تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپلي رایي خلاف په مشرانو پسي تلل
 
  December 30, 2011
  0

رالېږونکی: دوست محمد عرفان

حضرت زید بن وهب رحمة الله عليه وایي: چي زه د حضرت ابن مسعود رضى الله عنه و حضور ته د الله د کتاب  د یو ایات د لوستلو لپاره ولاړم، هغه ما ته هغه ایات ولوستئ ما ورته وويل: تاسي چي دغه ایات ماته څنګه لوستلئ دئ، حضرت عمر رضى الله عنه خو ما ته بل ډول لوستلئ وو، په دې خبره هغه په‌‌ ژړا سو او دومره یي وژړل ما ولیدئ چي د هغه اوښکي  پر ډبرو څڅېدلې، بیا یي وفرمایل: حضرت عمررضى الله عنه چي تاته څنګه  لوستلئ دئ ته يې هغه ډول لوله ، ځکه چي والله! د هغه قرائت د سيلحین ښار ( بغداد ته نژدي یومشهور ښاردئ) تر لاري هم زیات واضح دئ. حضرت عمر رضى الله عنه د اسلام یوه کلکه کلا وه، چي په هغې کلا کي به اسلام داخلېدئ او ځني وتي به نه، خو کله چي حضرت عمر رضى الله عنه شهید سو، نو په هغه کلا کي چاودنه وسوه او اسلام اوس د هغه کلا څه دباندی راوځي.

ماخذ: حیاة اصحابه، اخرجه ابن سعد (ج: ۳، ص: ۳۷۱)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته