تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خويندو ته د ټولنيز ژوند په هکله پيغام
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  November 24, 2020
  0

خويندو ته د ټولنيز ژوند په هکله پيغام


ژباړه : غلام عمر عبدالله/تعليم الاسلام ويب پاڼه

 

که ستا په نکاح او واده کولو کي ځنډ راغى ته صابره اوسه او خديجة الکبری رضي الله عنها در په ياد کړه چي ۴۰ کاله يې پر خپل عفت صبر کړى ٶ ، خو الله تعالى يې نکاح د بشريت له بهترين او عظيم شخص (رسول الله صلى الله عليه وسلم) سره وکړه.


 
که دي نکاح او واده ونه سو ، هم صابره اوسه او مريم رضي الله عنها د عيسى عليه السلام مور در په ياد کړه چي ټول ژوند يې بې خاوندتوب ، پاک لمنۍ ، عفت او عبادت کي تېر کړ ؛ او الله تعالى په قران کي د هغې د شخصيت او صفت يادونه کړې ده.

 

خوري ! که الله مکړه کونډه سوې بيا هم خپل همت او صبر له لاسه مه ورکوه او ام سلمه رضي الله عنها را ياده کړه چي د هجرت او د ژوند له نورو ستونزو سره يې د خاوند غم هم وليدى خو الله تعالی ته يې صبر کړى و , نو الله تعالى د رسول الله صلى الله عليه وسلم په شان دوهم خاوند ورنصيب کړ.

 

او که الله مه کړه له بد خاوند سره دي ژوند سو ، نو خپل قادر او مقتدر رب جل جلا له مه هيره او له هغه سره خپل راز او نياز ساته ، ځکه د آسيې رضي الله عنها نکاح د ځمکي پر مخ تر ټولو د بدترين انسان (فرعون) سره سوې وه ، خو الله تعالى ددې د صبر او استقامت په بدله دومره عزت او مقام ور کړ چي د شهادت پر وخت يې خپل د جنت منظر او مقام وليدى او الله تعالى يې په قران کي يادونه کړې ده.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته