تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د شهيدانو را ټولول او ښخول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 21, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د شهيدانو را ټولول او ښخول

 

کوم وخت چي د اُحُد د ورځي شهيدان را ټول او سره يو ځاى سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و درېدى او وې فرمايل: زه پر دغو کسانو شاهد يم او هيڅ داسي زخمي نسته چي د الله جل جلاله  په لار کي دي زخمي سي مګر الله عزوجل  به يې د قيامت په ورځ په داسي حال کي را پورته کړي چي د ده د زخمه څخه به ويني بهيږي، داسي ويني چي رنګ به يې د وينو وي او بوى به يې د مشکو وي. 
اوس نو ځينو مسلمانانو خپل شهيدان مدينې منورې ته وړل چي هلته يې ښخ کړي، هر يوه خپل قريب اخستى او وړى يې مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی:که چا د مسلمانانو د شهيدانو څخه يو څوک وړى وي بيرته دي يې را وړي چي ټول شهيدان دلته د خپل شهادت پر ځاى ښخ کړل سي او غسل هم مه ورکوى، فقط زغري او اسلحې ځني ايسته کړی او په خپلو کالو کي يې ښخ کړى،

 

د جابر بن عبدالله رضی الله عنه  د عمه مېړه او د هغه ورور شهيدان سوي وه، نو د ده رضی الله عنه  عمه د خپل خاوند او د هغه د ورور جنازې پر يوه اوښ اخستي وې چي مدينې منورې ته يې يوسي، دا په لار کي وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر ور ورسېدى هغه دوه يې بيرته را وګرځول او د مسلمانانو د شهيدانو سره په اُحُدکي ښخ کړل سوه، د مسلمانانو   شهيدان يې دوه يا درې نفره په يوه قبرکي ښخول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  به پوښتنه کول چي دکوم يوه ډير قرآن مجيد په ياد ؤ؟ و هر يوه ته چي به اشاره وسوه په لحدکي به يې هغه د قبلې و طرف ته د مخه کاوه او دوه نفره يې په يوه کالي کي سره يو ځاى کول، يعني: کفن خو نه ورکول کېدى مګر هغه پټو يا چادر چي به يې سر بېره پر اچاوه دوه نفره به يې په يوه پټو یاچادر کي پټول، دا د مسلمانانو د غريبۍ او مسکنت حالت ؤ او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د قيامت په ورځ زه پر دغو خلکو شاهد يم.


عبدالله بن حرام رضی الله عنه ، چي د جابر رضی الله عنه  پلار ؤ او عمرو بن جموح رضی الله عنه  په يوه قبر کي ښخ کړل سوه ځکه په ژوندکي هم د دوى دوو په منځ کي دوستي او محبت ؤ. 


د شهيدانو د راټولولو په وخت کي د حنظله رضی الله عنه  جسد ورک ؤ، پسله ګرځېدلو او لټولو يې د ده رضی الله عنه  جسد هلته ګوښه پيدا کړی چي پر يوه لوړه مځکه پروت ؤ او اوبه ځني څڅېدلې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  واصحاب کرامو ته و ويل: ملائکې و ده ته غسل ورکوي او بيا يې و فرمايل: تاسي د ده د ښځي  څخه پوښتنه وکړی چي د ده څه قصه وه؟ ښځي يې هغه د ده د شپې خبر ورته و وايه نو ځکه و حنظله رضی الله عنه  ته (غسيلُ الملائکه) ويل کيږي، يعني: هغه څوک چي ملائکو غسل ورکړى دى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي د سيدنا حمزه رضی الله عنه  په شهادت نه ؤ خبر او اوس يې خپل اکا او رضعي ورور وليدى چي وژل سوى دى، پزه او غوږونه يې پرې سوي دي، نس يې څيري دى او اينه يې پر ځيګر پرته ده، داسي منظر او مشهد دى چي په هره اندازه سره انسان فکر کوي تر هغه هم تريخ او غمجن حالت دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه حال په ليدلو سره ډير غمجن سو او وې ژړل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمه صفيه رضی الله عنها  راغله غواړي چي خپل ورور حمزه رضی الله عنه  و ويني، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې زوى زبير رضی الله عنه  امر کړى چي په يوه قسم سره دا د دې څخه وګرځوي چي خپل ورور پر دغه حال  وويني، مګر دې و ويل: ولي مي د ورور د ليدلو څخه منعه کوى؟ زه خبره سوم چي زما د ورور پزه او غوږونه يې ور پرې کړي دي او دا هم د الله جل جلاله  په لار کي، موږ په دې کار نه ؤ راضي مګر زه د دې کار اجر او ثواب د الله جل جلاله  څخه غواړم او ان شاء الله صبر به وکړم، بيانو ورغله خپل ورور يې وليدى دعاء يې ورته وکړه ﴿اِنّا لله وَ اِنّا اليه راجِعون﴾ يې و ويل، خپل ورور ته يې د مغفرت غوښتنه وکړه.


دغه ته صبر وايي چي انسان د هر غم او مصيبت په اوله مرحله کي صبر وکړي او د الله جل جلاله  په امر او إراده راضي سي که نه په وروسته کي خو هر څوک د خپلي بې وسۍ په سبب په هر څه راضي معلومیږي، په وسه يې څه نه وي پوره نو وايي صبر مي کړى دى، یا دا چي د وخت په تېرېدلو سره غم په خپله سپکیږي او هیریږي.


خو اصلي صبر! هغه صبر چي اجر او ثواب لري او موږ په امر کړه سوي يو، هغه صبر دى چي د غم او مصيبت د پېښېدلو سره يو ځاى و وايي: د الله جل جلاله  په امر او قضاء خوښ او راضي يم، هـو! په پټه خوله او بېله شکايته ژړا، انساني رحم او عاطفه ده، د هغه څخه شرعي منعه هم نسته خو شکايت او په لوړ آواز سره ژړا منعه او ګناه ده. 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړى چي حمزه رضی الله عنه  دي د عبدالله بن جحش رضی الله عنه  سره يو ځاى ښخ کړل سي، ځکه عبدالله بن جحش رضی الله عنه  د حمزه رضی الله عنه  د خور زوى او رضعي ورور هم ؤ. عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  وايي: موږ هيڅکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي سخته او شديده ژړا نه ده ليدلې لکه پر خپل اکا حمزه رضی الله عنه  چي يې ژړل او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  حمزه رضی الله عنه  د قبلې و طرف ته کښېښاوه او دئ صلی الله علیه وسلم  ورته و درېدى په دومره شدت سره يې و ژړل چي موږ يې د ژړا سګلۍ اورېدلې. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم   پرخپل اکا حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه  په ډيره شديده ژړا ژړل او وې فرمايل: والله زما په ژوند تر دغه سخت او غمجن حال نه دى را ته پېښ سوى. 


وروڼو او خوندو! د اُحُد د شهيدانو مشهد او منظر د ليدونکو دپاره ډير غمجن او زړه دردونکى ؤ، په ليدلو سره يې اينې خوړينېدلې خباب رضی الله عنه  وايي: د حمزه رضی الله عنه  دپاره کفن يا د بدن د پټولو دپاره بېله يوه کوچني پټو څخه بل شئ نه ؤ موجود چي پر سر به يې ور واچاوه پښې به يې لڅي سوې، چي پر پښو به يې ور واچاوه سر به يې لڅ سو، نو هغه کوچنئ پټو يې پر سر ور واچاوه او د پښو د پټولو دپاره يې پر پښو واښه ور واچول.


 عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  وايي: مصعب بن عُمير رضی الله عنه  چي تر ما ښه او بهتر ؤ و وژل سو او په داسي يوه پټو کي کفن کړل سو چي سر به يې ور پټ کړى پښې به يې لڅي سوې او چي پښې به يې ور پټي کړې سر به يې لڅ سو، خباب رضی الله عنه  وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  راته و فرمايل: سر يې ور پټ کړی او پر پښو يې واښه ور واچوى.

 
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُحُد د شهيدانو د ښخولو امر وکړى او په دغه غمجنه طريقه سره د اُحُد شهيدان پر هغه ځاى  او هغه د جنګ پر ميدان بېله غسله او کفنه په خپلو کالو کي ښخ کړل سوه.


امام احمد(رح) روايت کوي او وايي: کوم وخت چي د اُحُد په ورځ مشرکان د ميدانِ جنګ څخه ولاړل رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: سم او برابر و درېږى چي زه د خپل رب عزوجل  حمد او ثنا و وايم، اصحاب کرام هم د ده صلی الله علیه وسلم  ترشا صف صف و درېدل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دعاء کولو داسي شروع وکړه:


«اللّهم لَکَ الحَمدُ کلُهُ، اللّهم لا قابِضَ لِما بَسَـطتَ، ولا باسطَ لِما قَبَضتَ، ولا هادي لِمَن اَضلَـلتَ، ولا مُضِل لِمَن هدَيتَ، ولا مُعطي لِما مَنَـعتَ، ولا مانِعَ لِما اَعطَيتَ، ولا مُقَرِّبَ لِما باعَدتَ، ولا مُبعِدَ لِما قَرّبتَ، اللّهم ابسُط علينا من بَرَکاتِکَ و رَحمَتِکَ و فَضـلِکَ و رزقِکَ، اللّهم اِنّي اَسـئَلُـکَ النّعيمَ المُقِيم، الذي لا يَحُولُ و لا يزول، اللّهم اِني اَسـئَلُکَ العَونَ يومَ العِيلَه، والأمنَ يومَ الخَوف، اللّهم اِني عائِـذٌ بِکَ من شـرِّ ما اَعطَيتَنا وَ شـرِّ ما مَنَعتَنا، اللّهم حبب الينا الاِيمانَ و زَيِّنـهُ في قُلُوبِنا، و کَرِّه الينا الکُفرَ وَالفُسُوقَ وَالعِصيان، واجعلنا من الرّاشدين، اللّهم تَوَفّـنا مُسلِمينَ وَ اَحيِـنا مسلمينَ وَ اَلحِقـنا بِالصّالحين، غَيرَ خَزايا وَ لامَفتونين، اللّهم قاتِلِ الکَفَرَةَ الّذينَ يکذّبون رُسُلـک، ويَصُدّون عن سَبيلِک، واجعل عليهم رِجزَک و عذابک، اللّهم قاتِلِ الکَفَرَةَ الّذينَ اُوتوا الکتابَ اِلْهَ الحق». 
 
دغه دعاء په يادکړى ډېره ښه، با برکته او جامعه دعاء ده؛

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته