تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د اُحُد غزاء دپاره د قريشو آمادګي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۶۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د اُحُد غزاء!يا د يوه نيستي کونکي جنګ دپاره د قريشو آمادګي

 

پسله هغه څخه چي قريشو د بدر په غزاءکي شرموونکى شکست وخوړى مشران او سردارن يې و وژل سوه، نو قريش د قهره څخه سره ايشېدل او په زړو کي يې د انتقام او بدلې اخستلو اور بل ؤ حتّْی قريشو د بدر پر وژل سوو کسانو  ژړا منعه کړه او ويل: د بنديانو د خلاصون دپاره پر فديه ورکولو هم تلوار مه کوى، دا د دې دپاره چي مسلمانانو ته د دوى د درد او غم اندازه نه سي معلومه، نو د بدر تر جنګ وروسته قريشو پر دې اتفاق وکړی چي د مسلمانانو پر ضد به يو عمومي داسي جنګ جوړوي چي د دوى زخم ور جوړ کړي او د دوى د انتقام تنده ور ماته کړي، نو يې د دغسي جنګ دپاره د تيارۍ او آمادګۍ په نيولو شروع وکړه، د قريشو په مشرانو کي عِکرمه بن ابي جهل، صفوان بن اميه، ابوسفيان بن حرب، عبدالله بن ابي ربيعه، هغه کسان وه چي د جنګ کولو دپاره په ډېر شوق او حماس کي وه او د دغه جنګ د کاميابه کولو دپاره هغه اول کار چي دوى وکړی هغه دا ؤ:

کومه قافله چي د بدر د جنګ سبب وګرځېدل او ابوسفيان د مسلمانانو د حملې څخه خلاصه کړه، د مشرکانو مشرانو هغه قافله د ځان سره وساتل او د هغې و مالکانو يا هغو کسانو ته چي په دغه قافله کي يې حصه درلودل  و ويل: يا معشر القريش! محمّد صلی الله علیه وسلم  ستاسي سره ظلم وکړی ستاسي سرداران او مشران يې و وژل، په دغه مال سره د ده د جنګ دپاره زموږ  مرسته وکړی ښايي چي موږ خپل انتقام او بدله واخلو، هغو هم دا  قبوله کړه، اوس نو دغه قافله چي زر اوښه پکښې وه او د سرو زرو پنځوس زره ديناره يې د مالو قېمت ؤ دا ټوله د را تلونکي جنګ دپاره کښېښوول سوه، الله جل جلاله  د سورة الانفال په (36) نمبرآيات کي فرمايي: 

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَىٰ جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ ﴿الأنفال: ٣٦﴾ يعني:

بېشکه هغه کسان چي کافران دي خپل مالونه د دې دپاره مصرفوي چي خلک د الله جل جلاله  د دين او لاري څخه منعه کړي، ژر ده چي دوى به دغه مالونه د دغه مقصد دپاره مصرف کړي خو دغه مصرفول به د دوى دپاره يو حسرت او پښېماني وي(ځکه مالونه به يې مصرف سي او مقصد ته به نه ورسيږي) او بيا به په آخر کي هم دوى مغلوبه سي.


 حتّْی نن ورځ هم موږ وينو چي کفار بې حسابه مالونه د اسلام د ختمولو دپاره مصرفوي، و يوه نفر ته د لږ کار په مقابل کي ډيري پیسې ور کوي خو دا هيڅ امکان نه لري چي اسلام دي ورک يا ختم سي، بلکه د دوى مالونه به ختم او مصرف سي خو اسلام به بيا هم د مسلمانانو په زړو او اعمالو کي هغسي پاته وي، ښه متوجه سی: د اسلام د ختمولو دپاره یواځي اوسني کفار مالونه نه مصرفوي بلکه دغه کار د اسلام د شروع څخه تر نن ورځي پوري شروع دی خو هیڅ نتیجه یې نه ورکړې ده او نه به یې ورکړي. 


پسله هغه څخه چي قريشو د دغي قافلې تجارتي مالونه د را تلونکي جنګ دپاره کښېښوول نور هم د خداى و هست موضوع شروع سوه او خلکو هم پوره مالي مرسته وکړه، دا خو مالي او مادي حالت ؤ چي ډېر ښه مخ ته ولاړى، بيا نو قريشو د شا و خوا په ټولو قبائلو کي لکه د احابيش قبيله، کنانه او اهل تهامه، نجد او غطفان کي داسي اعلان وکړی:

هرڅوک چي زموږ په ملګرتيا د مسلمانانو سره په جنګ کي حصه اخلي هغه کولاى سي چي راسي، يواځي دا نه چي اعلان يې وکړی بلکه په خپله ابوسفيان و غطفان ته ورغلى، هغه غطفان چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  حمله پر کړې وه او موږ يې لږ د مخه قصه بيان کړه، غطفان هم نفر ور سره کړه چي په دې جنګ کي د ابوسفيان مرسته وکړي او بيا ابوسفيان د حبشيانو و قبيلې ته ورغلى هغو هم د نفرو مرسته ور سره وکړه، ابوسفيان د هر چا څخه مرسته غواړي او د هر ځاى څخه نفر را ټولوي حتّْی صفوان بن اميه هغه (ابو عَزّه) شاعر کوم چي د بدر په جنګ کي مسلمانانو بندي ونيوى او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  بېله فديې په دې شرط ايله کړی چي بيا به د مسلمانانو پر ضد نه جنګيږي او ده  هم دغه وعده وکړه، نو صفوان دغه ابو عَزّه په دې راضي کړی چي پر قبيلو ګرځه او په خپلو اشعارو سره خلک د مسلمانانو پرضد پاروه او صفوان دا وعده ور سره وکړه که ته د جنګ څخه ژوندئ راغلې دومره مال به درکړم چي په يوه وار به دي غني کړم او که و وژل سوې ستا د لوڼو نفقه د همېش دپاره پر ما ده، ابو عَزّه هم دغه سودا قبوله کړه قبيله پر قبيله ګرځېدى او په خپلو اشعارو سره يې خلک د مسلمانانو و جنګ ته تشويقول، همدارنګه قريشو يو بل شاعر هم د دغي وظيفې دپاره انتخاب کړى چي هغه مُسافع بن عبد مناف الجُمحي ؤ.


په خپله ابوسفيان پسله هغه څخه چي د سويق د غزاء څخه په خالي لاس راغلى په عوض د دې چي مسلمانانو ته ضرر او تاوان ورسوي ده خپل ډېر غذايي مواد پر لاري وغورځول او بيا تر هغه وروسته د زيد بن حارثه رضی الله عنه  د ټولۍ په واسطه د عراق پر لار هغه د قریشو قافله واخستل سوه او قريشو ته یې دومره مالي تاوان  ورساوه چي د دوى د اقتصاد ملايې ور ماته کړه، په دې کارو ابوسفيان او د قريشو نورو مشرانو ته دومره غم او تشويش پېښ ؤ چي اندازه يې نه سي بيانېدلاى، نو ځکه قريشو د داسي جنګ دپاره چي د دوى او مسلمانانو په منځ کي فيصله کونکى وي په ډير تلوار او جِدّيت سره آمادګي نيول او ژر ژر یې خپل جنګي ضروریات پوره او آماده کړل

 

 ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته