تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) د خلافت دپاره علامې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 28, 2020
  0


د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خلافت دپاره علامې

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

       کوم وخت چي مکه مکرمه فتحه سوه او بيا د حج وخت او موسم راغلی په خپله رسول الله(ص)  نه غوښته چي داسي حج ته ولاړ سي چي هلته دي کفار هم موجود وي او داسي خلک دي هلته موجود وي چي لڅ ګرځي او لڅ طواف کوي، نو يې ابوبکر الصّدِّیق(رض)  امر کړى چي د رسول الله(ص)  پر ځای  دي د دغه کال د حج آمر دئ (رض)  وي، په دې کي داسي اشاره هم سته چي د رسول الله(ص)  په غياب کي به د مسلمانانو آمر ابوبکر الصّدِّیق(رض)  وي، نو د هجرت د نهم کال حج ابوبکر الصّدِّیق(رض)  په مسلمانانو آداءکړى. 


کوم وخت چي رسول الله(ص)  مريض سو او د رحلت وخت يې نژدې ؤ رسول الله(ص)  و فرمايل: 


«مُروا ابا بکر فَليُصَلِّى بِالنّاسِ »
يعني: ابوبکر امرکړى چي و خلكو ته لمونځ ورکړي او دا خبره په مسلمانانو کي معروفه او مشهوره وه: 


(کوم څوک چي د خلكو د لمنځو امامت کوي هغه د دوى آمر هم وي )
چي دا بيا د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د خلافت دپاره بله علامه وه، کوم وخت چي د رسول الله(ص)  له طرفه رالېږل سوى نفر راغلى چي ابوبکر (رض)  ته و وايي چي خلکو ته لمونځ ورکړه، ابوبکر الصّدِّیق (رض)  يې نه کړى پيدا، نو يې حضرت عُمر فاروق(رض)  ته و ويل: خلکو ته لمونځ ورکړه. 


حضرت عُمر (رض)  خلکو ته لمونځ ورکاوه چى رسول الله(ص)  د هغه آواز واورېدى، رسول الله(ص)  مريض او په بستر کي پروت ؤ او وې فرمايل:


« أينَ ابوبکر أينَ ابوبکر يَأبَى اللهُ ذَالِکَ وَ رَسُولُهُ وَ المُؤمِنُون »
درې واره يې دغه جمله تکرار کړه، يعني ابوبکر چيري دى ؟ ابوبکر چيري دى؟ دغه کار چه بېله ابوبکره څخه دي بل څوک د مسلمانانو امام وي الله او رسول الله او مسلمانان یې منعه کوي. 


دا چي بېله ابوبکره څخه بل څوک د خلکو د لمانځه امامت کوي، الله، رسول الله او مومنان يې نه خوښوي. 


د رسول الله(ص)  د دغي وينا څخه هم دا علامه او اشاره ښکاره کيږي چه الله، رسول الله او مومنان دا نه خوښوي چي بېله ابوبکر الصّدِّیق(رض)  څخه دي بل څوک د رسول الله(ص)  خليفه وي. 


دا ټولي هغه علامې دي چي د ابوبکرالصّدِّیق (رض)  پر خلافت دلالت کوي . 


په صحي حديث شريف کي راغلي دي چي يوه مسلمانه ښځه و رسول الله(ص)  ته راغله او د خپل مسکنت او ضرورت په سبب یې د مرستي او کومک پر قسم څه مال ځني وغوښتى، څرنګه چي په دغه وخت کي د رسول الله(ص)  سره مال نه ؤ موجود نو يې ښځي ته و ويل: په راتلونکي کال کي راسه، 


ښځي و ويل: که مي ته نه کړي پيدا؟ يعني که زه راغلم او ته نه وې موجود؟ 


(چي د دغي خبري څخه یې د رسول الله(ص)  وفات مقصد ؤ) رسول الله(ص)  و فرمايل:که زه نه وم موجود ابوبکر ته راسه. 


چي دا هم د ابوبکر الصّدِّیق (رض)  پر خلافت او إمارت بله علامه ده. 


د رسول الله(ص)  تر رحلت وروسته چي مسلمانان په سقيفة بني ساعده کي د بحث او مشورې دپاره سره يو ځاى سوه او غوښته يې چي د رسول الله(ص)  خليفه او د مسلمانانو دپاره آمر و ټاکي، هرچا مختلف فکر او رأیه درلودل، خو دغه اختلاف حضرت عُمر فاروق(رض)  په يوه خبره سره پاى ته ورساوه چي په لوړ آواز سره یې و ويل: آيا په تاسي کي داسي څوک سته چي په لمانځه کي دي د ابوبکر امام سي؟  
تاسي ته معلومه ده چي د لمنځو امامت د امير وظيفه وه نو که هر څوک د مسلمانانو امير وي هغه بايد د لمانځه امام هم وي، نوکه بل څوک آمر او امام سي آيا هغه دا قبلوي او د دې لایق دی چي د ابوبکر امام دي هم وي؟ حال دا چي رسول الله(ص)  ابوبکر (رض)  د دوی دپاره امام ګرځولى دى. 


د دغي پوښتني په جواب کي انصارو و ویل: (نعوذ بالله أن نتقدم ابابکر) په الله سره پناه غواړو چي موږ به تر ابوبکر د مخه کیږو. 


ځکه په ټولو مسلمانانو کي داسي څوک نه ؤ موجود چي هغه دي ځان د ابوبکر الصّدِّیق(رض)  د امامت وړ او لائق و بولي او په اصحاب کراموکي دا معلومه او مشهوره خبره وه چي امير به امام هم ؤ، نو صحابۀ کرام په دې نه وه راضي چي د داسي چا امامت وکړي چي هغه څوک دي رسول الله(ص)  د دوى دپاره امام ګرځولى وي، کوم وخت چي ټولو مسلمانانو د دغي پوښتنی په  جواب کي دغه جمله (نعوذ بالله أن نتقدم ابابکر) و ویل نو حضرت عُمر (رض)  و ابوبکر الصّدِّیق(رض)  ته و ويل: لاس دي را و غځوه يا ابابکر ! چي بيعت در سره وکړم، ابوبکر الصّدِّیق(رض)  هم لاس ور وغځاوه او مسلمانانو بيعت ور سره وکړى.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء  راشدين


www.taleemulislam.net

سرته