تازه سرليکونه
د (د هدایت پلوشې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جنت د داخلیدلو ۳۳ سببونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2020
  0


د جنت د داخلیدلو ۳۳ سببونه 

 

لیکنه : عبدالسلام حنفي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


الحمدلله  والصلوة والسلام  علي نبینا محمد وعلي آله  وصحبه  اجمعین  . وبعد 


دا طبیعي خبره ده  چي  هر کس د جنت نعمتونه واوري نو د جنت  دې داخلیدلو امید کوي  خو آیا یواځي د جنت شوق او امید  کول بغیر د جنت د لاري د تعقیبولو څخه ممکن دي ؟  نو کوم څوک چي د جنت  د داخلیولو امید کوي  او بیا د جنت لار نه تعقیبوي  نو داسي کسان  په دنیوي ژوند  باندي دهوکه شوي دي  چي دې داسي کسانو خساران او تاوان به د قیامت د حشر په میدان ښکاره شي . 


نو ای مسلمانه! په دې باندي پوه شه چې ته په دنیا کي یو نوي شخص يي  ستا په څیر  . خوي او خصلت  باندي بل  څوک په  دې دنیا که نه دې تکرار شوي ته په نړي کي  یوه نوي زیاتونه يي   او په دنیا کي  ستا  د شته والي ګڼ دلیلونه  شته خو تر ټولو اوچت دلیل  دا دي چي ته یو مهم څوک يي  چي دنیا ته د راتګ  چانس درکړل شوي دي  که چیري  مهم نه وي  نو دلته  به له  بیخه راغلي نه وي .او ته په دنیا کي اختیارمن يي  نو که جنت غواړي نو جنت ته د تللو څو لاري دي چي هغه لاره به تا جنت ته رسوي . او هغه لاري تعقیب کړه . 


۱ ـــ د الله جل جلاله او رسول الله صلي الله علیه وسلم اطاعت کول دي.
ځکه الله جل جلاله په قرانکریم  کي په سورت الفتح ۱۷ نمبر آیات کي فرمايي .
 ( وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ يُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ وَمَن يَتَوَلَّ يُعَذِّبْهُ عَذَابًا أَلِيمًا )
ژباړه : څوك چې دالله اودهغه  درسول اطاعت وكړي الله  به هغه په هغو جنتونو كښې داخل كړي چې تر هغو لاندې به ويالې بهيږي او څوك چې مخ واړوي هغه ته به درد ناكه سزا وركړي .


۲ ــ ایمان او نیک عمل کول
لکه الله جل جلاله چې په سورة البقره ۸۲ نمبر آیات کي  فرمايي  (وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ)
 ژباړه : او كوم خلك چې ايمان راوړي او نيك عملونه وكړي هغوى جنتيان دي او په جنت كښې به هغوى تل اوسېږي.


۳ ــــ  په دین اسلام باندي استقامت کول .
 لکه الله جل جلاله چي  د سورة الاحقاف په ۱۳ـــ ۱۴  نمبر آیات کي فرمايي (إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (13) أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ خَالِدِينَ فِيهَا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ )
ژباړه : په باوري ډول كوموكسانو چې وويل يوازې الله زمونږرب دى ، بيا ورباندې ټينګ پاتې شول ، دهغو لپاره نه څه  وېره شته او نه به هغوى غمجن وي . ټول دغسې خلك جنت ته تلونكي دي چې هلته به هغوى دتل لپاره اوسېږي.دخپلو هغو عملونوپه مكافات كې چې هغوې په دنياكښې كول.


۴ ـــ په  مرض او فقر کي  صبر کول .
لکه الله جل جلاله چې  فرمايي (أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُمْ مَثَلُ الَّذِينَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِكُمْ مَسَّتْهُمُ الْبَأْسَاءُ وَالضَّرَّاءُ وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ  قَرِيبٌ  )
ژباړه : ایا تاسي دا انګیرئ چي  همداسي  به جنت نه ننووځي  په داسي  حال کي  چی لا تر اوسه  پر تاسي  هغه هر څه ندي  تیر  شوی  چې ستاسي  څخه پر مخکنیو  مؤمنانو  راغلي  دي ؟ پر هغو ستونزي  راغلي  کړاوونه  ورته ورسیدل  ولړزول شول  ، آن  تر دې  چې د وخت  پیغمبر  او د هغه  مؤمنانو  ملګرو فریادونه  وکړل  چې  د الله  مرسته  به کله  راشي  ؟ په هغه  وخت  کي  هغو  ته ډاډینه  ورکړه شوه  چي  هو د الله  مرسته  نژدې ده .


۵ ـــ د الله جل جلاله  لپاره تقوا اختیار ول . 
لکه الله جل جلاله د سورة مریم  په ۶۳ نمبر آیات کي  فرمايي  (تِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي نُورِثُ مِنْ عِبَادِنَا مَنْ كَانَ تَقِيًّا )
ژباړه : دغه دى هغه جنت چې مونږ به دهغه وارثان له خپلو بندګانونه هغه كسان وګرځوو چې تقوى يې غوره كړېده.


۶ ـــ د الله جل جلاله په لار کي شهادت 
لکه الله جل جلاله  چي د سورة محمد په ۴ ــ ۶ نمبر آیاتونو کي فرمايي  (وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ (4) سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ (5) وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ
ژباړه : او كوم كسان چې دالله په لاره كښې  و وژل شي الله به دهغو عملونه هيڅكله ضايع نكړي. الله به هغوته لارښوونه وكړي ، دهغو حالت به سم كړي . او هغوى به هغه جنت ته ننباسي چې هغوته  يې ورپيژندلى دى.
۷ ـــ د غټو ګناهونو څخه  ځان ساتل .


لکه الله جل جلاله چي د سورة النساء په  ۳۱ نمبر آیات کي فرمايي (إِنْ تَجْتَنِبُوا كَبَائِرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُدْخَلًا كَرِيمًا )
ژباړه : كه تاسې له هغو سترو ګناهونو څخه ډډه وكړئ چې تاسې ورڅخه منع كېږي؛ نو ستاسې وړې وړې ګناوې به مونږ له حسابه وغورځوو او تاسې به دعزت ځاى ته ننباسو.


۸  ــ همیش الله جل جلاله ته توبه ایستل .
لکه الله جل جلاله چې ى سورة مریم په ۵۹ ـــ ۶۰ نمبر آیات کي  فرمايي (فَخَلَفَ مِنْ بَعْدِهِمْ خَلْفٌ أَضَاعُوا الصَّلَاةَ وَاتَّبَعُوا الشَّهَوَاتِ فَسَوْفَ يَلْقَوْنَ غَيًّا (59) إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ وَلَا يُظْلَمُونَ شَيْئًا (60)
ژباړه : بيا له هغووروسته هغه ناكاره خلكو د هغو ځاى ونيوه چې لمونځ يې ضايع كړ او دنفس د غوښتنو پيروي يې وكړه نو نژدې ده چې هغوى د ګمراهۍ له عاقبت سره مخامخ شي. البته څوك چې توبه وباسي او ايمان راوړي او ښه عمل غوره كړي هغوى به جنت ته ننوځي او د هغو حق به تلف نشي،


۹ ـــ  په الله جل جلاله باندي توکل کول .
لکه الله جل جلاله چې  د سورة العنکبوت  په  ۵۸ ــ ۵۹ نمبر آیات کي فرمايي (وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ (58) الَّذِينَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ
ژباړه : كومو كسانو چې ايمان راوړى دى او ښه عملونه يې كړيدي هغوى به مونږ د جنت په لوړو دنګو ماڼيو كښې استوګن كړو چې ترهغو لاندې به ويالې بهيږي هلته به هغوى د تل لپاره اوسيږي، څه غوره اجر دى د عمل كوونكو لپاره . دهغو كسانو لپاره چې هغوى صبر كړيدى او په خپل رب باندې توكل كوي.


۱۰ ـــ د الله جل جلاله څخه خوف او ډار کول.
لکه الله  جل جلاله چي د  النازعات سورة  په  ۴۰ ـــ ۴۱ نمبر آیات کي فرمايي (وَأَمَّا مَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِ وَنَهَى النَّفْسَ عَنِ الْهَوَى (40) فَإِنَّ الْجَنَّةَ هِيَ الْمَأْوَى
ژباړه : او چاچې د خپل رب  په مخ كښې له دريدونه وېره كړې وه او نفس يې له ناوړو غوښتنو څخه ساتلي و. نو جنت دهغه  هستوګنځي دي .


۱۱ ـــ  د شپي له خوا د الله جل جلاله لپاره پورته کیدل او بخښنه غوښتل . 
لکه الله جل جلاله چې د  الذاریات سورة  په ۱۵ ـــ ۱۹ نمبر آیاتونو کې فرمايي (إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (15) آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ (16) كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ (17) وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (18) وَفِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ )
ژباړه : البته پرهيزګاران به په هغه ورځ كښې په باغونو كې او دچينو تر  څنګ وي . دهغو رب چې هرڅه  هغو ته وركوي په خوښۍ سره به يې  اخيستونكي وي  هغوى له دې نه مخكښې په دنيا كښې نيكو كاران وو. هغوى (دهغې ورځې له راتګ نه مخكښې) دشپې له مخې ډیرلږ ويده كيدل . بيا دوى دشپې په وروستيو شيبو كښې له الله نه بښنه غوښتله . او د  دوى په مالونوكښې حق و دسوالګر او صابر لپاره
۱۲ ــ الله جل جلاله ته عاجزي کول .


لکه الله جل جلاله چې  د سورة القصص  ۸۳ نمبر آیات کې فرمايي . (تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ
ژباړه : داخرت هغه كور خو به دهغو خلكو لپاره مخصوص كړو چې په ځمكه كښې خپله لوئي نه غواړي او نه د فساد كولو اراده لري . او نيك عاقبت يوازې د پرهېزګارانو لپاره دى .


۱۳ ـــ د الله جل جلاله لپاره د خپل نفس  تزکیه کول . 
لکه الله  جل جلاله چې  د سورة طه ۷۶ نمبر آيات کي فرمايي (جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ مَنْ تَزَكَّى  )
ژباړه : سمسور بې خزانه باغونه دي چې تر هغو لاندې به ويالې بهېږي، په هغو كښې به دتل له پاره هغوى اوسېږي داد هغه چامكافات دى چې سپڅلتيا غوره كړي.


۱۴ ـــ  د الله جل جلاله په لار کې جهاد کول . 
لکه الله جل جلاله چې  د سورة آل عمران  ۱۴۲ نمبر آیات کې فرمايي (أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ  ) 
ژباړه : ايا تاسې داګڼلې ده چې همداسې به جنت ته لاړ شئ په داسې حال كښې چې لاتر اوسه پورې الله دا نه ده معلومه كړې ( دا ازمېښت يې نه دى كړى ) چې په تاسې كښې څوك هغه خلك دي چې د هغه په لار كښې جهاد كوونكي او صبر كوونكي دي.


۱۵ ـــ  لمونځ کول او د الله جل جلاله په لار کي خیرات کول . 
لکه الله جل جلاله چې د سورة الرعد ۲۲ ـــ ۲۴ نمبر آیاتونو کې فرمايي (وَالَّذِينَ صَبَرُوا ابْتِغَاءَ وَجْهِ رَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً وَيَدْرَءُونَ بِالْحَسَنَةِ السَّيِّئَةَ أُولَئِكَ لَهُمْ عُقْبَى الدَّارِ (22) جَنَّاتُ عَدْنٍ يَدْخُلُونَهَا وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَالْمَلَائِكَةُ يَدْخُلُونَ عَلَيْهِمْ مِنْ كُلِّ بَابٍ (23) سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ
ژباړه : دهغو داحال وي چې د خپل رب د رضا له پاره له زغم نه كار اخلي ، لمونځ قائموي، زمونږ له وركړې روزۍ نه په پټه او ښكاره لګښت كوي، او د بدۍ مخنيوۍ په نيكۍ سره كوي. داخرت كور د همدغو خلكو له پاره دي. يعنې داسې باغونه چې د هغو هميشنى استوګنځى به وي. هغوى به په خپله هم په كښې ننوځي او د هغو له پلرونو نيكونو اود هغو له مېرمنو او د هغو له اولادونو څخه چې هر څوك صالحان وي هغوې به هم له هغو سره هلته لاړ شي. ملايكې به له هرې خوا نه د هغو د هركلي له پاره راشي. او هغو ته به ووائي چې " پر تاسې سلامتيا ده ، څنګه چې تاسې په دنيا كښې له صبر څخه كار واخيست د هغه په بركت نن تاسې ددې وړ ګرځېدلي ياست " نو څه ښه دى دغه د اخرت كور!


۱۶ ـــ مسجد ته ډیر تګ کول 
لكه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمایي  . قال : من غدا إلى المسجد وراح أعد الله له نزله من الجنة كلما غدا ، أو راح. متفق علیه 
ژباړه :  كوم كس چې مسجد ته د لمانځه لپاره  د سهار په وخت کي  ولاړي  او بیا د څاښت په وخت کي  ترې  راغلي  نو الله جل جلاله به د ده لپاره په جنت کي یو کور تیار کړي هر وخت چي دی مسجد ته د لمانځه لپاره ځي او بیرته راځي  . 


۱۷ ــ  مسجدونه جوړول او د مسجدونو په جوړولو کي کمک کول  . 
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمايي . (( من بنى مسجدا  يبتغي به وجه الله بنى الله له مثله في الجنة ))متفق علیه  
ژباړه : چا چې د الله جل جلاله لپاره یو مسجد جوړ کړي  چي په هغه سره يي د الله جل جلاله رضا مطلب وي نو الله جلاله به د ده لپاره په جنت کي همداسي کور ورته جوړ کړي  . 


۱۸ ــ  د الله  جل جلاله د رضا لپاره د علم طلب کول . 
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمايي (من سلك طريقا يلتمس فيه علما سهل الله له  به طريقا إلى الجنة  )رواه مسلم 
ژباړه : چا چې داسي یوه لار تعقیب کړه چې په هغه لاره کي يي د علم ترلاسه کولو مقصد وو.  نو الله جل جلاله به  ددغه نيت په  وجه د ده لپاره په دنیا کي د نیک عمل توفیق ورکړي  او په آخرت کي به دجنت لار ورته  اسانه کړي 


۱۹ ــ د مور او پلار سره نیکي کول . 
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم  چې فرمايي : رغم أنفه ثم رغم أنفه ثم رغم أنفه قيل من ؟ يا رسول الله قال من أدرك والديه عند الكبر أحدهما أو كليهما ثم لم يدخل الجنة  . رواه مسلم  
ژباړه : پوزه يي د سپره شئ . بیا يي د پوزه سپره شي بیا يي د پوزه سپره شي . صحابو کرامو پوښتنه وکړله د چا یارسول الله  ؟
رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل د هغه چا چې  مور او پلار يي دواړه او یا هم یو له دوي څخه د ژوند په اخري مرحلو کي وویني او بیا هم دي د هغوي سره نیکي ونه کړي چي په سبب يي جنت ته داخل شي . 


۲۰ ـــ د ښځي لپاره د خپل خاوند اطاعت کول . 
لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې  فرمايي . إذا صلت المرأة خمسها، وصامت شهرها، وحصنت فرجها، وأطاعت بعلها، دخلت من أي أبواب الجنة شاءت . رواه ابن حبان . 
ژباړه :  کومه ښځه چې  پنځه وخته لمونځ کوي  د روژي  د میاشتي  روژه نیسي  او د خپلي  پاک دامنۍ  حفاظت کوي او د خپل  خاوند  فرمانبرداري کوي .  هغه ته  به  د قیامت  په ورځ  وویل سي چي  د جنت  په کومه دروازه چي غواړي داخله سه .


۲۱ ــ رښتیا ویل  په وعده وفاء کول  ،د امانت اداء کول  ، د خپل فرج حفاظت کول ، د سترګو کښته ساتل ، او خپل لاس د حرامو څخه ساتل .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي په یوه حدیث شریف کي فرمايي  : اضمنوا لي ستا من أنفسكم أضمن لكم الجنة اصدقوا إذا حدثتم وأوفوا إذا وعدتم وأدوا إذا ائتمنتم واحفظوا فروجكم وغضوا أبصاركم وكفوا أيديكم .رواه امام احمد في مسنده  
ژباړه :  تاسو ماته د  خپلو نفسو په باره کي د شپږو شیانو ضمانت راکړی زه به تاسو ته د جنت ضمانت درکړم .  نو کله چي خبري کوی رښتیا وايي.  او کله چي د چا سره وعده کوی په هغه وعده باندي وفا کوی .  او کله چي ستاسو سره امانت کیښودل شي هغه بیرته خپل مالک ته ورکوی .  او د خپلو فرجونو حفاظت کوي یعني په ناروا کي خپل فرجونه مه استعمالوي  او د نامحرمه ښځو د لیدلو په وخت کي او یا د یوي بلي فحشا د لیدلو په وخت کي خپلي  سترګې کښته ساتئ .  او خپل لاسونه مو د بل له حق څخه ساتئ یعني د بل چا حق مه خورئ  یا بل چا ته ناروا شئ مه  پري ورکوي .


۲۲ ــ  مقبول او مبرور حج او عمره کول. 
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمايي  : العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة. متفق عليه 
ژباړه . له يوې عمرې څخه بیا تر بلي عمرې پوري چي څومره ( کوچني ګناهونه ) چا کړي وی هغه الله جل جلاله د  وروستني عمري په سبب ورته بخښي .او هغه حج چي په هغه کي يي ګناه نه وي کړي ریايي نه وي په کي کړي مقبول او مبرور حج وي نو د هغه جزا جنت ده .\


۲۳ ــ د یوه یتیم سرپرستي کول
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي فرمايي . أنا وكافل اليتيم في الجنة هكذا وقال بإصبعيه السبابة والوسطى. وفرج بينهما شيئا.رواه البخاري
ژباړه . رسول الله صلي الله علیه وفرمایل چې زه او د یتیم  کفالت کوونکي به په جنت کي داسي سره نژده   وو او په خپلو دواړو سبابه او د منځ ګوتې ته يي اشاره وکړه چي  د دوي دواړو ګوتو تر منځ ډیره کمه فاصله وه . 


۲۴ ــ  د یوه مریض مسلمان ورور  پوښتنه کول  .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي فرمايي : من عاد مريضا لم يزل في خرفة الجنة حتى يرجع  . رواه مسلم 
ژباړه :يقينا  يو مسلمان  چې  کله  د یوه مریض  مسلمان ورور عیادت او پوښتنه کوي نو ګویا  دی د جنت  په میوه خوړولو کي  مصروف وي تر دې  چې دی د عیادت او پوښتني  څخه  را ونه ګرځي

 

۲۵ ــ د الله جل جلاله په لار کي د خپل مال څخه صدقه کول .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي فرمايي :   ومن تصدق بصدقة ابتغاء وجه الله ختم له بها دخل الجنة. رواه احمد
ژباړه :  یقینا چا چي د الله جل جلاله د رضا تر لاسه کولو لپاره  داسي صدقه ورکړه چې د الله جل جلاله رضا يي ورباندی مقصدوه . نو په د به یو مهر ووهل شي او جنت به داخل شي .  


۲۶ ـــ د خپلي ژبې او فرج  ساتنه کول .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي فرمايي : من يضمن لي ما بين لحييه وما بين رجليه أضمن له الجنة . رواه البخاري 
ژباړه :  څوک چي ما ته د دواړو شونډو ترمنځ ( یعني د ژبي )  او د خپلو دواړو پښو ترمنځ ( یعني د فرج ) ضمانت راکړی زه هغه ته د جنت ضمانت ورکوم .


۲۷ : د مسلمانو د لاري څخه ضرري شئ لري کول . 
لکه رسول الله علیه وسلم چي فرمايي . لقد رأيت رجلا يتقلب في الجنة في شجرة قطعها من ظهر الطريق كانت تؤذي الناس . رواه مسلم 
ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي چې ما په جنت کي یو کس ولیدي چې د جنت په نعمتونو باندي لذت حاصلوي  په سبب د هغي ضرري وني  چې په لار که وه  او خلګو ته د ضرر سبب ګرځیدلي وه او  ده پري کړي وه .


۲۸ ـــ  د خپلو لورانو تربیه او روزي برابرول .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي . من كن له ثلاث بنات يؤويهن ويرحمهن ويكفلهن وجبت له الجنة البتة . رواه احمد في مسنده 
ژباړه : د چا چي دري لورانې وي د هغوي تربیه کوي په هغوي رحم کوي او د هغوي کفالت کوي نو د داسي کس لپاره جنت خامخا واجب دي.

۲۹ ـــ د غصي او غضب کنټرولول .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم ته چي یو کس وویل داسي عمل راوښیه چي د هغه په کولو سره جنت ته داخل شم نو رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته و فرمايل. لا تغضب، ولك الجنة .
ژباړه : یعني ته مه په قهر کیږي ستا لپاره جنت دي .


۳۰ ـــ د یو لوي او حق جماعت تر چتر لاندي ژوند کول .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي فرمايي . من أراد بحبوحة الجنة فيلزم الجماعة. رواه الترمذي
ژباړه : څوک چي د جنت د منځ اراده لري نو په ده باندي لازمه ده چې د جماعت سره ژوند وکړي . 


۳۱ ــ د سلام عامول . صلي رحمي کول. او د شپي لخوا د تهجد لمونځ کول.
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چې فرمايي . أيها الناس أفشوا السلام وأطعموا الطعام وصلوا والناس نيام تدخلون الجنة بسلام. رواه الترمذي وغیره 
ژباړه . عبدالله بن سلام رضي الله عنه وايي چي کله رسول الله صلي الله علیه وسلم مدیني منوري ته راغلي او زه ورسره ملاقي شوم نو اول خبره چي ما له رسول الله صلي الله علیه وسلم څخه وارویدله هغه دا وه چي ای خلکو په خپل مابینو کي سلام عام کړي یعنی که شناخته وي او که ناشناخته سلام ورته کوي او فقیرانو ته صدقه او خیرات ورکوي یا په بل روایت کی راغلي چي د خپلو قریبانو سره صلي رحمی کوي .  او د شپي په داسي حصه کي د تهجد لمونځ کوي چي خلک ویده وي  نو تاسو به جنت ته په سلامتیا سره داخل شي. 


۳۲ ــ د کبر . خیانت  او پور څخه چي څوک خلاص وي.
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي فرمايي. من مات وهو بريء من ثلاث الكبر والغلول والدين دخل الجنة . رواه الترمذي 
ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمايي . څوک چي په داسي حال کي مړ شو چي د کبر او خیانت او پور څخه خلاص وو .نو دا کس به جنت ته داخل شی.


۳۳ ـــ د الله جل جلاله څخه د جنت سوال کول .
لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم چي په یوه حدیث شریف کي فرمايي. من سأل الله الجنة ثلاث مرات قالت الجنة اللهم أدخله الجنة ومن استجار من النار ثلاث مرات قالت النار اللهم أجره من النار . رواه الترمذي 
ژباړه : رسول الله صلي الله علیه وسلم وايي چي چا  د الله جل جلاله څخه  دري کرته په اخلاص د جنت د داخلولو غوښتنه وکړله نو جنت وايي چي  یا الله جل جلاله ته دغه کس جنت ته داخل کړي .  او چا چي  دري کرته د الله جل جلاله څخه د دوزخ  څخه د ساتني پناه وغوښتله نو  دوزخ وايي چي یا الله دغه کس د دوزخ له آور څخه وساتئ . 
نو الله جل جلاله د  زموږ ټولو مسلمانانو جنت الفردوس په نصیب کړي او الله جل جلاله مو د دوزخ له عذابونه او تکلیفونو او د حشر د میدانو له سرګردانیو څخه  نجات را په برخه کړي . 
وصلي الله وسلم علي نبینا محمد  وعلي آله وصحبه .  

www.taleemulislam.net

-- 
 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته