تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د اَبواء يا ودان غزا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۳۴برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


(د اَبواء يا ودان غزا)

 

د اَبواء يا ودان غزا: د دغو درو ټوليو تر لېږلو وروسته د هجرت په دوهم کال د صفري په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله په يوه غزاء و وتى او دغه غزاء ته غَزوةُ الابواء يا غزوةُ الودان  ويل کيږي (ودان) د  مکې مکرمې او مدينې منورې په منځ کي د يو ځاى نوم دى او (ابواء) و ودان ته نژدې د بل ځاى نوم دى، نو دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اوله غزاء ده چي د هجرت د دوهم کال د صفري په مياشت کي وه، تاسي ته معلومه ده  چي تر دغه غزاء د مخه د سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  ټولۍ وه چي هغه د هجرت د اول کال د شوال په مياشت کي وه، څرنګه چي تر شوال وروسته ذوالقعده داخله سوه او هغه د حرامو مياشتو څخه وه نور نو جنګ پاته سو، ذوالقعده، ذوالحجه او محرّم درې سره هغه مياشتي وې چي جنګ پکښي منعه او حرام ؤ نو ځکه په دغو درو مياشتو کي کومه غزاء يا سريه يا جنګ نه دي پېښ سوي، کوم وخت چي دغه درې حرامي مياشتي تيري سوې او جنګ جائز سو نو فورًا رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله د مهاجرينو څخه (70) نفريزه لښکر جوړکړی غواړي چي د قريشو پر يوه قافله حمله وکړي تر څو چي و ودان ته ورسېدى، څرنګه چي قافله د بني ضمره د قبيلې په منطقه کي وه، دلته عمرو بن مخشي الضمري چي د بني ضُمره د مشرانو څخه ؤ خپل قوم د قافلې او مسلمانانو په منځ کي و دراوه او قافله تېره سوه، دغه عمرو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه د دوستۍ او نه تجاوز د معاهدې غوښتنه وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم دغه د ده غوښتنه قبوله کړه او داسي معاهده يې ور سره وليکل: دا د محمّد رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طرفه د بني ضُمره سره عهد دى چي دوى پر خپلو مالو او ځانو په امان دي او موږ د هغه چا په مقابل کي د دوى مرسته کوو چي پر دوى حمله وکړي، بېله هغه وخته څخه چي دوى د الله د دين سره و جنګيږي او که رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى څخه مرسته وغوښتل دوى به يې مرسته کوي.


 په دغه غزاء کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځلس ورځي تر مدينې منورې دباندي تيري کړې، د دغه غزاء بيرغ سپين او اخستونکي يې حمزه رضی الله عنه  ؤ. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته