تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت شيطان په دغه بيعت او معاهده خبريږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 2, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۱۴ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

شيطان په دغه بيعت او معاهده خبريږي

 

اوس چي عهد او بيعت پاى ته ورسېدل او قوم غواړي چي سره جلا سي په دغه آخرو وختو کي يوه د شيطانانو دغه مجلس او د هغه نتيجه کشف کړه او شيطان د وخت د لږ والي په سبب نه سواى کولاى چي د قريشو و مشرانو ته دغه خبر ورسوي او هغه ناڅاپه دلته و دغي شېلې ته د دوى د اجتماع په حالت کي ورته را ولي، نو دغه شيطان پر يوه لوړه و درېدى او په لوړ آواز سره يې ناري کړه: يَا اَهلَ الجَبَاجِب: يَا اَهلَ الجَبَاجِب: هَل لَکُم فِى مُذَمّمٍ وَالصّباتِ مَعَهُ؟ قَد اِجتَمَعُوا عَلى حَربِکُم)
يعني: اې د خېمو خلكو! اې بيدو خلكو! آيا تاسي خبر ياست چي مذمّم او هغو خلكو چي د دينه اوښتي دي ستاسي سره پر جنګ کولو اتفاق وکړی؟ دلته يې د محمّد پر ځاى مذمّم و وايه، ځکه کفارو د خپلي بد اخلاقۍ په سبب د محمّد صلی الله علیه وسلم  نوم و مذمّم ته اړولى ؤ، محمّد چي د حمد څخه دى او ترجمه يې يعني: ښه پر ويل سوي، دوى و مذمّم ته چي د ذم څخه دى يعني:( بد پر ويل سوي) اړولى ؤ.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: الله جل جلاله  زه دکفارو د بد ويلو څخه خلاص کړى وم، ځکه دوى و مذمّم ته بد ويل او زه محمّد وم.


شيطان په لوړ آواز دغه ناره وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:دا د عقبې شيطان دى او ويل: والله يا عدوَالله! تا ته به در فارغه سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم   مسلمانان امر کړل چي خپلو ځايو ته ولاړ سى، دغه د شيطان ناره د مِنْى ټولو خلكو که مسلمانان وه که کفار واورېدل، سعد بن عباده رضی الله عنه  چي دغه ناره واورېدل ولاړ سو او توره يې پورته کړه ويل: يا رسولَ الله! قسم په هغه ذات چي ته يې په حق سره را لېږلى يې که ستا خوښه او اجازه وي د ټولي مِنْى پر خلكو به سبا په تورو حمله وکړو، سبحان الله! د اولي لحظې څخه د رشتيا ميدان راغلى او دغه درو اويا نفره آماده دي چي یواځي د ټولو حاجيانو سره نه بلکه د ټولو مشرکانو سره وجنګيږي، د دوى اخلاص او صداقت، همت او مړانه د اولي لحظې څخه ثابت سوه، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: په دغه نه يو امر کړه سوي، مګر خپلو ځايو ته ولاړ سى، خلك ولاړه او تر سهاره بيده سوه. 

 

قريشو چي دا خبر واورېدى په دوى کي بيره او تشويش پيدا سو ځکه دوى د دغسي بيعت په خطرناکو عواقبو پوره پوهېدل چي د دوى و مالو او ځانو ته څومره ضرر پېښيږي، نو يې تحقيقات شروع کړه چي زموږ پر جنګ چا؟ او څنګه اتفاق؟ وکړی.
د تحقيقاتو نتيجه په يقيني ډول سره نه بلکه په تخميني او اشتباهي ډول سره دا را و وتل چي ښايي اهلِ یثرِب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره اتفاق کړى وي، په سهار کي د قريشو مشران سره را ټول سوه د اهلِ یثرِب و خېمو ته ورغله چي پر دغه معاهده خپل شديد احتجاج ور وړاندي کړي، نو يې ورته و ويل: يا معشرالخزرج! موږ ته خبر راغلى دى چي تاسي دغه زموږ و نفر ته راغلي ياست زموږ څخه يې بياياست او د ده سره مو زموږ پرجنګ بيعت کړى دى او په والله په ټولو عربو کي داسي قوم او کَلۍ نسته چي موږ ته دي د هغو سره جنګ ناخوښه وي بېله تاسي، يعني: د هر چا سره مو په جنګ او دښمني کولو پروا نه کيږي بېله تاسي، نو تاسي هم بايد داسي کار و نه کړى چي هغه زموږ او ستاسي د جنګ سبب وګرځي.


د خزرج د قبيلې مشرک او كافر حاجيان چي په دغه واقعه او بيعت هيڅ نه وه خبر، ځکه دا کار په ډير سِرِي ډول سره د شپې په تاريکيو کي پاى ته رسيدلى ؤ، هغو په قسمو شروع وکړه وايي: په والله هيڅ نه ده پېښه سوې او موږ په هيڅ نه يو خبر، څو قريش و عبدالله بن سلول ته ورغله، هغه ويل: دا ناحقه خبره ده داسي هيڅ نه ده پېښه سوې او زما قوم زما څخه داسي کار نه پټوي که دوى داسي کار کولاى خامخا يې زه د دغه کار آمر ګرځولم، مګر هغه مسلمان حاجيان چي دغه اجتماع ته حاضر سوي وه او دغه اتفاق يې کړى ؤ يو و بل ته سره ګوري او پټه خوله دي هيڅ نه وايي، نه د هو خبره کوي نه د يا.


قريشو د یثرِب دکفارو خبره و منل او نا اميده و مکې مکرمې ته ولاړل او د دوى تقريبًا دا يقين سو چي اصلاً دا خبر درواغ دى، خو بيا هم په دغه باره کي معلومات کوي، بحث او څېړني کوي ترڅو و دې نتيجې ته ورسېدل چي هو دا خبر صحي دى او بيعت هم سوى دى، خو دا معلومات هغه وخت ورته يقيني سوه چي حاجيان د خپلو وطنو و طرف ته رهي سوي وه، نو قريشو ډير ژر خپل فارِس پهلوانان ولېږل چي
د یثرِب حاجيان را وګرځوى مګر دا کار پسله وخته څخه ؤ حاجيان ټول ځني تللي وه، فقط دوه نفره يې وروسته پاته وه چي يو يې سعد بن عباده رضی الله عنه  ؤ او بل يې منذر بن عمرو رضی الله عنه  ؤ، قريشو د هغو د نيولو کوښښ وکړی مګر منذر بيا هم ځني ولاړى او سعد رضی الله عنه  يې ونيوى لاسونه يې په غاړه کي ور وتړل په وهلو او کشولو يې مکې مکرمې ته راوستى، دلته يې وهي او دغه پوښتني ځني کوي چي تاسي د محمّد سره اتفاق وکړی؟ سعد رضی الله عنه  انکار کوي، سعد رضی الله عنه  وايي: د دغه وهلو په وخت کي يو جګ سپين پوستى سړئ راغلى چي ښه روښانه مخ يې ؤ، دا سړئ د قريشو يو مشر معلومېدى.


سعد رضی الله عنه  وايي: زما اميد ورته پيدا سو ما ويل: ښايي دغه سړئ مي د دغه وهلو څخه خلاص کړي نو مي ورته و ويل: چي د دغو خلكو څخه مي خلاص کړه، خو هغه سړي په خپله يو ټينګ سوک را سره کړی او بيا وروسته پوه سوم چي دغه سړئ ابوجهل ؤ، سعد وايي: سبحان الله! شکل يې يو شئ ؤ او عمل يې بل شئ ؤ.


وروڼو! نن ورځ هم داسي پېښه ده چي يو څوک به په شکل او قيافه، لباس او خبرو ډير ښه سړئ معلوميږي خو دننه به شرمښ وي، نو تركومه وخته چي د يو چا اخلاق او ژوند پوره نه وي درمعلوم په دباندني شکل او خبرو يې مه خطاوزى، ځکه ډیر شرمښان د ميږي په پوست کي وي.
يا دا چي مار دی تر ظاهري نقش او نګار لاندي يې وژونکي زهر پراته دي.


د قريشو دغه وهل دوام لري، قريش غواړي چي سعد بن عُباده رضی الله عنه  اقرار وکړي او وهي يې، خو دئ بالکل منکر دى، په حاضرو خلكو کي يو نفر ناست دى او دغه وهل ويني زړه يې پر و سوځل سو، ويل يا سعد! د قريشو د مشرانو څخه يو څوک نه پيژنې چي خلاص دي کړي؟ سعد ويل: هو پيژنم يې، ويل څوک پيژنې؟ ويل مطعم بن عدى او حارث بن حرب پيژنم، اصلاً د دغو دوو نفرو تجارتي قافلې د سعد بن عباده رضی الله عنه  په جِوار د مدينې منورې په منطقه کي تېرېدلې، دغه سړئ دباندي و وتى ناري يې کړه ويل: يا مطعم بن عدى! يا حارث بن حرب! يو سړئ چي د دباندي څخه د مکې دى وهل کيږي او تر وهلو لاندي ستاسي په نامه سره نارې وهي.
دغه دوه نفره راغله وې ليدل چي دغه نفر د مدينې منورې د مشرانو څخه يو مشر، سعد بن عباده دى او وهل کيږي، نو يې جِوار ورکړى، سعد رضی الله عنه  د وهلو څخه خلاص سو او بيرته مدينې منورې ته رهي سو، هلته په لارکي انصار متوجه سوه چي سعد نسته، نو يې دا إراده وکړه چي بيرته مکې مکرمې ته را وګرځي، په دغه وخت کي سعد رضی الله عنه  پسي ور ورسېدى، نو ټول قوم صحي او سالم مدينې منورې ته ورسېدى.


دا د عقبې سره دوهم بيعت ؤ چي په (بيعةُ العَقَبةِ الکُبرْى) سره هم ياديږي او په داسي فضاء کي پاى ته ورسېدى چي هلته د پاشلو مسلمانانو په منځ کي حب او عواطف، دوستي او نصرت موجود وه، هلته د اسلام په لار کي اعتماد او شُجاعت موجود ؤ، مړانه او همت موجود ؤ، د اهلِ یثرِب مسلمان په مکه مکرمه کي پر خپل ضعيفه او مظلوم مسلمان ورور رحم او شفقت لري، د هغه دپاره جنګيږي او پر هغه ظالم په قهر کيږي چي د ده پر مسلمان ورور ظلم کوي او د ده په زړه کي د هغه مسلمان ورور دپاره چي تر اوسه يې ليدلى هم نه دى د دوستۍ او محبت احساسات پرجوش راځي، دا ټوله حُب في الله دى او د دغي دوستۍ احساس او عواطف داسي هم نه وه چي د څو ورځو په تېرېدلو سره بيرته د ده د زړه څخه وتل، بلکه د دې دوستۍ منبع او مصدر ايمان پر الله، ايمان پر رسول الله، او ايمان پر کتاب الله ؤ، دا داسي ايماني تعلقات او جذبات وه چي د هيڅ ظالمانه او خصمانه قوت په مقابل کي نه زائلېدل، ايماني شمال او نسيم چي والوزي په عقيده او عمل کي عجائبات را وړي، په دغه ايماني جذباتو سره مسلمانانو وکولاى سواى چي د زمانې پر پاڼو خپل طلايي عملونه وليکي او د تاريخ پر پاڼو داسي آثار پريږدي چي مثل يې نه په تيرو سوو وختو کي ؤ او نه په اوس کي سته او نه به په مستقبل کي پيښ سي.

 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته