تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د اسلامي لښکر جوړول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 15, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۶۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اسلامي لښکر جوړول او د جنګ و ميدان ته وتل

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امامت د جمعې لمونځ آداء سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خلکو ته نصيحت وکړی په جِد او جُهد سره يې امر کړه او وې فرمايل:که مو صبر وکړی کاميابي ستاسي ده او خلک يې امر کړه چي د دښمن د مقابلې دپاره تيار او آماده سى، خلک په دې امر سره ډېر خوشاله سوه، بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په امامت د ماځيګر لمونځ آداء سو، په دغه وخت کيمسلمانان سره راټول سوي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو دوو ملګرو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  او عمر فاروق رضی الله عنه  په ملګرتيا کورته ننوتى خپله اسلحه يې را واخستل دوې زغري يې واغوستې (يعني: يوه پر بله سر بېره) چي د دې څخه دا معلوميږي چي جنګ به ډېر شديد او خطرناکه وي، خول يې په سر واغوستى (خول د اوسپني د ځنځيرانو څخه جوړيږي چي سر او غاړه پکښي پټ وي) توره يې په ځان و ځړول او بيا نو خلکو ته را و وتى، په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دننه په کور کي د اسلحې په اغوستلو او رااخستلو مشغول ؤ هلته تر کور دباندي اصحاب کرام د ده صلی الله علیه وسلم  د را وتلو په انتظار ولاړ وه او په دغه باره کي يې خبري سره کولې چي موږ ولي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و وتلو ته مجبوره کړى؟ چي د هغې جملې څخه سعد بن معاذ او اُسيد بن حُضير  رضي الله عنهما  وه چي و خلکو ته يې ويل: موږ ولي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مشوره نه کړه قبوله؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د وتلو إراده نه درلودل او موږ و وتلو ته مجبوره کړى دا مو ښه کار و نه کړى موږ بايد داسي نه واى کړي، ټول پر دغه خپل کار پښېمانه دي او وايي:

 

خبره و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته پرېږدى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کوره څخه را و وتى دوى ورته و ويل: يا رسولَ الله! موږ دا حق نه درلودى چي ستا مخالفت وکړو څرنګه چي ستا خوښه  وي هغسي وکه، که دي دا خوښه وي چي په مدينه کي پاته سو پاته به سو ستا د رأيي څخه مخالفت نه کوو، دلته په خلکو کي شک او تردد پيدا سو چي آیا ووزو او که نه ووزو؟ مګر په دغسي حالاتو کي شک او تردد نه دي په کار، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغو خلکو په جواب کي هغه خپل مشهور قول و فرمايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  


و فرمايل: يوه نبي لره دا نه ښايي چي د جنګ لباس واغوندي او بيا يې بيرته وکاږي ترڅو چه الله جل جلاله  د ده او د ده د  دښمنانو تر منځ فيصله نه وي کړې.


خبره فيصله سوه نور نو شک او تردد نه دى په کار، کوم وخت چي انسان د يوه شي قصد او عزم وکړي نور نو پر الله جل جلاله  توکل کوي او په هغه کار شروع کوي الله عزوجل  فرمايي: 

 

فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ ﴿آل‌عمران: ١٥٩﴾

يعني: کوم وخت چي د يوه کار د عملي کولو ټينګه إراده وکړې نو پر الله جل جلاله  توکل وکه او په هغه کار شروع وکه، بېشکه چي الله جل جلاله  توکل کونکي خوښ لري. 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل لښکر و درو ټوليو ته و  وېشى.اوله ټولۍ د مهاجرينو وه چي د هغې بيرغ يې و مصعب بن عُمير رضی الله عنه ته ورکړى، دوهمه ټولۍ د أوس د قبيلې د انصارو وه چي بيرغ يې و اُسيد بن حُضير رضی الله عنه  ته ورکړى، درېیمه ټولۍ د خزرج د قبيلې د انصارو وه چي بيرغ يې  و حُباب بن المنذر رضی الله عنه  ته ورکړى. 


د مسلمانانو د لښکر شمېر ټول زر نفره ؤ او په ټول لښکر کي يې سل زغري درلودې، په دې لښکر کي عبدالله بن اُبى بن سلول د منافقانو رئيس او د ده ډلـه هم ور سره دي ځکه که پاته سي هغه د دوى باطني خُبث او منافقت ښکاره کيږي او خلک به وايي: بې غيرته وه، اوس د لښکر سره ملګري دي مګر نه يې جنګ مقصد دى او نه د جنګ دپاره وزي بلکه نور د نفاق مقصدونه لري چي لږ وروسته به در معلوم سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه زر نفريزه لښکره سره د اُحُد و طرف ته رهي سو او په مدينه منوره کي يې د پاته  خلکو د لمنځو د امامت دپاره عبدالله بن مکتوم رضی الله عنه  پرېښاوه، کوم وخت چي لښکر تر ثنية الوداع تېر سو رسول الله صلی الله علیه وسلم  يوه ټولۍ وليده چي د لښکر څخه جلا وه او په اسلحه ښه مجهزه وه، پوښتنه يې وکړه چي دا څوک دي؟ ورته و ويل سوه: دا يهود او د خزرج حُلفاء دي غواړي چي د مشرکانو پر ضد په جنګ کي حصه واخلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا مسلمانان سوي دي؟ ويل: يا. 


ښه متوجه سى: رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا نه کړه قبوله چي د اهل الکفره څخه پر اهل الشرک مرسته و غواړي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څرنګه چي دغه خلک نه دي مسلمانان سوي نو دي بيرته وګرځي موږ د کفارو څخه پر مشرکانو مرسته نه غواړو، نو د يهودو هغه مسلحه ټولۍ بيرته وګرځېدل او يواځي مسلمانان د مشرکانو د مقابلې دپاره پاته سوه. 


کوم وخت چي د مسلمانانو لښکر و هغه ځاى ته ورسېدى چي شيخان ورته ويل کيږي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  غواړي چي لښکر تر نظر وباسي، په لښکر کي ګوري هلته يې څو داسي هلکان وليدل چي په عمر لږ او کم وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دا ور معلومه سوه چي دغه هلکان د جنګ کولو طاقت نه لري، چي د هغې جملې څخه عبدالله بن عمر بن الخطاب، اسامه بن زيد، اُسيد  بن ظُهير، زيد بن ثابت، زيد بن أرقم، عرابه بن اوس، عمرو بن حزم، ابو سعيد الخدري، زيد بن الحارثه الانصاري، سعد بن حبه، براء بن عازب اجمعين وه. 


دغه ټول د لس دوولسو کلو هلکان دي، دغه هلکان يې ټول مدينې منورې ته ولېږل ويل تاسي بايد په جنګ کي ګډون و نه کړی، يو بل هلک چي عمر يې ديارلس کاله وو او نوم يې رافع بن خُديج ؤ هغه ته يې و فرمايل: ته هم کور ته ولاړ سه، هغه و ويل: يا رسولَ الله! زه ښکاري يم نښان ويشتلاى سم قسم ده چي زما غشى نه خطا کيږي هر هدف چي را ته و وايې زه يې ويشتلاى سم، رسول الله صلی الله علیهوسلم  ده ته د دغه نښان ويشتلو په سبب اجازه ورکړه، يو بل هلک چي سُمره نومېدى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل:مدينې منورې ته ولاړسه، هغه و ويل: يا رسولَ الله! و رافع  ته دي  اجازه ورکړه حال دا چي زه تر ده غښتلى يم که نه دغه اوس به ستا په حضور زه او دئ غېږ سره وباسو ته به و وينې چي څوک غښتلى دى، دئ پرېږدې چي جنګ وکړي او ما ته اجازه نه راکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ښه دى تاسي غېږ وباسى، دوى هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په حضور غېږ وايستل او رشتيا هم سُمره پر رافع غښتلى سو، نو سمره ته يې هم د جنګ کولو اجازه ورکړه.


(وروڼو! د عبرت خبري دي لږ خپلو ځانو ته متوجه سى! هغو هلکانو د سر ښندني و میدان او جهاد ته د وتلو دپاره کوښښ کاوه، خو زموږ څخه د سهار لمونځ پاته دی)


په دغه ځاى کي چي د اُحُد او د مدينې منورې منځ دى ماښام سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ماښام او ماخستن لمنځونه دلته آداءکړه او دالته يې شپه تېره کړه، پنځوس نفره يې د لښکر د ساتني دپاره مؤظف کړه چي د شپې به پر لښکر پيره کوي او شا وخوا به پر لښکر را ګرځي، د دغه پنځوس نفريزه ټولۍ مشر او قومندان محمّد بن مسلمه الانصاري رضی الله عنه  ؤ، هغه چي دکعب بن الأشرف د وژلو د ټولۍ مشرهم ؤ او ذکوان بن عبد قيس رضی الله عنه  خاص د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ساتنه او پر هغه صلی الله علیه وسلم  پيره پر غاړه واخستل، تر سپېدو لږ د مخه اسلامي لښکر د اُحُد و طرف ته حرکت وکړی او په لارکي يې د سهار لمونځ آداءکړی، اوس و دښمن ته ډېر ورنژدې سوي دي، دوى کفار ويني او کفار دوى ويني، په دغه وخت کي عبدالله بن اُبى منافق هغه خپله خبيثه نقشه عملي کړه، غواړي چي د مسلمانانو لښکر سره وپاشي، د لښکر درېیمه حصه چي د ده ملګري او منافقان وه د لښکر څخه يې جلا کړه او ويل: موږ نه پوهېږو چي پر څه او د څه شي دپاره خپل ځانونه وژنو؟ او په ښکاره سره يې دا دليل وايه: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  زما رأيه پرېښوول او د نورو په نظريه يې عمل وکړی چي د مدينې منورې څخه را و وتى، نو زه هم جنګ نه کوم.


 خو په دې کي هيڅ شک نسته چي د ده د جلا کېدلو سبب دا نه ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده نظر عملي نه کړى، ځکه که د ده د جلا کېدلو سبب همدغه واى نو ولي د نبوي لښکره سره تر دغه ځايه پوري را تلى؟ خو د هغه اول او شروع څخه به په مدينه منوره کي پاته سوى واى بلکه د دغه منافق د دغه سرکښۍ څخه اصلي او اساسي مقصد دا ؤ: چي په دغه باريک او نازک وخت کي د مسلمانانو په لښکر کي د دښمن په حضور اختلاف او اضطراب پېښ کړي چي د لښکر ډېره حصه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه جلا سي او د هغه پاته کسانو معنويات يا روحيات ضعيفه سي او دښمن د دغه حال په ليدلو سره دلاوره او خوشاله سي، د ده په فکر دغه کار به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده د مخلصو اصحابو دپاره يو ختموونکى عمل وي او د دوى تر ختمېدلو وروسته به بېرته د رياست موقع ده او د ده د ملګرو دپاره برابره سي.


 نو خود منافق عبدالله او د ده ملګري درې سوه نفره د مدينې منورې پر طرف رهي سوه او مسلمانانو ته وايي: زه خو ځم او تاسي هم پسي راځى، قريبه وه چي دغه منافق د خپلو ځينو مقصدو په حاصلولو کي تر يوې اندازې کاميابه سي ځکه هلته دوې نوري ډلي (چي يوه يې د أوس د قبيلې بني حارثه وه او بله يې د خزرج د قبيلې بني سلمه وه) هم د منافقانو د خبرو تر تاثير لاندي راغلې او پسي رهي سوې، سره د دې چي دغه دوې ډلي صادقه مسلمانان دي بيا هم رهي سوې، خو الله جل جلاله  د دوى د زړو څخه هغه اضطراب او تشويش ايسته کړى بېرته ثابته او قائمه پاته سوې، درې سوه نفره منافقان ولاړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره فقط اووه سوه نفره مسلمانان پاته سوه، الله جل جلاله  د سورة آل عمران د (121) نمبر آيات څخه شروع او په وروستنيو آياتو کي دغه د اُحُد د غزاء حالات بيانوي، خو څوک د دغو آياتو په ترجمه تر هغو نه سي پوهېدلاى چي د اُحُد د غزاء معلومات ورته نه وي الله جل جلاله  فرمايي:


(وَإِذْ غَدَوْتَ مِنْ أَهْلِكَ تُبَوِّئُ الْمُؤْمِنِينَ مَقَاعِدَ لِلْقِتَالِ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ) ﴿آل‌عمران: ١٢١﴾
يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم کوم وخت چي ته د ورځي په شـروع کي د خپله کوره را و وتې او د مومنانو دپاره دي په اُحُد کي د جنګ ځايونه تيارول او الله جل جلاله  ښه اورېدونکى او پر ټولو حالاتو ښه عالم دى.
د آل عمران په سورة کي دا هغه اول آيات دى چي د اُحُد غزاء بيانوي او بيا الله جل جلاله  پسي فرمايي: 

 

إِذْ هَمَّت طَّائِفَتَانِ مِنكُمْ أَن تَفْشَلَا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿آل‌عمران: ١٢٢﴾
يعني: کوم وخت چي ستاسي څخه دوو ډلو د دې قصد وکړی چي بې زړه سي او د جنګه څخه وبيريږي، حال دا چي الله جل جلاله  د دوى دوست او مرسته کونکى دى او مومنان دي يواځي پر الله جل جلاله   توکل کوي.
 يو د انصارو څخه چي په دغه دوو ډلو کي ؤ وايي: د اُحُد څخه دغه زموږ رهي کېدل او بيا بيرته را ګرځېدل زموږ و ايمان ته زيان او تاوان نه دى رسولى ځکه چي الله جل جلاله  فرمايي: 


وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿١٢١﴾
الله جل جلاله  د دوى دوست او کومک کونکى دى او وايي: د دغه آيات په اورېدلو سره زه پوه سوم چي بيا هم موږ مسلمانان يو او وايي: چي د دغه آيات دغه جمله چي وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿١٢١﴾


زه په هيڅ شي نه ورکوم ځکه چي دا د الله جل جلاله  د طرفه شاهدي ده چي موږ مسلمانان يو، هـو! موږ ضعيفه يو او رهي سوو مګر زموږ په باره کي د الله جل جلاله  شاهدي لوى او د قدر وړ شئ دى، کوم وخت چي منافقان رهي سوه عبدالله بن حرام رضی الله عنه  چي د جابر بن عبدالله رضی الله عنه  پلار دى په منافقانو پسې سو او کوښښ کوي چي دغه منافقان په دغه باريک وخت کي و خپلي واجبي وظيفې ته متوجه کړي او راويې ګرځوي، دئ ورته وايي: داسي مه کوى راسى في سبيل الله جنګ وکړی، يا لږ تر لږه د خپلو ځانو څخه دفاع وکړی. 


منافقانو ويل: که موږ په دې پوه سو چي خامخا جنګ پېښيږي نو موږ نه تلو ستاسي په ملګرتيا مو جنګ کاوه، عبدالله بن حرام ځني را وګرځېدى او د ځانه سره يې و ويل: د الله دښمنانو! الله مو ورک که، الله عزوجل  به خپل نبي ستاسي څخه مستغني کړي، يعني: تاسي تهبه يې حاجت نه سي پاته، د دغو منافقانو په باره کي د سورة آل عمران (167) نمبر آيات نازل سو چي رب عزوجل  فرمايي: 

 

وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا ۚ وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوِ ادْفَعُوا يعني:
 د دې دپاره چي الله جل جلاله  هغه کسان ښکاره او معلوم کړي چي نفاق يې کړى ؤ يا منافقان سوي وه او دغو تلونکو منافقانو ته و ويل سوه چي اُحُد ته راځى د الله جل جلاله  په لارکي دکفارو سره جنګ وکړی، يا لږ تر لږه د دښمن څخه د خپلو ځانو، خپلو مالو او خپلو کورو دفاع وکړی ﴿  قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَّاتَّبَعْنَاكُمْ ﴾ 
نو دغو منافقانو و ويل: که موږ په جنګ پوهېدلاى خامخا به مو ستاسي متابعت کړى واى.

 
د دغه تلاوت سوي آيات شريف څخه چي د منافقانو قول دى درې قسمه مقصد اخستل کېدلاى سي، 
اول دا چي: دوى وايي: اصلاً جنګ نه پېښيږي دا فقط يوه آوازه ده جنګ نسته، که موږ په دې پوه سو چي جنګ کيږي نو خامخا ستاسي سره ملګري کېدلو،


دوهم دا: که چيري يو منظم او پر قانون موافق جنګ واى نو موږ به خامخا ستاسي سره پاته سوي واى، مګر اوس د يوه طرفه (3000) منظم لښکر دى او د بله طرفه فقط (1000) نفره بې وسلې او بې اسلحې در بدره مسلمانان دي، دا خو جنګ نه دى فقط د خپل ځان هلاکول دي، 


درېيم دا: که موږ په جنګي فنونو او قوانينو پوهېدلاى نو خامخا ستاسي سره پاته کېدلو، چي دا يې په حقيقت کي مسلمانانو ته طعنه او پېغور ورکاوه چي تاسي زموږ مشوره نه کړه قبوله چي په مدينه کي به پاته سو او د نورو په نظر مو عمل وکړی را و وتلاست، د دې دا معنْی وه چي موږ په جنګ نه پوهېږو او تاسي پوهېږى، نو موږ ناپوهان د څه شي دپاره د خپلو ځانو سره بياياست؟ مقصد دا چي منافقانو د درواغو په بهانو او پلمو خپل ځانونه د جنګ څخه ګوښه کړه او ولاړل. 


الله جل جلاله  د دغو منافقانو د دغه جواب د تکذيب او ردولو دپاره فرمايي: 
(  هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلْإِيمَانِ  )دوى: دغه منافقان په دغه ورځ چي دوى دغه خبره کول تر ايمان وکفر ته ډېر نژدې وه. دغه منافقان چي په زړه کافران او په خوله مسلمانان وه د اُحُد د جنګ په وخت کي په تَشو بهانو او پلمو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو څخه جلا سوه او بيرته مدينې منورې ته رهي سوه، دغه د دوى ظاهري حالت هم تر ايمان وکفر ته ډېر نژدې دى او په خپل دغه عمل سره مسلمانانو ته ضرر او کفارو ته ګټه رسوي. 


(يَقُولُونَ بِأَفْوَاهِهِم مَّا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ) دغه منافقان په خپلو خولو سره هغه خبري کوي چي په زړو کي يې د هغه تصديق نسته.( وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ)او الله جل جلاله  په هغه څه ډېر ښه عالم او خبردى چي دوى يې په خپلو زړو کي پټوي دوى خو په ژبه سره ويل﴿  قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالًا لَّاتَّبَعْنَاكُمْ  ﴾ او هغه څه چي د دوى په زړو کي دي هغه نه وايي، خو د دوى په زړو کي دا وه: ښه دى چي مسلمانان مغلوبه او ناکامه سي او موږ به بيا د خوشالۍ اتڼونه کوو. 


خير اوس خو (300) نفره منافقان د مسلمانانو څخه جلاسوه او پاته لښکر چي ټول (700) نفره ؤ رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دښمن پر طرف ور رهي کړى، خو دلته بيا يو بل مشکل پېښ دى، هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جنګ د تاکتيک په اساس غواړي چي د مسلمانانو لښکر په داسي ځاى کي واړوي چي د اُحُد غر يې و شا ته وي مګر اوس د مشرکانو د لښکر ډيرو حصو په داسي ځايو کي اړولي دي چي د مسلمانانو او د اُحُد د غره تر منځ دي، مسلمانان نه سي کولاى چي مستقيمًا د اُحُد غره ته ور سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: څوک موږ پر داسي لار و اُحُد ته ور وستلاى سي چي د کفارو پر لښکر ور نه سو؟ ابوخيثُمه رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! زه مو ور ولم.


 او بيا يې د اُحُد د غره و طرف ته داسي يوه لنډه لار اختيار کړه چي د بني حارثه په حَرّه او کښتو کي تېرېدل او د مشرکانو لښکر د غرب و طرف ته پاته کېدى، په دغه لار کي لښکر د (مَربع بن قيظي) پرکښت او زراعت ورغلى چي دغه سړي په ښکاره د اسلام دعوه کول او په زړه کي منافق ؤ او په سترګو هم ړوند ؤ، کوم وخت چي مربع بن قيظي پوه سو چي لښکر زما په کښت کي تيريږي نو د لښکر په مخ کي و درېدى او د مسلمانانو پر مخانو خاوري ور پاشي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وايي: که ته رسول الله يې تا ته دا اجازه نه درکوم چي زما په کښت کي تېر سى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته وايي: موږ مجبوره يو بله چاره نه لرو دغه لار موږ و هغه خپل ځاى ته  رسوي، منافق وايي: يا زما په کښت کي به نه تېرېږى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ورته وايي: بله لار نسته موږ بايد پر دغه لار تېر سو، خو سړئ يې منعه کوي  حتّْی و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته بې ادبه خبري هم کوي، مسلمانان ور د مخه سوه چي دغه منافق و وژني، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پرې يې ږدى دا ړوند د سترګو او ړوند د زړه دى او په کښت کي تېر سى، نو مسلمانان په  کښت کي تېريږي او منافق و رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو ته بد وايي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان د اُحُد و غره ته ورسېدل او هلته يې په داسي ځاى کي واړول چي د لښکر مخ د مدينې منورې و طرف ته ؤ او  شا يې د اُحُد د غره و لوړو لوړو لاښو ته وه، چي په دې ډول سره د کفارو لښکر د مسلمانانو او مدينې منورې په منځ کي سو. 

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته