تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د جنګ اور بلېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0
سیرت نبوي (۱۷۰برخه)
 
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
د جنګ  اور بلېدل
 
د مخه تردې چي د جنګ د واقعاتو په بيانولو شروع وسي خپل يو عذر به درته بيان کړم، هغه دا چي د اُحُد جنګ د ورځو او هفتو جنګ نه ؤ چي د هري ورځي واقعات يې په ترتيب سره درته بيان سي، د اُحُد د جنګ ټول وخت او موده فقط نيمه ورځ وه، په سهار کي شروع سو او ماپښين پاى ته ورسېدى او واقعات يې خورا ډېر دي، په يوه لحظه او يوه وخت کي دلته او هلته، دوري هوري، قِسم قسم مختلف واقعات پېښيږي، که څه هم زه به تر ډيري اندازې کوښښ وکړم چي واقعات په ترتيب سره بيان سي خو بيا هم نه سم کولاى چي ټول واقعات په پوره ترتيب سره درته بيان کړم ځکه په يوه لحظه کي مختلفي واقعې پېښيږي، نو خود د حالاتو د بيانولو دپاره يو وار د ميدان جنګ يوې حصې ته ځم او بيا بلي ته، د پوره ترتيب مراعت نه سم کولاى دغه عذر مي تاسي قبول کړی او اوس به د جنګ د واقعاتو په بيانولو سره شروع وسي:
 
دوه لښکره سره نژدې سوه او د جنګ اولي حملې شروع سوې، د جنګ اول پېلوځى د مشرکانو د بيرغ اخستونکى طلحه بن ابي طلحه العبدري ؤ، چي دا سړئ د قريشو د مشهوره او دلاوره پهلوانانو څخه ؤ، دا سړئ پر اوښ سپور ؤ ميدان جنګ ته را و وتى او ويل: څوک مبارزه را سره کوي، د ده د قوت او دلاورۍ په سبب خلک ځني ګوښه سوه، مګر زبير بن العوام رضی الله عنه  ور د مخه سو هيڅ مهلت يې ورنه کړی د زمري غوندي حمله يې پر وکړه په ځغستا ور په هوا سو هلته لوړ د ده اوښ ته ور وختى، سړئ يې په يوه حمله د اوښه څخه کښتهوغورځاوه او دئ پر را وغورځېدى د ده په توره يې حلال کړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دغه په زړه پوري حمله او د کافر وژل و ليدل تکبير يې و وايه او مسلمانانو هم تکبير ور سره و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و زبير رضی الله عنه  ته دعاء وکړه او وې فرمايل: هر نبي لره حواري سته او زما حواري زبير دى. 
 
په دې جنګ کي هغه مبارزه او پهلواني چي د جنګو په شروع کي به کېدل نه وسوه، جنګ شروع سو او لښکري يو په بل سره ګډي سوې، د ميدانِ جنګ په هره نقطه کي دوه لښکره په جنګ سره اخته دي.
 
 په هغه وخت کي یواځي د عربو نه بلكه په ټولو جنګو کي د جنګ طريقه داسي وه: هر لښکر به د ځان دپاره يو لوى عمومي بيرغ درلودى که به د هر طرف بيرغ و لوېدى او بيا به نه سو پورته هغه لښکر مات ؤ او که به بيرغ ولاړ ؤ معنْی دا چي لښکر منظم، ثابت او قائم دى، نور هم جنګ کوي، که به بيرغ و لوېدى او بيا به نه سو پورته! معنْی دا چي لښکر شکست وخوړى او د تيښتي په حال کي دى، نو په پخوانیو جنګو کي د لښکر حال پر بيرغ معلومېدى چي لښکر قائم دى او نور هم جنګ کوي، يا دا چي لښکر شکست و خوړى او تښتي، اوس د مسلمانانو بيرغ د مصعب بن عُمير رضی الله عنه  څخه دى او د کفارو بيرغ د بني عبدالدار چي د قريشو يو ښاخ دى د هغو څخه دى، د بني عبدالدار اول بيرغ اخستونکى طلحه بن ابي طلحه ؤ هغه چي د زبير رضی الله عنه  د طرفه و وژل سو، بيانو د هغه ورور عثمان بن ابي طلحه بيرغواخستى.
 
 
 او دا خو مو هم په ياد دي چي ابوسفيان و بني عبدالدار ته ويلي وه چي يا بني عبدالدار! د بدر په ورځ هم بيرغ ستاسي په لاس کي ؤ او ولوېدى که نن ورځ هم بيرغ درڅخه لويږي اوس يې لا را پرېږدى، هغو ويل: قسم دى چي هيڅکله به بيرغ ولوېدلو ته پرې نږدو. 
 
حمزه رضی الله عنه  چي جنګي پهلوان او قهرمان دى او دا هم ورته معلومه ده چي دکفارو د شکست دپاره آسانه لار دا ده چي د دوى بيرغ و لويږي، نو يې د جنګ په شروع کي څو نفره د ځان ملګري کړه چي دکفارو بيرغ به ثابته او ولاړ نه پرېږدو، اوس چي عثمان بن ابي طلحه بيرغ په لاس شعرونه وايي ميدان جنګ ته را و وتى حمزه رضی الله عنه  د بيرغ پر طرف ډيره سخته او شديده حمله شروع کړه چپه او راسته طرف ته وهل کوي کفار داسي وژني لکه ژرنده چي پر څرخي، هر څه چي په مخه ورځي هغه ميده کوي څو دکفارو و بيرغ ته ورسېدى، هغه نفر چي بيرغ يې په لاس کي ؤ په توره يې پر اوږه و واهه لاس يې د اوږې سره په هوا سو حتّْی سږى يې معلوم سو، دا خو و وژل سو او د جنګ په اولو دقيقو کي دکفارو بيرغ ولوېدى، د ابو طلحه بل زوى ابو سعد بن ابي طلحه چي دالته حاضر ؤ ډير ژر يې بيرغ پورته کړی، حمزه رضی الله عنه  چي تر اوسه په دغه منطقه کي دى پر هغه يې هم حمله وکړه دا يې هم و واژه، د دوهم وار دپاره بيا دکفارو بيرغ ولوېدى. 
 
دغه د بيرغ اخستونکي چي وژل کيږي د جنګ کار دى د هره طرفه د بيرغ پر اخستونکي وارونه کيږي نو ځکه که په روایتو کي د دغه وژونکي په نامه کي ځيني وختونه اختلاف راسي دغه اختلاف د قبلولو وړ دى، ځکه يوه راوي يو نفر ليدلى دى چي پر بيرغ اخستونکي يې حمله وکړه او بل راوي د بل نفر وارى ليدلى دى چي بيرغ اخستونکى يې و وژى، نو دلته که په ځينو روايتو کي د وژونکي په نامه کي اختلاف راسي قابل  د تشويش نه دى، مقصد دکفارو د بيرغ اخستونکي پرله پسې وژل کيږي. 
 
خير دکفارو بيرغ د دوهم وار دپاره و لوېدى، کفار وارخطا سوه چي د جنګ په شروع کي د دوى بيرغ دوه واره لويږي، دا وار بيرغ د ابو طلحه لمسي (مُسافع بن طلحه) پورته کړی او کفار پر حمزه رضی الله عنه  را ټول سوه حملې پرکوي د بيرغ څخه يې منعه کوي د جنګ شدت د بيرغ پرشا وخوا دى، دکفارو ټول طاقت د بيرغ و ساتلو ته متوجه دى نو ځکه يې وکولاى سواى چي حمزه رضی الله عنه  د بيرغه څخه منعه کړي، په دغه وخت کي حضرتِ علي رضی الله عنه  بله ټولۍ جوړه کړه او د بله طرفه يې پر بيرغ حمله وکړه، بيرغ اخستونکى يې و واهه او وې وژى، د درېيم وار دپاره د کفارو بيرغ د علي بن ابي طالب رضی الله عنه  په واسطه ولوېدى، د طلحه بل زوى چي (کِلاب بن طلحه) نومېدی بيرغ پورته کړی بيا هم جنګ پر بيرغ شروع دى. 
 
علي رضی الله عنه  چي تر اوسه لا دالته دى بيا يې حمله پر وکړه دا يې هم و وژى، د څلورم وار دپاره بيا دکفارو بيرغ ولوېدى او د ابو طلحه د کورنيه پنځه نفره و وژل سوه، د کفارو لښکر د ميدان جنګ د شا وخوا څخه ورته ګوري چي بيرغ ته څه پېښه ده؟ لويږي او پورته کيږي، ټول کفار د بيرغ په انتظار دي چي څه به ورته پېښه سي؟ او د جنګ شدت هم ټول د بيرغ پر شا وخوا دى، کفارو ډيري سختي حملې شروع کړې چي علي او حمزه رضي الله عنهما  د بیرغ څخه پر شا کړي، د بيرغ د شا وخوا ټول کفار و دوى ته متوجه دي هلته د طلحه بل زوى چي (جلاس بن طلحه) نومېدى بيرغ پورته کړی، دلته کفار د علي او حمزه رضي الله عنهما  سره په جنګ مشغوله دي چي عاصم بن ثابت رضی الله عنه  د يوې بلي ډلي سره راغلى او پر بيرغ يې حمله وکړه. 
 
د طلحه زوى يې و وژى او دکفارو بيرغ د پنځم وار دپاره ولوېدى، کفار لېوني سوه نه پوهېږي چي څه وکړي؟کوم يو منعه کړي؟ 
 
سُلافه بنت سعد بن سُميه چي د طلحه بن ابي طلحه العبدري ښځه وه او د نافع بن طلحه، جلاس بن طلحه، مسافع بن طلحه او کلاب بن طلحه مور وه دا هم په دغه جنګ کي حاضره وه او دا پوهېدل:کوم کسان چي بيرغ پورته کوي هغه د دې خاوند یا زامن یا د دې د کورنۍ غړي دي او دا پوهېدل چي د بيرغ د هر وار لوېدلو سره د دې يو زوی یا د کورنۍ یو فرد وژل کيږي نو د بيرغ و طرف ته ور د مخه سوه، هَغه وخت و بيرغ ته ور و رسېدل چي د دې زوی چي بیرغ یې پورته کړی ؤ عاصم و وژى، دا ورته ګوري چي زوی يې و وژل سو او بيرغ هم د پنځم وار دپاره ولوېدى، شپږم نفر چي دئ هم د سُلافې زوی ؤ بيرغ یې پورته کړی سُلافه ورته ګوري د دې د کورنۍ څخه پنځه نفره چي د دې خاوند یا د خاوند ورور یا د دې زامن وه و وژل سوه او شپږم نفر چي بیرغ یې پورته کړی هغه هم د دې زوی ؤ، دلته بيا عاصم رضی الله عنه  وکولاى سواى چي و شپږم نفر ته ځان ور ورسوي او هغه هم و وژني، سُلافې چي وليدل چي دوه زامن يې د دې و مخ ته د عاصم رضی الله عنه  په لاس و وژل سوه نو يې دا خيال سو چي هغه نور زامن يې هم عاصم رضی الله عنه  وژلي دي، نو ويل: څوک به د عاصم سر را ته را وړي؟
 
قسم دى چي د سر په کوپړۍ کي به يې شراب وچښم او بيا به دغه سر په سرو زرو ډک کړم او په انعام کي به يې و هغه چا ته ورکړم چي دغه سر يې را ته را وړى وي. يعني: هر هغه څوک چي د عاصم سر را ته را وړي دا د هغه انعام دى چي زه به دغه سر په سرو زرو ډکوم او هغه ته به يې ورکوم، دلته نو پر عاصم حملې زياتي سوې ځکه هر څوک غواړي چي دغه انعام او جائزه واخلي خو عاصم رضی الله عنه  چي و هري خوا ته مخ کي وهل او وژل کوي،
 
د کفارو بيرغ پر مځکه پروت دى تر اوسه پوري د يوې کورنۍ څخه چي د ابو طلحه کورنۍ ده شپږ نفره د بيرغ اخستونکي وژل سوي دي (د دغه ابو طلحه نوم عبدالله بن عثمان بن عبدالدار دى) په دغه وخت کي د کفارو څخه يوه نفر چي د ابو طلحه د کورنۍ څخه نه ؤ مګر د بني عبدالدار څخه ؤ بيرغ ته ځان ورساوه او د اُووم وار دپاره يې بيرغ پورته کړی، دغه نفر هم د علي بن ابي طالب رضی الله عنه  د طرفه و وژل سو، يا په بل روايت حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه  و وژى، د کفارو بيرغ شُريح بن قارظ پورته کړی دا سړئ بيا د قزمان د طرفه و وژل سو.         (سلافه د مکې مکرمې د فتحي په کال مسلمانه سوه)
 
قزمان اصلاً منافق ؤ خو په جنګ کي يې د عقيدې نه بلکه د قوميت پر اساسګډون کړى ؤ چي تفصيل به يې وروسته درته راسي.
 
او بيا دکفارو بيرغ ابو زيد عمرو بن عبد مناف العبدري پورته کړی دا هم د قزمان د طرفه و وژل سو، بيا د کفارو بيرغ د شرحبېل بن هاشم العبدري زوى پورته کړی دا هم قزمان و وژى، دغه لس نفره چي ټول د بني عبدالدار څخه وه او بيرغ يې پورته کاوه اول تر آخره و وژل سوه، اوس په بني عبدالدار کي داسي څوک نه سو پاته چي بيرغ پورته کړي، نو د دوى دکورنۍ يو حبشي مريئ چي نوم يې (صَواب) ؤ ور د مخه سو او بيرغ يې پورته کړی او دې مريي داسي ثُبات او شجاعت ښکاره کړی چي تر خپلو بادارانو هغه چي د مخه و وژل سوه ډېر لوړ سو، تر هغو يې بيرغ لوړ نيولى ؤ او جنګ يې کاوه چي دواړه لاسونه يې پرې سوه، د لاسو تر پرېکېدلو وروسته پر بيرغ پرېوتى بيرغ يې په غاړه او ځيګر نيولى ؤ نه يې غوښتل چي بيرغ کښته سي ترڅو چي و وژل سو، پسله دغه څخه چي دغه مريئ و وژل سو د کفارو بيرغ پر مځکه ولوېدى او داسي څوک نه وه پاته چي بيرغ پورته کي، نو د کفارو بيرغ لوېدلى پاته سو، دغه د کفارو د بيرغ د جنګ په وخت کي د کفارو مشرانو سره و ويل: که جنګ پر دغه قسم جریان ولري زموږ شکست حتمي دى، موږ بايد مسلمانان په بل شي مشغوله کړو، فيصله يې پردې وسوه ويل:
 
 
څرنګه چي دوى زموږ پر بيرغ حملې کوي موږ به هم د دوى پر بيرغ حملې شروع کړو، نو يې يوه ډله جوړه کړه او پر مصعب بن عمير رضی الله عنه  يې (چي د مسلمانانو بيرغ ور سره دى) حملې شروع کړې، چي په دې ډول سره په يوه ميدان کي دوه مهم جنګونه شروع دي، يو جنګ د کفارو د بيرغ پر شا وخوا دى او بل جنګ د مسلمانانو د بيرغ پر شا وخوا دى، خو مصعب بن عمير رضی الله عنه  ثابت او قائم پرخپل ځاى ولاړ دى او مسلمانان په پوره مړانه د ده څخه دفاع کوي.
 
په دغه وخت کي چي د جنګ شدت دکفارو د بيرغ پرشا وخوا دوام لري هلته د ميدانِ جنګ په نورو ټولو نقطو کي هم ترخه ترخه جنګونه روان دي، د مسلمانانو پر زړو او بدنو ايماني تجلې غالبه وې او د کفارو د لښکر په صفو داسي ور ننوتل لکه د اوبو سېلونه چي په شېلو کي ځغلي.
 
 
 ابودُجانه رضی الله عنه  چي سر يې په سره دسمال تړلى ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  توره يې په لاس کي وه دا يې ټينګ عزم او قوي إراده کړې وه چي د دغه توري حق به آداء کوي، په جنګ يې داسي شروع وکړه چي دکفارو په لښکر ورننوتى او هر مشرک چي په مخه ورځي هغه وژني د کفارو د لښکر صفونه يو په بل پسي نړوي، زبير بن العوام رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه توره و غوښتل او ما ته يې را نه کړه زما په زړه کي يو څه نا اميدي پيدا سوه او د ځانه سره مي و ويل: زه د صفيې او د ده صلی الله علیه وسلم  د عمه زوى يم او د قريشو څخه يم زه تر ابودُجانه رضی الله عنه  د مخه ور ولاړ سوم او توره مي ځني و غوښتل خو ما ته يې رانه کړه او ده  ته يې ورکړه نو په والله  زه به په ابودُجانه پسي ګورم چي دئ څه کوي؟ 
 
وايي: زه په ابودُجانه پسې يم، ابودُجانه اول هغه سور دسمال را وايستى او سر يې په وتړى، انصارو و ويل: ابودُجانه د مرګ  دسمال را وايستى، ابودُجانه د دښمن پرطرف ور رهي سو او دغه شعرونه يې ويل: 
 
انـا الـذي عَـاهَـدَني خليلي    أن لا اقوم الدهرَ في الکيولِ
  ونحن بالسَفحِ لَدَى النخيلِ   اضرب بسيفِ الله والرسـولِ
 
 
د مشرکانو څخه چي هرڅوک په مخه ورتلى هغه يې وژى، زبير بن العوام رضی الله عنه  وايي: په مشرکانو کي يو ډېر جنګي سړئ ؤ چي زموږ هیڅ زخمي يې نه پرېښاوه مګر ژر به يې د هغه و وژلو ته ځان ور رساوه او اوس دغه دوه چي يو ابودُجانه دى او بل دغه مشرک دى په ميدانِ جنګ کي يو و بل ته سره ور نژدې کيږي، ما و الله جل جلاله  ته دعاء وکړه چي دوى دوه سره مخامخ سي، څو هغه ؤ چي دوى سره مخ په مخ سوه، د توري اول وارى مشرك پر وکړی ابودُجانه د هغه وارى په خپل سپر سره وګرځاوه او بيا ابودُجانه توره پر پورته کړه داسي سخت يې و واهه چي په دغه اول واري يې و وژى،
 
بيانو ابودُجانه د کفارو په صفو ننوتى ترڅو چي هغه د ښځو و مشري او قومنداني ته ورسېدى، تاسي پوهېږى چي ښځي همېشه د لښکر ترشا وي، يعني: ابودُجانه په دغه جنګ او وهلو کي د کفارو تر لښکر و وتى، ابودُجانه رضی الله عنه  نه دى خبر چي دا ښځي دي، ابودجانه وايي: يو انسان مي وليدى چي د خلکو مخان يې په منګلو ور څيرل، زه ورته و درېدم کوم وخت چي مي توره پر پورته کړه چغي يې کړې،که مي کتل هغه ښځه وه نو مي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  توره تر دې مکرمه وبلل چي ښځه په و وهم بيرته مي لاس را وګرځاوه. 
 
هغه ښځه هند بنت عتبه د ابوسفيان زوجه وه، زبير بن العوام رضی الله عنه  وايي: ما ابودُجانه وليدى چي توره يې د هند بنت عتبه پر سر پورته کړه او بيرته يې لاس کښته کړی نه يې و وهل، ما د ځان سره و ويل: الله او رسول الله پوهيږي چي ولي يې و نه وهل، ابودُجانه رضی الله عنه  واقعاًد رسول الله صلی الله علیه وسلم  د توري حق آداءکړی دومره کفار يې په هغه توره و وهل چي رشتيا هم هغه توره د ډيرو وهلو څخه کږه سوه. 
 
کعب بن مالک رضی الله عنه  وايي:کوم وخت چي ابودُجانه رضی الله عنه  توره واخستل ما دا نيت وکړی چي زه بايد د ده معلومات وکړم چي دئ څه کوي؟ آيا رشتيا د توري حق آداء کوي که يا؟ کوښښ مي کاوه چي په جنګ کي د ده پرشا وخوا يم چي وې وينم چي دئ څه کوي؟ ابودُجانه چي په اوسپنه پټ او پوښلى ؤ، يعني: خول او زغره يې اغوستي وه مخ يې نه معلومېدى، 
 
نو کعب بن مالک رضی الله عنه  وايي: ابودُجانه په دغه جنګ کي د يوه کافر سره په وهلو اخته ؤ د جنګ په منځ کي کافر په دې پوه سو چي وژني مي، کافر چي پر آس سپور ؤ ځني و تښتېدى (وې ځغستل) ځکه مرګ  يې په سترګو وليدى، ابودُجانه ترشا په پسې دى توره يې پورته کړه کافر يې پر سر په و واهه، د ابودُجانه د ډېره قوته څخه کافر دوه ځايه سو او توره د هغه تر آسه ورسېدل، کافر د آسه څخه دوې حصې و لوېدى، کعب رضی الله عنه  وايي: ابودُجانه د خپل مخ څخه خول پورته کړی او ما ته يې وکتل، ويل: څنګه يې بولې؟ ياکعب! زه ابودُجانه يم، دا د اُحُد په ورځ د ابودُجانه رضی الله عنه  د جنګ يوه نمونه وه، چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د توري حق يې څنګه آداء کړى. 
 
حمزه رضی الله عنه  هم د زمري پر قسم جنګ کاوه د دښمن د لښکر په منځ کي ولاړ دى، داسي وهل او حملې کوي چي مثل يې نه دى ليدل سوى، د کفارو پهلوانان د ده د مخه څخه داسي ځغلي لکه د زورور باد څخه چي د وُنو پاڼي ځغلي، سره د هغه چي حمزه رضی الله عنه  د بيرغ اخستونکو په وژلو کي برخه واخستل خو د کفارو په نورو پهلوانانو يې هم داسي کارونه وکړه چي چا په چا نه دي کړي تر څو چي په داسي حال کي په شهادت ورسېدى چي د جنګياليو پهلوانانو په مقدمه کي ؤ، مګر هـو:
 
حمزه رضی الله عنه  داسي و نه وژل سو لکه پهلوانان چي په ميدان جنګ کي مخ په مخ وژل کيږي بلکه داسي په خيانت سره د شا د طرفه و وژل سو لکه پر هغه نامتو قهرمانانو چي په تاريکيو کي د شا د طرفه حمله کيږي. 
 
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 
www.taleemulislam.net

سرته