ورسېدى چي په خندق کي په ويشتل سوى ؤ او دغه يې د مرګ په وخت کي مقام او درجه وه چي عرش الرحمان د ده د وفات په سبب ريږدي او په زرو ملائکې د ده جنازې ته را کښته کيږي، يا يې جنازه ملائکې وړي، دا خو په دې دنيا کي د ده درجه وه او دا چي تر مرګ وروسته په فردوس اعلْى کي کوم نعمتونه ورکول کيږي، حوري او غلمان د ده خدمت کوي، هغه خبري تر عقل او قياس لوړي دي. 

 


دا ولي؟ يو انسان په شپږو کلو کي دغي درجې ته رسيږي؟ د روژو د نيولو شمېر يې لږ ؤ، د لمنځو د آداء کولو شمېر يې هم لږ ؤ، ډير حجونه او ډيري عمرې يې هم نه وه کړي، نو ولي و دغه مقام ته ورسېدى؟ دا ځکه چي دئ رضی الله عنه  د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره صادقه ؤ، د هغو په محبت کي صادقه ؤ، قربانۍ ته تیار او آماده ؤ، د ده په وينه کي د الله او رسول الله محبت پروت ؤ، نن ورځ موږ او تاسي هم په صدق او اخلاص، په محبت او وفاء دغه مقام ته رسېدلاى سو، خو يو څه عزم او همت په کار دي، الله جل جلاله  دي صادقه محبت او د زړه د اخلاصه اطاعت زموږ په نصيب کړي.


د بني قريظه د قلاوو په محاصره کي د مسلمانانو د طرفه فقط يو سړئ و وژل سو چي هغه خَلاد بن سويد رضی الله عنه  ؤ، هغه چي د يهودو يوې ښځي د مېچني پل پر را وغورځاوه او په دغه موده کي د مسلمانانو څخه يو بل نفر هم چي ابو سِنان بن محصن رضی الله عنه  ؤ په الْهي مرګ  سره وفات سو. 


مګر ابو لبابه رضی الله عنه ؟ هغه چي د مسجد په يوه پايه يا عمود پوري يې ځان تړلى ؤ شپږ ورځي هلته تړلى پاته سو، د هر لمانځه پر وخت به يې ښځه ورته را تله د لمانځه دپاره به يې خلاصاوه پسله لمانځه څخه به يې بيرته تړى او بيا د الله جل جلاله  د طرفه د ده د توبې قبلېدل د سهار په وخت کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  نازل سوه، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ام سلمه رضی الله عنها  په کور کي ؤ. 


ابو لبابه رضی الله عنه  وايي: ام سلمه رضی الله عنها  د خپلي حجرې په دروازه کي و درېدل او ما ته يې را ږغ کړه: يا ابا لبابه! زېرى درکوم الله دي توبه قبوله کړه، په دغه وخت کي خلک ور وغورځېدل چي خلاص يې کړي، مګر ابو لبابه رضی الله عنه  خلک منعه کړه چي هيڅوک به مي نه خلاصوي بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه او بيا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د سهار و لمانځه ته را و وتى ابو لبابه رضی الله عنه  يې خلاص کړى. 


دغه د بني قريظه غزاء د هجرت د پنځم کال د ذوالقعدې په مياشت کي پېښه سوه او (25) ورځي يې دوام وکړی، الله جل جلاله  د خندق او د بني قريظه د غزاوو په باره کي په سورة الأحزاب کي ډېر آياتونه نازل کړه چي په هغو آياتو کي د دغو واقعاتو پر مهمو نقطو تبصره کيږي، د مومنانو او منافقانو حالات بيانوي او بيا د احزابو د ذليله کېدلو حالات بيانوي او د اهل کتاب يعني: يهودو د غدر او خيانت نتيجې بيانوې.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته