تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځې امن او ډاډ:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 17, 2020
  0

د ښځې امن او ډاډ:


لیکنه:عبدالمالک نیازی./ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په غربي ټولنه کې ښځه په اتلس کلنۍ کې ډاډ اوسکون له لاسه ورکوي، ځکه چې په دغه وخت کې د قانون له مخې نارینه ددې د کفالت مسؤلیت نه لري، نو هغه کوښښ کوي چې ژر ترژره ځان لپاره میړه پیدا کړي، خو دې هدف ته رسیدل د هرې نجلۍ لپاره شونی نه دی، ځکه چې غربي سړی په دې اړه  د موقف او تصمیم ګیرۍ څښتن دی، هغه له هغه چاسره واده کول غواړي چې د ښکلا، شتمني او........ ځانګړتیاوې ولري، چې له امله یې بې شمیره نجونې اوښځې د میړه له سیوري بهر پاتې کیږي.

دښځې اقتصادي حالت:
په غربي ټولنه کې ښځه او میړه دواړه په مشترکه توګه د فامیل د نفقې دنده لري، له بلي خوا دغربي سرمایه دارانه نظام له مخې ښځه د سړي د معاش نیمایې اندازه معاش اخلي، په داسی حال کې چې څومره وخت د سړي د کار لپاره ټاکل شوی، هغومره د ښځې لپاره ټاکل شوی دی؟! ددې وروسته د معاش باقي برخه چې ډیره لږ ده هغه ددې د ښکلا په توکو مصرفیږي، اوهغه هم ددې اړتیا ده، ځکه چې د کورنه بهر کار لپاره د ښکلا ساتل شرط دی.


ان شاءالله نور بیا....... 


www.taleemulislam.net

سرته